نړۍ

پاکستان د ۷۲ ناقانونه ګوندونو په رسنيز پوښښ بنديز ولګاو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بريښنايي رسنيو د کنټرول قانوني مسؤولې ادارې «پيمرا» تلويزوني کانالونو او راديوګانو ته امر کړی، چې دغه هېواد کې دې د لشکر طيبه، جماعة الدعوة او فلاح انسانيت په ګډون د ۷۲ ګوندونو چارې او فعاليتونه نه خپروي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې رسنۍ بايد د يادو ګوندونو د بسپنو ټولولو، ټولنيزو فعاليتونو او خدماتو له خپرولو په جدي توګه ډډه وکړي او لامل يې دا ښودلی، چې دغه ګوندونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري ناقانونه ګرځول شوي دي.

د چارواکو په وينا تلويزوني کانالونو او راديو ګانو ته امر شوی، چې هېڅکله داسې فعاليتونه خپاره نه کړي، چې د کرکې بوی ترې راځي او يا د هېواد امنيت ته ګواښ وي.

ټولو بريښنايي خپرونو ته ګواښ شوی، که هرې ادارې له ياد قانونه سرغړونه وکړه، نو د نغدي جريمې تر څنګ يې کېدای شي جواز هم لغوه شي.

د پېښو څارونکي وايي، چې په دغو ګوندونو کې ګڼ شمېر هغه خيريه موسسې دي، چې د بې وزلانو مرستې او لاسنيوی کوي، په زلزلو، توپانونو او نورو طبعي پېښو کې يې خدمات ټولو ته څرګند دي، مګر حکومت بيا هم د امنيت شورا په لارښوونه پر دغو ګوندونو بنديزونه لګوي، په داسې حال کې، چې يو شمېر سياسي ګوندونه د پاکستان په لر و بر کې ناقانونه وسله وال لري، وخت پر وخت خلک وژني او تل د هېواد امنيت لپاره ګواښ وي، مګر حکومتي چارواکي پرې هېڅ ډول بنديز نه لګوي.

د کارپوهانو په وينا سند ايالت کې د هندي مهاجرو ګوند «ايم کيو ايم» د کراچۍ په ګډون سند ايالت کې خپلرې ملېشې لري، په وژنو او غلاوو کې نړيوال شهرت لري او ګڼ شمېر وسله وال غله يې د پوځ له لوري نيول شوي هم دي، مګر هېڅوک يې په اړه د بنديز ګواښ نه کوي. همدا رنګه د زرداري په مشرۍ د پاکستان خلکو ګوند هم په سند، پنجاب او ګڼو نورو سيمو کې ناقانونه وسله وال لري او ګڼ شمېر سوداګر او ولسي خلک يې وژلي، دوسيې يې هم رسمي دي، مګر په اړه يې هېڅ قانوني چلند نه دی شوی.

د څارونکو په اند پاکستاني چارواکي په لوی لاس غواړي، چې هېواد کې د اسلامي خيريه ټولنو مخه ډب کړي، په داسې حال کې، چې د پاکستان په تاريخ کې ولس دا منلې، چې تر ټولو زيات خدمات همدغو اسلامي خيريه ټولنو کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x