نظــر

د اردوګان بريا؛ د افغان فيسبوکيانو ناندرۍ او لاملونه

احمدالله احمدزی

ترکي ولس يو ځل بيا د خپلو سختو شېبو مشر رجب طيب اردوګان او د هغه ګوند په څرګند اکثريت واک ته ورساو او اردوګان په عملي توګه ثابته کړه، چې دی يو قوي زعيم دی، چې د خپل ولس هيلي په رښتينې توګه عملي کولای شي او داسې ټاکنيز شعارونه يې غوره کړي وو، چې د ده بريا او د مخالفينو ناکامي يې په واضحه توګه څرګنده کړه. په ترکیه کې د نومبر لومړۍ نېټې تاریخي ټاکنې د اسلامي سياست پر لور د ترکانو تمایل زبات کړ.

دغو ټاکنو د تېرو څو مياشتو هغه ټولې وړاندوينې چې په لوېدیز رسنیو کې کېدې، په اوبو لاهو کړې، چې ګواکې د اردوګان ګوند په ولس کې خپل محبوبيت بايللی او نور نه شي کولای، چې د ترکيې خپلواک واکمن په توګه دنده پر مخ بوځي.

د اردوګان مخالفين دومره په خپل قوت باوري وو، چې د تېر جون له پارلماني ټاکنو وروسته يې له عدالت او پراختیا ګوند سره د ګډ حکومت له جوړولو هم سکوټ انکار وکړ. د دوی په دې تمه وو، چې دوهم دور ټاکنو کې به د اردوګان ګوند ته سخته ماتې ور کړي. دوی هیله لرله چې له ټاکنو وروسته به له عدالت او پراختیا پرته، له نورو ګوندونو سره په ګډه داسې يو حکومت جوړ کړي، چې د اردوګان د څه باندې یوې لسیزې پرګماټیک سیاستونه، هڅې او روانې پروسې به له منځه يوسي او ترکيه به يو ځل بيا پخواني حالت ته وګرځوي.

جالبه دا ده، چې د عدالت او پراختیا ګوند بریا په افغانستان کې هم د فېسبوکي فعالانو ترمنځ له تودو بحثونو سره بدرګه شو. د ولسمشر اردوګان په بريا ګڼو افغانانو خوښي وښوده او يو شمېر نورو بيا دغه افغانان پر دې پړ وبلل، چې ولې يې د پردۍ ترکيې په خوښۍ خوښي څرګندوي.

دلته بايد يوه خبره په څرګندو ټکو وويل شي، چې د روان کال جون مياشت کې، چې د عدالت او پراختیا ګوند څرګند اکثريت ونه شو ګټلی، نو د اوسنۍ خوښۍ مخالفو افغان فيسبوکيانو خپله خوښي څرګندوله او دا د اردوګان دغه کار يې د هغه ناکامي او د دوی په قول د «ديکتاتوري سياست» پايله بلله.

موږ به خامخا څه مشترکات لرو، چې زموږ افغانان د اردوګان په بريا خپله خوښي څرګندوي، په داسې حال کې چې اردوګان سره هېڅ مادي اړيکه نه لري.

دغه افغانان د ترکيې پخواني حالت ته ګوري، چې په اسلامي فعاليتونو، د ښځو په حجاب او نورو ورته کارونو سخت بنديزونه وو او له هغه وخته، چې اردوګان واک ته رسېدلی، قدم په قدم يې د مصطفی کمال اتاتورک د وخت افراطي سیکولرستي قوانين وخت په وخت لغوه کړل، اسلامي مدرسې او جوماتونه ازاد شول، له شړېدلې او پوروړې ترکيې يې دغه هېواد د نړۍ شپږم اقتصادي ځواک کړ، په سيمه ييزو او نړيوالي قضيو کې اردوګان د بل هر مسلمان ولسمشر برعکس د اسلامي اخوت له ليدلوري ګام اخيستی دی. د ساري په توګه، د برما مسلمانانو په اړه، مصر کې د مشروع ولسمشر محمد مرسي پر ضد د پوځي کودتا سخت مخالفت، فلسطين کې د اسراييلي ظلمونو پر ضد په نړيوال ټريبيون کې په جرئت غږ پورته کول، په سوريه کې د بشارالاسد د ظالم رژيم پر ضد د ولسي پاڅون څرګند ملاتړ او سوريايي کډوالو ته له نړيوالې همکارۍ او لاسنيوي پرته ځای ورکول، وړم کال، چې سومال کې قحطي راغله، همدغه اردوګان نړيوال کنفرانس راوباله او په خپله يې له سوماليې سره پرېمانه مالي او غذايي مرستې وکړې. دا او داسې نور کارونه د اردوګان له سترو بريا ګڼل کيږي او په ټوله کې اردوګان عملا او قولا داسې ښيي، چې دی د اسلامي خلافت لمسی دی او دوی بايد مسلمانان په يو ټغر سره راټول کړي، په غمونو او خوښيو کې بايد ورته دريځ ولري.

تر ټولو مهمه دا ده، چې افغان ولس او په تېره بيا ځوان کهول د بريالي ليډر او واکمن الګو په لټه کې دي؛ ځينې ياران د سويلي افريقا نېلسن منډيلا خپله الګو بولي، ځينې يې د مليزيا مهاتير محمد، ځينې يې بيا د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين بريالی ولسمشر او رهبر بولي، چې شړېدلې روسيه يې يو ځل بيا د سيالانو سيال کړه.

ډېری افغان اسلامپال ځوانان بيا رجب طيب اردوګان خپله الګو بولي او غوره ټکی په کې اسلامي امت سره د ده خواخوږي او بله دا چې دی د عثماني خلافت په خاوره واکمن دی او دغه ځوانان، چې د خلافت قيام پسې وږي تږي دي، اردوګان يې ښه استازی بولي.

د اردوګان مخالفت څوک کوي؟

يو شمېر اسلامپال ځوانان د اردوګان مخالفت کوي او هغه افغانان يې هم نه خوښيږي، چې د اردوګان بريا نمانځي او دليل يې دا دی، چې ښاغلی اردوګان د ديموکراسۍ له لارې واکمن شوی او ديموکراسي، چې په خپله «کفر دی» څرنګه ترې د اسلامي خلافت او حکومت تمه کېدای شي.

د دغو ځوانانو نظر هم د تامل وړ دی او په خپل ځای يې نظر هم د قدر وړ دی، خو موږ بايد ځمکنيو حقايقو ته وګورو، چې ايا ترکيه غوندې يو هېواد کې موږ لپاره داسې بل بديل شته، چې د اردوګان په کچه اسلامي فعاليتونه وکړي او يا هم په نړۍ کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو پر اړه په جرئت غږ پورته کړي او يا هم د اردوګان په څېر د اسراييلو صدراعظم په نړيوال کنفرانس کې وحشي او د ماشومانو قاتل وبولي او احتجاجا دغه غونډه پرېږدي؟

شهيد عبدالله عزام رحمه الله، چې د امت مجدد بلل کيږي او په اسلامي نړۍ کې يې د جهاد روح بيا راتازه کړ، د حاکميت په اړه يې په خپل کتاب کې فرمايلي: «سره له دې، چې پارلمان ته تلل او ټاکنې د اسلام له نظر غير شرعي کار دی، مګر که څوک په رښتيا د شريعت او مسلمانانو د ګټو په موخه پارلمان ته ځي او عملا داسې کارونه کوي، چې د اسلام او مسلمانانو په ګټه وي، نو بايد په اړه يې له سختو فتواوو ډډه وشي او د دې کار ستاينه يې بايد وشي.» ‘الحاکمية في فکر الشيخ عبدالله عزام’

دلته ځينې نور ياران شته، چې د اردوګان له بريا سوځي او د افغانانو دا خوښي هم نه شي زغملی، چې ولې په اسلامي اړيکه د يو هېواد د اسلامي ګوند بريا نمانځي.

دغو يارانو د ترکيې پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې هغه مهال سخته خوښي څرګندوله، چې د اردوګان ګوند څرګند اکثريت ونه ګاټه، نو له دې معلوميږي، چې دا ياران قصدا يا په ناپامۍ کې د ښکېلاک تر اغېز لاندې دي او اسلامي اخوت ورته د زغملو نه دی.

که په نړۍ کې د منډېلا، داکټر عبدالکلام يا بل نړيوال مشر او رهبر ستاينه کيږي، نو پرته له دې، چې فکر پرې وکړي، دوی يې هم زمزمه کوي.

اردوګان هم د اسلامي اخوت او هم په نړيواله کچه د رهبرۍ يو سړی دی، چې بايد د ځوانو مسلمانانو الګو شي او زموږ مسلمانان په ځانګړې توګه افغانانو لپاره د ستاينې وړ سړی دی. هغه ياران يې، چې نه مني او يا يې نه شي زغملی خير دی، لږ دې ساړه وخوري، نور خلک خو د دوی د امر او نهي تابع نه دي او دوی بايد د نورو افغانانو د نظر درناوی وکړي او پرېږدي، چې له هر چا اغېزمن کيږي، خپل کار يې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahmatullah

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته: احمدزی صاحب له نظر سره دی زه مطلق موافق یم، متاسفاته اوسني حالات کوم سي پر مسلمان امت تیرژي زړه بوګنوونکي دي، مسلمانان اوبو اخیستي دي او ځګ ته لاس اچوي که اردوګان ونه ستایل شي نو بل داسي مسلمان مشر شته چي دمسلمانانو سترګي پرې یخي شي، داسلام مرکزاوسرچینه (سعودي عرب) له غربیانو سره په ګډه دمظلموم مسلمان اومت ننداره کوي، مصر دفلسطینینانو وقاتلانو او زموژ ددین دوشمنانو ته په ملګروملتونو کي رایه ورکوي پس چاته به یو مظلوم مسلمان د امید سترګي ورواړوي. الله دي اردوګان یوبل عدنان مندریس جوړکي ترڅو ټول تش… نور لوستل »

غوربندی

احمدزي صيب مننه چی همه جانبه ليکنه مو کری ده تاسو له افغانانو سره د اردوغان د همدردی یا خواخوژي خواه انسانی یا اسلامی د قول او عمل یو مثال په خپله ليکنه کی نه ده یادآوری کری ، د نه یادآوری دلیل یی جوت دي چی اصل کی وجود نلري، له بلی خوا آیا مونژ افغانان د انسانی او اسلامی مجتمع جز درته شکاری کنه، که جواب هو وی، نو آیا زمونژ افغانانو حالت د فلاکت له لحاظه له برما، فلسطین، مصر وغیره وغیره سخه بد نه دي? زه خپل قضاوت نه کوم خو دا پورته پوشتني هغه سه… نور لوستل »

غوربندی

یو زل بیا

د اسلامپال اصطلاح ماته عجیب شانته شکاری

ددي نوی اصطلاح تعریف زما له نظره:

اسلامپال هغه دلی او اشخاص دي چی په نورو مسلمانانو باندی خپل زان او گروپ مافوق او متوفق وینی شعار یی اسلام خو هدف یی له دي ذریغی د زان خوندي مطرح کول او حاکمیت ته رسول دي کره وره یی سم نیم ریاکارانه او تنظيمي يي

khalid

غوربندی صاحب ‌ډیر عالی ښکلی تبصره مو کړی په قلم او پوهه مو برکت شه زه وایم د افغانستان دننه دجهاد دپخوانیو رهبرانو او اردوګان ترمینځ هیڅ فرق نشته دواړه طرفه په عین شکل ځان داسلام مدافع معرفی کوی سیاف دا اوس خپل تلویزیون لری په تلویزیون کی ټوله ورځ اسلامی خپرونی خپروی اما چی ګوری په جهادی خوځښت او لوری پسی یعنی اسلامی امارت پسی د کفر په نفع چټیاټ غږوی سیاف هم په عین شکل لکه اردوګان ځان د فلسطین او نورو مظلومو مسلمانو هیوادونو خواخوږی معرفی کوی ولی په خپل ملک کی یی چی دا اوس عملا… نور لوستل »

غوربندی

خالد صيب تاسو ته سلام أو أحترام مننه چی زما تعلیق مو خوش کری ده ، حقیقت داده چی زمونژ افغانانو منز کی پرديپالي فرهنگ گرزيدلي ده سبب یی داده چی مونژ خپلپال مشران نلرو خو د خپلپال مشر نه درلودل ددي معنی نلري چی د پرديو مشرانو مدحه پالنه او تقلید وکرو په تیره بیا د هغو چی زمونز قصه کی هم نه دي. اردوغان ماته هوشیار او منطقی سری شکاری، که احیانا خبر شي چی مونژ ورسره مينه لرو او الگو مو نيولي نو زه فکر نه کوم چی له حماقت پرته دي په مونز د بل سه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x