Psychological comfort

راحت څنګه حاصل کړو؟

الحمدلله نحمده ونستعينه ونستغفره ونؤمن به ونتوکل عليه، ونعوذ بالله من شرور انفسنا ومن سيات اعمالنا، من يهده الله فلامضل له ومن يضلله فلاهادی له، ونشهدان لا اله الا الله وحده لاشريک له، ونشهد ان سيدنا وسندنا ومولانا محمداً عبده ورسوله، صلی الله تعالی عليه وعلی اله واصحابه وبارک وسلم تسليماً کثيراً کثيرا.
اما بعد
{ عن ابی هريرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: انظروا الی من هو اسفل منکم، ولاتنظروا الی منم هو فوقکم، فهو اجدر ان لا تزدروا نعمة الله عليکم} (صحيح مسلم، کتاب الزهد، لومړی باب)

له ځان نه ټيټو خلکو ته ګوره

له ابوهريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسوهغوخلکوته ګورئ چې له تاسو نه  د دنيايي ساز اوسامان په اعتبارکم/ ټيټ وي ( له چاسره چې د دنيا مال اودولت هغومره نه وي څومره چې له تاسي سره ده، تاسو هغوخلکوته ګورئ ) او هغوخلکوته مه ګورئ چې دنيايي مال او دولت له تاسونه زيات لري، په دې سره به ستاسوپه زړونوکي دالله جل جلاله دنعمت بې قدري او بې وقعتي نه پيداکېږي (ځکه چې که له ځان نه پوره خلکوته ګورئ نودالله تعالی نعمتونه ته به دبې قدري په نظر ګورئ اوپه زړونوکي به مويوډول بې وقعتي پيداشي او خفه به شئ).

ددنيامينه له زړه وباسه

 په پورتني حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دنيا محبت له زړه نه ايستلو او په دنياکي دحقيقي راحت او ارامي حاصلولو يوه په زړه پوري نسخه بيان کړي ده، لکه څنګه چې موچې په مخکينيوبيانونوکي ويلي چې له انسان سره دي دنياوي مګر د دنيا محبت دي يې په زړه کي نه وي، له انسان سره دنياځکه ضروري ده چې له دې پرته ګوزاره مشکله ده، که له انسان سره دخوراک څښاک څيزونه نه وي، داوسېدوله پاره ځای ونه لري او د اغوستلوله پاره کالي ونه لري نوانسان په څنګه ژوندکوي؟ له دې امله يادوشيانوته اړتياده خوبايددغه شيان دژوندانه موخه ونه ګڼئ اومه يې خپل وروستی ارمان اوهدف ګرځوئ، شپه او ورځ يې په ترلاسه کولوکي مه سرګردانه کېږئ اوپه زړه کي ورسره محبت مه پيداکوئ.
دغه ځای ته دقناعت په توسط رسېدلی شئ، کله چې په انسان کي دقناعت اوصبرصفت پيداشي نوبياکه دنياولي هم يې په زړه کي ورسره مينه نه پيداکېږي، خوکه دانسان په زړه کي ددنيامحبت ځای ونيسي بياهروخت په دې فکرکي وي چې دا اوهغه شی مي ونه موندبايدترلاسه يې کړم، هغه شی راسره کم دی بايدډېريې کړم، پرون مي دومره پيسې ګټلي وې نن به دهغو دوه ګونه ګټم، بس له سهار ترماښامه په دې فکرونوکي ډوب اوسي، همدې ته ددنيامحبت ويل کېږي چې په پايله کي په انسان کي حرص پيداکېږي.

په ځان کي دقناعت پيداکولوپه زړه پوري لاره

په يوه قدسي حديث کي راځي چې الله جل جلاله وفرمايل : که انسان دسروزرو ډکه کنده ولري بياهم غواړي چې يوه بله يې هم لرلای، کله چې دوه ومومي بيا د درېيمي په لټه کي وي، اوبيايې وفرمايل } لايملأُجوف ابن آدم الا التراب{(صحيح بخاری، کتاب الرقاق، باب مايتق من فتنة المال)

دابن آدم نس دقبرله خاورو پرته بل هيڅ شی نشي ډکولای، کله چې له دنيانه رخصت اوپه قبرکي ښخ کړل شي هلته به يې نس ډکېږي.

په دنياکي دمال اودولت دترلاسه کولوله پاره يې چې کومي منډي ترړي اوتکليفونه کول هغه ټول محنت به يې وچ پاتي کېږي اوټول مال اودولت به پرېږدي او تش لاس به رخصتېږي، البته که انسان ته الله تعالی قناعت ورکړي نودا يوداسي شی ده چې دانسان نس ډکولی شي، ددې قناعت دحاصلولونسخه رسول کريم صلی الله عليه وسلم په پورتني حديث کي بيان کړې ده، که تاسي د دنيا ا اخرت کاميابي غواړئ نوعمل پرې وکړئ اوکه کاميابي نه غواړئ نوعمل مه پرې کوئ خوپه دې صورت کي به ټول عمردنا ارامي اوخفګان ښکاروئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه نسخه په دې الفاظوکي بيان کړې چې د دنيا دمال اودولت په اعتبارله ځان نه پورته خلکوته مه ګورئ ګني په دې فکرکي به ډوب شئ چې هغه فلان څيزومونداوزه ترې محرومه يم، بلکه له ځان نه ټيټوخلکوته وګورئ چې له هغه سره د دنيا کوم اسباب دي اوتاسي يې په مقابل کي څومره زيات لرئ، په دې سره به تاسي دالله جل جلاله شکراداکړئ چې الله تعالی تاسي ته کوم دولت اوراحت درکړی هغه يې نه لري اوکه له ځان نه پورته خلکوته ګورئ نوپه زړه کي به مويوډول حرص پيداشي له دې وروسته به مقابله اومنډه ترړه رامنځته شي اودا به موپه زړه کي حسداوکينه وزېږوي (چې ولي هغه مخکي اوزه شاته پاتي شوم) دحسدپه پايله کي به بغض پيداشي بيابه دښمني رامنځته شي، تعلقات به خراب شي چې په نتېجه کي به يې دالله جل جلاله حقوق هم ضايع شي اودبندګانوحقونه به يې هم ضايع شي.

اوکه قناعت ترلاسه کړئ او دا وسوچوئ چې دخدای شکردی له عزت سره رزق راکوي، دا د خدای جل جلاله سترانعام دی، ډېرخلک ترې محرومه دي او الحمدلله زه په دې نعمت خوښ يم، په دې سره به الله تعالی نورقناعت هم درنصيب کړي اونتېجه به يې دا راووځي چې ترټولوبه ښه ارام ولرئ، بس له دې پرته د سکون ترلاسه کولوهيڅ لاره نشته.

—————–

تقریر: حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب

ژباړه: احمد ګل ریان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د