نړۍ

ایران دسوريي په جګړه ۶۰ جګپوړي جنرالان له لاسه ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): په لبنان کې دحزب الله ګوند جګپوړو مسؤلینو د ایټاليې د (آکي) په نامه یوي ورځپاڼي سره دخپرو پر وخت ویلي، سوریه کې تر اوسه ۶۰ لوړپوړي ایراني جنرالان وژل شوي دي.

د اټالیي د ( آکي) په نامه سره خپریدونکي ورځپاڼي لیکلي په لبنان کې د حزب الله شعیه ملیشو قومندانانو ورته ویلي چې ایران په سوریه کې دخپلو وژل شویو جنرالانو وژنه پټوي، هیڅ ډول خبري رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې په سوریه کې دایراني جنرالانو په اړه خبرونه خپاره کړي ، دغه هیواد تر اوسه پوري یواځي د ۱۸ ایراني جنرالانو وژنه منلي او رسما یی د ایران د حکومت له لوري پخلی شوی.

آکي اټالوي خبري رسنۍ دخپلي سرچینې په حواله لیکلي چې سوریه کې وژل شوي ایراني جنرالان د دغه هیواد ډیر مهم کسان دي، ځکه ایران سوریی ته هغه جنرالان رالیږي چې د ایران له مذهبي قوت (ایراني اخوندانو) سره ټینګي او ژوري اړیکي لري.

سرچينه زیاتوي، دوی ته ویل شوي چې ایران د خپلو جنرالانو د وژني لامل په سوریه کې د بشار الاسد د ځواکونو تیت او پرت والي ښيي، دوی د ایرانی جنرالانو له لوري د ورکړل شویو پلانونو او لارښوونو سره سم جګړه نکوي.

په سوریه کې د لبناني شعیه ملیشو مشرانو ویلي دغه هیواد کې د جنرالانو ډیری وژني ایران دي ته اړویست چې دلوړي کچي فوځي چارواکو په لیږلو کې کموالی راولي او پر ځای یې دټیټي کچي جنګیالي ډیر کړي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي، ایران پر لوړ پوړو جنرالانو سربیره دغه هیواد ته افغاني، عراقي او لبناني شعیه جنګیالانو په لیږلو او سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو سره په جنګولو کی مرسته کوي.

هغه جګړي چې مخامخ دایراني جنرالانو له لوري د سوريي د رژیم د مخالفو وسلوالو په مقابل کې په مخ بېول کیدې هغه په سویل کې د سیما او درعا جګړي دي چې دسوريی حکومت یی له سختي ماتي سره مخامخ کړ او مخالفو وسلوالو ددغو دوو جګړو په ترڅ کې پراخي سیمي تر خپلي ولکې لاندي را وستلې، ویل کیږي دغو دواړو جګړو کې ایراني جنرالانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د ایران حکومت چې سوریه کې دخپلو لوړ پوړو جنرالانو وژنه منلې دهغو څخه د ځینو نومان په لاندي ډول دي.

۱: علي اصغري ۲: حسن شاطري ۳: حسام خوش نویس ۴: مهدي خراساني ۵: حسین بادبا ۶: آصفر شیردل ۷: جبار دریساري ۸: محمد علی الله دادي ۹: عباس عبد الهي ۱۰ علي مرادي ۱۱ محمد صاحب کرد آردکاني ۱۲: علي رضا توسلي ۱۳: اسماعیل حیدري ۱۴: عبدالله اسکندري ۱۵: محمد جمالي ۱۶: حمید طبطبايي ۱۷: امیر رضا علي زاده ۱۶: حسین همداني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x