افغانستان

د خوست پر نادرشاه کوټ ولسوالۍ ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د خوست ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو امنيتي پوستو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

له نادرشاه کوټ څخه د نن ټکی اسيا ځايي همکار وايي، چې سلګونو طالبانو نن سهار وختي د يادې ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا دفاعي پوستو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې طالب جنګياليو نن سهار وختي د ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ، هوايي ډګر او امنيتي پوستو پراخ بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مجاهد په وينا د ولسوالۍ ټولې اکمالاتي لارې تړل شوي او ولسوالۍ د دوی له لوري محاصره ده.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د روانې جګړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x