افغانستان

پاکستان په ۲ کلونو کې یو نیم ملیون افغان مهاجر له خپلي خاوري باسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان وايي په راتلونکو دوه کلونو کې به یو افغانی هم پاکستان کې پاته نه شي.

د پاکستان ویاند طارق حیات د امریکا غږ اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د روان کال ۲۰۱۵ په وروستی ورځ به د افغان مهاجرینو د قانوني پاته کېدو جواز پوره شي، د هغه وروسته پاکستان اراده نه لري چې د افغان مهاجرینو د پاته کېدو وخت تمديد کړي.

نوموړي ویلي چې دوی په یوه شپه ټول مهاجرین له خپلي خاوري نه شي ایستلای، خو د یو دوه کلني پروګرام له مخې به دا کار کوي، او زیاته کړې، دوه کاله وروسته به په پاکستان کې یو افغان مهاجر هم نه وي پاته.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې د شمارو سره سم په پاکستان کې دا مهال یو نیم ملیون ثبت شوي مهاجرین شته، چې د روان کال په وروستی ورځ یې د قانوني پاته کېدو جواز پوره کیږي، خو پاکستان وايي چې تر یو نیم ملیون ثبت شویو مهاجرینو سربېره په دغه هیواد کې یو ملیون غیر ثبت شده افغانان هم اوسیږي.

د پاکستان ویاند طارق حیات ویلي چې دوی به په په یوه اونۍ کې دننه د افغان مهاجرینو د ایستلو دغه طرحه پارلمان ته وړاندي کړي.

هغه ویلي چې د پاکستان څخه د مهاجرینو د ایستلو طرحه د ټولو ذي دخلو اړخونو سره شریکه شوي او ټولو ورسره منلې.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې (UNCHR) د راپورونو سره سم د کال ۲۰۰۲ څخه بیا تر اوسه د پاکستان څخه ۳.۸ ملیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته په خپله خوښه ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، که څه هم د ۲۰۱۵ په وروستی ورځ د افغان مهاجرینو قانوني جواز پای ته رسیږي، خو دغه افغانان اوس هم په نړیوال قانون کې مهاجرین شمېرل کیږي او د مهاجرت ټول حقوق یې باید خوندي وساتل سي.

باید وویل شي چې د جرمني هیواد هم د افغانانو د ایستلو هوډ څرګند کړی او ویلي چې دوی به ډیر ژر د خپل هیواد څخه د افغان مهاجرینو د لیږلو لړۍ پیل کړي، چې له کبله یې د ولسمشر اشرف غني او مهاجرینو د وازرت تر منځ د نظر اختلاف هم را منځته شوی.

ولسمشر اشرف غني د المان د حکومت هغه پریکړه منلې چې د خپل هیواد څخه به افغان مهاجرین یو ځل بیا افغانستان ته را انتقالوي، خو د مهاجرینو د چارو وزیر سید عالمي بلخي ویلي وه چې په افغانستان کې اوس مهال د مهاجرینو د بیا ځای پر ځای کولو هیڅ ظرفیت نشته، ځکه دي المان خپله پریکړه بیرته واخلي او افغان مهاجرینو ته دي پناه ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x