دیني، سیرت او تاریخ

د نیکمرغۍ عناصر 

صبورګل صابر
په ترمذی کي روایت دئ چې رسول اللهﷺ وویل: څوک چې په کورکې په امن ویده شي، جوړ وي اودټولي ورځې روزي ولري نوګواکې دنړۍ ټول راحتونه ورکول شوي دي. معنا داچي کله خوراک کوي، داوسیدو ځاۍ ولري اوپه امن اوسیږی نوهغه ترټولو نیکمرغه دئ اوښي فایدې ورته رسېذلې دي. الله درسول الله په اړه وایي: 《وَاَتْمَمْتُ عَلَیْکُمْ نِعْمَتِۍْ》 (المائدة) :۳.
پرتاسو مي خپل نعمت پوره کړ. ” پوښتنه داده چې پر رسول الله ﷺکوم نعمت نازل شوي وو؟مادی، سوکالي، خوراک، ماڼۍ، ښه ځایونه اوکه سره وسپین زر؟ .حال داچي له رسول الله سره داهیڅ نه وو، داستر او وروستي پیغمبر ﷺله خټو په جوړه کوټه کې اوسېدي چي پرچت یې دخورماوو څانګي اچول شوې وې، ده به پر خپل نس ډبرې تړلې، دخورماوو له پوسته جوړه بستره به یې استعمالوله چي نښې به یې پربدن معلوميدي، خپله زغره یې له یهودي سره داوربشو د دیرشو کاسو په بدل کي ګرو کړي وه او دري داسي ورځي به هم پرې راغلې چې له خرابو خورماوو پرته به یې دلوږې دمخنیوي لپاره څه نه درلودل، دشاعر په وینا: “دی له نړۍ په داسي حال کي رخصت شو چې دلږو اوربشو په بدل کي یې زغره ګرو وه، دګروۍ دمودې تر رارسیدو وړاندي یې دنیا ته مخه ښه وویله، تر ده څوک دیتیم والي په معنا اومفهوم پوه شو، زما باداره ته یتیمانو متصرف بلل شوی یې. ”
خبره داده چې ایا دژوند نعمت موټري،بنګلي، پیسي بلل شوي، مګر نه که چیرته دژوند نعمت بنګلې اویادولت واې الله ﷻتعالا به خپل ګران پیغمبر ته ورکړې ولې، ځکه چې پیغمبر ﷺته اللهﷻ پاک دا ارشاد فرمایلي ده چې په تا مو نعمت پوره کړ، دژوند خوند دالله په یاد اوذکر کې ده الله تعالا فرمایي “ای مومنانو الله ډېر یادوی ”
ګرانو! که نیکمرغه ژوند غواړئ نو دالله اطاعت وکړئ، ځکه نیمکرغه ژوند دالله په اطاعت کې نغشتي ده.
ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x