ټولنیزه برخه

شکر زموږ کور دروازه لري – د قناعت او صبر په اړه خوندوره کیسه

حامد افغان –

په یوه کلي کې یوه بي وزله کونډه له خپل ماشوم زوی سره اوسیدله، دې غریبې ډېر سخت ژوند تیراوه، د خواري او نیستي نور زور نه پرې رسیده ، له دې هرڅه سره کونډه بیا هم ډېره صابره او پرقناعت مینه میرمن وه، د دې د ژوند په ګڼو ستونزو کې یوه لویه یې دا هم وه چې دا په کومه خونه کې اوسیدله هغې څلور دیوالونه او یوه دروازه لرله او چت یې نه و، نو د ژمي په سختو بارانونو کې به یې ژوند خورا په عذاب و.

یوه ورځ د کلي اسمان تورو ویروونکو وریځو وپوښه، د کونډي زړه الویزاند او خوا یې شنه وه ، د ځانه په فکر کې دومره نه وه، خپل تنکي څلور کلن ماشوم ته ډېره خپه وه، وریځ ښه ټینګه او شړکنده باران برید وکړ ، کلیوال په منډو خپلو کورونو ته ننوتل او هغه د چا خبره مالونه اوڅاروي یې هم خوندي او نېمرې ته کړل، خوارې کونډي خپل تنکی زوی په غیږ کې نیولی دی، او د خپلي خوني یوه دیوال ته ناسته ده.

د کونډي خونه باران ته وازه خوله پرته ده، دا او ماشوم یې دواړه لانده خیشته شول، د باران تېز څاڅکي په بي رحمي سره د مور او ماشوم بې سېکه بدنونه زوروي، له کونډي سره پرخپل کړاو برسیره د ماشوم زوی غم هم ده او هغه یې په خپله لنده غیږ کې ټینګ نیولی دی.

اخیر یې یو فکر سرته ورغی، په منډه ولاړه شوه او د خپلي خوني دروازه یې له بیخه را وایستله، دیواله ته یې کږه ودروله او خپل زوی یې د دروازي لاندې له باران نه پت کړ، ماشوم د باران له بي رحمه څپو په امن او یو څه د ارام ساه یې واخیستله، په ډېرو سختیو کې لیږ ارام هم د انسان پر شونډو موسکا خپرولی شي. ماشوم په موسکا خپلي مور ته ولیدل او په معصومه لهجه یې ورته وویل: مورجاني! داسې خلک به هم وي چې کورونه به یې دروازې نه لري او د باران لاندې به زوریږې؟!! شکر خدایه موږ خو دروازه لرو !!!

دې ته د الله په پرېکړو رضا او قناعت وایي، د یوه صابر او بې وزله مسکین د کور قناعت د سلو شتمنو په کورونو کې نشي موندل کیدی، د ژوند ستونزې او ناخوالې په ډېرو شتمنیو او ځواک سره نه حل کیږې، صبر او قناعت هغه ستر انساني او اسلامي خوی او خصلت دی چې په برکت سره یې د ژوند پریمانه ستونزي اسانه او حل کیږې، او په صبر او قناعت سره د الله له لوري ثوابونه له شماره وتلي دي، انما یوفي الصابرون اجرهم بغیر حساب .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

ديره خكلي كيسه وه، عبد الرحمن بابا وايي:
قناعت می دخرقی لاندی اطلس دی
پت ددرست جهان باچا ظاهر گدا یم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x