two hands

مه نهيله کېږه!

مايوسي يوه ستره ناروغي ده هغه ناروغي چې دنيا کې يې څاري نشته، نهيلي (مايوسي) هغه ستره بلا ده چې د هر انسان په ژوند کې راشي، د هغه ټول ژوند له تباهۍ سره مخ کوي.

موږ بايد هرې ستونزې ته صبر او مقاومت ولرو، څو پر موږ راحت راشي، ارامه شو  او که موږ مايوسه شو او ځان کم حساب کړو، نو ټول ژوند به مو له ستونزو ډک وي، هر انسان چې صبر او استقامت ولري، هري ستونزې ته د هو ځواب ورکوي.

 ځوک چې نه نهيلې کېږي، هيڅ کله به هم په ژوند کې خوار او ناکامه نه شي ښه ژوند به يې وي په هر کار کې به بريالى وي.

 د بشريت ستر لار ښود محمد (ص) په خپل عمر کې هېڅ کله هم نه دى مايوس شوى. د اسلام په دعوت کې داسې سختۍ ګاللي چې هېڅ ساري نه لري، قوم يې ورسره مخالف وو حتا خپل ترونه يې چې د ده د کورنۍ غړي ول ورسره يې مخالفت وکړ تر څو چې يې له خپل کور او کلي نه هجرت ته مجبور کړ، خو ده بيا هم خپل دعوت ته ادامه ورکړه او مايوسه نه شو، د طايف کيسه خو يې مشهوره کيسه ده.  څومره سختي چې پري تېرې شوي دي حتا د ده مبارک بدن يې دومره ټپي کړ چې له وينو يې موزي ډکې شوې، خو ده پدې حالت کې هم د خداي صبر وکړ او مايوسه نه شو، دا د همغه ستر رهبر صبر او نه نهيلي وه چې نن د اسلام دين د نړي هرې برخي ته رسېدلى دى.

د نهيله (مايوسه) ټکى د انسان له خلقت سره نه ښايي، هېڅ انسان بايد مايوسه نه شي خصوصا مسلمان خو هيڅ کله هم نه. مسلمان چې د خپل خوږ نبي محمد (ص) کيسې اورېدلي وي، نو هغه ته خو پکار ده چې د مايوسيدو ټکى په ذهن کې هم رانه ولي.

د نيوټن قانون دى چې هر عمل عکس العمل لري، نهيلي هم عکس العمل لري هغه انسان چې د هغه ټول ژوند مايوسه تيريږي، او که اصل کې تري پوښتنه وکړي چې ولي مايوسه يې؟ څه چل دى چې خفه يې؟ نو هيڅ ځواب به نه لري، د مايوسۍ ضد زيار او کوښښ دى هغه خلک چې زيار باسي هغو هر وخت په يو کار بوخت وي مايوسي نه لري ځکه چې مايوسه کېدل له تنبلي او لټۍ نه منځ ته راځي، د نړي ستر پوهان، فيلسوفان او مفکرين وګورو هر يوه چې کومه نوي لاسته راوړنه کړي ده په اول ځل يې هغه لاسته نه ده راوړلي څو څو ځله يې پري تجربي کړي تر څو پکې بريالي شوى دى، دا نه ده چې د هغوي ذهن له موږ سره توپير لري زموږ او د هغو يو ذهن دى خو هغوى همت او صبر لري، البرټ اينشټاين واي (زما اوستاسو په ذهنونو کې هيڅ توپير نشته، توپير مو دا دى چې زه يو کار سل ځله کوم او پکې تير وځم خو  په يو سلو يوم ځل کې يې صحي کوم ) دا د البرټ اينشټاين حمت او زيار دى چې نن يې ټوله نړي پيژني، همدا رنګه  نيوټن به چې په کار ډير وخت ونيو او سرته به يې ونه رساوه نو د يوې مودې له لپاره به يې پريښود او بل کار به يې شروع وکړه هغه به ويل چې زه د تفريح لپاره هغه کار پريږدم او بل شروع کوم ځان به يې هيڅ بي کاره نه پريښود، او موږ او تاسي چې يو کار درې ځله تکرار کړو او  پکې پاتي راشو نو بيا خپله مايوسي ښيو او وايو

 چې دا کار نا ممکن دى. اصل کې دي ناممکن ټکې هيڅ شته دي نه خداي (ج) هيڅ کله د خپل دبنده له وسي ستر کار ورته نه پيښوي هر چا د وسي مطابق کار ورسپاري.

کله چې په ١٩٧٩ م کال کې روسانو په افغانستان يرغل راوړ او زموږ ګران هيواد يې په خپل لاس کې ونيو، او زموږ با غيرته هيواد وال يې مقابلي ته له زړو ټوپکو سره پاڅېدل دغه وخت کې نړيوالو به ويل چې له روس سره د افغانانو شخړه او ګټنه ممکنه نه ده، خو زموږ هېوادوالو خپل حمت له لاسه ورنه کړ او په لسو کلو کې يې روس مخ تورن له هيواده وشړه.

اډوبن د امريکا مشهور انځور ګر او د مرغانو پوهه کې رسيدلى و.  دى وايي (ما څو کاله خواري نه وروسته پنځوس ښکلي انځورونه رسم کړل، دا ټول مي په يو بکس کې ښه محفوظ کېښودل او بکس مي خپل ملګري ته ورکړ او ښه په تاکېد مي ورته وويل چې يو ښه ځاى کې يې خوندي کړه، زه خپله په سفر ووتم کله چې له سفره راوګرځېدم ورغلم ملګري نه مي بکس واخيست کله چې مي بکس خلاص کړ نو ګورم چې ټول انځورونه موږکانو خوړلي دي او پر ځاى يې خپلو بچو ته پکې کور جوړ کړى دى، په اوله کې ډېر خپه او مايوسه شوم خو چې کله مې لږ له ځان سره فکر وکړ چې دا مايوسي خو هېڅ ګټه نه لري هڅي وخت ضايع کول دي له ځان سره یي وويل چې بيا په انځورو کار کوم کېداى شي د خداي په رحم د تير ځل نه دا ځل ښه انځورونه رسم کړم هماغه وه چې دخداى په مرسته مي له تېر ځل نه ښه ښکلي انځورونه جوړ کړل، دا د اډوبن پيښه خو موږ ته په لوستلو يوه عادي خبر ښکاري خو ځمکه هغه سوزي چې اور پرې لګيدلى وي، دا د اډوبن ستر همت وه چې بيا يې د دويم ځل لپاره پر انځورونو کار پيل کړ او انځورونه يې جوړ کړل، که اډوبن پدي کار کې مايوسه شوي و او همداسې يې پري ايښى و، نو نن به چا اډوبن نه پېژنده او هغه د مايوسۍ وخت به يې هسي تير شوى و.
زموږ په ټولنه کې د مايوسي ناروغي ډيره زياته ده، ځينې خو روغ رمټ وي خو چې هر کله ترې پوښتنه وکړي چې څنګه يې؟ حال دې څنګه دى؟ نو په ناشکرۍ شروع کوي، چې زه چې له موره پيدا شوى يم همداسې ناروغ يم کله مي سر درد کوي کله مې پښې درد کوي … ، خو که يې يو صحي ډاکټر ته يوسې او ويې ګوري نو روغ رمټ به وي هسي به يې ذهن کې دا راځي چې ناروغه يم.

که انسان هري ستونزې ته په سپکه وګوري خداي يې ورته هر ستونزه هماغسې اسانه کوي، کله چې يو ستر مشکل درته پيښ شو، له ځانه سره دا فکر مه کوه چې څومره ستر مشکل دى دا خو زموږ له وسې نه دى، نه هيڅ کله هم خداي خپل بنده ته د هغه له وسي ستر مشکل نه پيښوي خو خداي (ج) خپل بنده ازموي چې ايا دا بنده يې صبر او استقامت لري او که نه، کله چې درته يو مشکل مخې ته راغى نو   د دې فکر کوه چې څنګه يې حل کړې، ته چې يې د حل په فکر کې شې نو بېشکه خداى دې هم درسره مرسته کوي او په ازموينه کې دې بريالى کوي.

په اخره کې غواړم چې د يو انګليسي ژبي مشهور ليکوال يوه لنډه کېسه بيان کړم، لارډلاين د انګلستان يو ستر تاريخ پوه و ده په ډيرو ستونزو يو کتاب وليکه چې نوم يې (دفرانسي بغاوت) و، ده د دې کتاب يوه برخه چاپ شوې وه او دوهمه برخه يې ناچاپه پاتې وه، چې ملګري يې ترې دوهمه برخه د لوستلو لپاره واخيسته، ملګري يې هغه کور ته ويوړه او دکړکۍ مخې ته يې کېښود، مزدور يې راغى هغه داسي فکر وکړ چې هسي بي کاره کاغذونه دي ټول يې وسوځول. کله چې لارډلايل خبر شو نو ډېر خپه شو خو  پوه شو چې له خپګان او مايوسۍ نه هيڅ هم نه جوړيږي، لارډلايل دوهم ځل لپاره بيا د کتاب د دوهمې برخې په ليک

 لو شروع وکړه. که دا تاسي وۍ نو څه به مو کړي وو؟

———-

ليکوال:فيصل جلالي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د