مخامخ خبرې (17) ظاهر که حقيقت؟!

 زاهد جلاليزما ډېر دوستان په دې باور دي، چې د انسان شکل ډېر اړين دی، انسان که ښه وي او که بد، بايد ظاهر يې برابر وي او دا زموږ د ټولنې عادت هم دی، زموږ په ټولنه کې که څوک څومره متدين هم وي، خو چې ظاهر يې د دوی له ذهن سره برابر نه وي، چا ته د منلو وړ نه دی او د دې په مقابل کې که څوک څومره غټ بې دينه هم وي، خو چې ږيره يې غټه وي، ښه خولۍ يې پر سر وي، اوچتې پيڅې يې وي، همدا ورته له هغه دينداره چې په شکل کې يې دينداري نه ښکاري، ښه او بهتر ښکاري.

شايد ځينې دا زموږ د ټولنې يو له ښو ځانګړنو وښيي، خو زه ورته د لويې فضيحې په سترګه ګورم، ځکه زه په دې باور يم چې د انسان ظاهري شکل د هغه په حقيقت هېڅ اثر نه شي کولی، زما له نظره حقيقت تر ظاهره ډېر مهم دی او هغه کس چې دينداري په کې نه وي، خو ظاهر کې ډېر دنداره ښکاري، زما په نظر اسلام ته يې ډېر ضرر رسولی او حتی له اسلام سره يې خيانت کړی، ځکه چې قواره يې داسې ده چې خلک پرې د ديندار او ښه سړي باور کوي، خو چې حقيقت يې شيطاني وي، خلک داسې ګومان کوي چې دا به يې د دين لارښوونه وي، نو دوی د دين د شرمولو او بدنامولو له پاره هڅې کوي.

يوه دوست راته خپله کيسه کوله، ويل يې مصري استاذ راته وويل چې ځينې خلک داسې دي، چې خپل ظاهر يې ښه جوړ کړی، غټه ږيره لري، ښه خولۍ به يې پر سر وي، پايڅې به يې له ښنګرو اوچتې وي، خو قلب کې يې اسلامي اخلاق نه وي، چا ته سلام نه اچوي، ښې خبرې چا ته نه کوي، دوی خلک له اسلامه زړه تورنوي، له دوی هغه کسان ډېر ښه دي چې ږيرې يې کلې وي او نېکټايي يې په غاړه وي، خو په اسلامي اخلاقو سمبال وي. دوست مې ويل، چې ما دغه استاذ ته وويل: (استاذه هغه څوک چې نه يې ږيره وي او نه يې زړه کې اسلام له ده خو هغه کس ډېر ښه دی چې ظاهر يې جوړ کړی، ځکه هغه خو يو اړخ جوړ کړی دی). ما دغه دوست ته وويل چې تا سمه خبره نه ده کړې، ځکه هغه څوک چې ظاهر يې جوړ کړی و او نور منافقت کوي، هغه د اسلام رنګه بدوي.

نن سبا خو زموږ په ټولنه کې د جوماتونو ملايانو خلکو ته داسې ښکاره کړې، چې دين په ږيره او خولۍ کې دی، خصوصا خولۍ، که د چا خولۍ نه وي، لمونځ يې نه کېږي! خدای ورته په قهر کېږي او داسې نورې له ځانه جوړې شوې خبرې. زموږ د کلي د جومات امام څو څو وارې هغه کسان په جومات کې سپک کړي، چې خولۍ يې پر سر نه وي، حتی تر دې چې ورته وايي، که خولۍ نه پر سر کوئ، جومات ته هم مه راځي! دوی په اسلام کې پاپي کهنوتيت رامنځ ته کړی دی، دوی په دې نه پوهېږي چې د خولۍ حکم څه دی او له لمانځه څخه د خلکو د متنفر کولو حکم څه؟ همدا ده چې د کلي عام خلک داسې فکر کوي چې همدا خولۍ ده چې موږ پرې مسلمانان يو.

يو وار د سهار له لمانځه وروسته، چې ملا په کې د خولۍ په هکله ډېرې توندې خبرې وکړې او بې خولۍ کسان يې ډېر سپک کړل، په دې اړه مې ورسره علمي بحث پيل کړ، خو دا چې هغه له خپل موقفه دفاع نه شو کولی او په دين نه پوهېده، خبره يې مشاجرې ته ووېستله او زه يې په بې ادبۍ تورن کړم، ما ته ډېر افسوس راغی او زړه کې مې تېر شول، چې دی بېچاره ځان وباسي، ځکه نه پوهېږي، خو دا چې خلکو ته ځان پوه وښيي، په خولۍ ډېر تاکيد کوي.

يوه ورځ يوه جهادي کېمپ ته، کوم څوک له پتلون سره ورغلي وو، دا چې د هغه ځای ماشومان له دغه لباسه بيخي ناخبره وو او خلکو يې په ذهن کې دا کېنولې وه، چې پتلون اغوستل لويه ګناه ده، نو د کلي ماشومان دا مېلمانه په تيږو ويشتل، چا خو به په خپلو تېزو خبرو رټل، څو هغوی ته ښکاره کړي، چې د اسلام خلاف کار يې کړی، زه خو دې خبرې ډېر ودردولم، چې د دې کلي يو مثقف د دغو ماشومانو دا کار ستايه او خوښي يې څرګندوله چې الحمد لله دلته خو دومره غيرتي خلک شته، چې خلکو کې خو دومره د اسلام خلاف عمل هم نه مني!!

اسلام تل د انسان حقيقت ته توجه کوي، هېڅ کله اسلام داسې څوک نه غواړي چې زړه يې تک تور وي خو ظاهر يې خلکو ته متدين ښکاري، اسلام ته د انسان حقيقت مهم دی، د زړه اصلاح ورته د انسان اصلاح ښيي، همدا ده چې وايي هر کار په نيت دی، کله چې يو څوک د کفر کلمه هم د اکراه په وخت کې ولولي خو زړه کې يې د اسلام نور وي، هغه مسلمان دی، دا خو لا پرېږده چې ږيره کله کړي، يا سرتور وي او يا نيکټايي او پتلون واغوندي. اسلام له دغو وړو فکرونو ډېر پراخ دی.

اسلام اخلاقو ته د ايمان مکمل کوونکی ويلی نه ږيري او خولۍ ته. اسلام ته صداقت له ظاهري بڼې ډېر مهم دی، ډېری کسان د مسلمانانو په اخلاقو مسلمان شوي، په ظاهري بڼې هېچا اسلام نه دی منلی، دا خبره ريښتيا ده، چې اسلام قلب کې دی، نه شکل او ظاهر کې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د