افغانستانخبرونه

د کورنيو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړي له خوا د پوليسو د وهلو موضوع څيړي

نن ټکی اسیا سه شنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ولسي جرګې د يوه غړي د ساتونکو له لوري د ۳ تنو امنيتي سرتېرو د ډبولو موضوع څيړي.

دوه ورځې وړاندې په کابل کې پنجشېر د خلکود استازي ظهير سعادت د ساتونکو له لوري د کابل ښار د تايمني کې د څلورمې امنيتي حوزې ۳ تنه امنيتي سرتيري ډبولي و چې دغې پېښې د کورنيو چارو وزارت غصه راپارولې ده.

د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي چې(( زمونږ له پاره دغه ډول پېښې د منلو وړ نه دي او دغه پېښه به په جدي توګه تر څېړنې لاندې نيسو،هر هغه څوک چې د پوليسو سره په ناوړه چلند تورن شي تر تعقيب لاندې به نيول کيږي.))

پوليسو ويلي چې د سعادت ځوی وروسته له هغه چې يوه کراچۍ والا يې وواهه د پوليسو له لوري يې مخه نيول شوې وه چې وروسته د ظهير ساتونکو پولیس وهلي دي.

پوليس وايي چې د ظهير سعادت ځوی په ښار کې له يوه کراچۍ والا سره لانجه وکړه او هغه يې وواهه نو امنيتي سرتيرو د ظهير ځوی ونيوه او پوستې ته يې راوست، خو کله چې ظهير سعادت پوستې ته راغی له ساتونکو په مرسته يې سرتيري سخت ووهل.

خو ظهير سعادت وايي چې پېښې سيمې ته د لانجې د حل له پاره تللی و خو پوليس يې نه دي وهلي.

هغه وويل چې ماته خبر راغی چې زوي دې له يوه لاروي سره جنجال کړی او پوليسو هغه وهلی دی او په کانټينر کې يې بند کړی دی، ما سره په هغه وخت کې ساتونکي نه و او زه د پوليسو له ټپي کېدو او وهل کېدو خبر نه وم او د پېښې له ځای څخه بېرته زر لاړم.

خو د پېښې په ځای کې د عيني شاهدانو په وينا د ظهير سعادت د ساتونکو له لوري د پوليسو وهل تائيد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو له لوري پوليس ډبول کيږي مګر له دې وړاندې هم څو ځله دولتي لوړ پوړو چارواکو او زورواکو امنيتي سرتيري وهلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x