shiteprotesting

خیبرپښتونخوا: چاودني له ۷۰ څخه زیاتو شعیه ماتم کونکوته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۲/۱۱/۲۵)نن غرمه دخیبرپښتونخوا ایالت ډیره اسماعیل خان ولسوالی پوری اړونده کمشنري بازارکي شعیه ماتم کونکو باندی درنه چاودنه وشوه.
امنیتي کسانو خبرورکړي چی چاودنه دماتم کونکو په منځ کی دیوه بند دکان مخته رامنځ ته شوه چی له امله یی دامنیتي کسانو په شمول څلورکسان وژل شوي اوله ۷۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

ژوبل شوی کسان نزدي روغتونونوته رسول شوی دي چی دډیر ژوبل کسانو روغتیا یی حالت خطرناک ښودل شوي،دیادو دده چی تیره ورځ هم په ورته سیمه کی پرشعیه ماتم کونکو باندی بمي چاودنه ترسره شوی وه چی له کبله یی شاوخوا ۴۰ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي وه.
دنن ورځي دچاودني پړه پاکستانی طالبانو په غاړه اخیستي ده
نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د