افغانستان

د هلمند ولایتي شورا مشر: که مارجه ولسوالي ته کومک ونه رسیږي، سقوط به وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت د شورا مشر کریم اتل نن د یوه خصوصي تلویزن سره په مرکه کې وویل چې په مارجه ولسوالۍ کې شدیده جګړه روانه ده، که دغه ولسوالۍ ته بیړنۍ مرستي ونه رسیږي، سقوط به وکړي.

د هلمند ولایتي شورا مشر: کریم اتل
د هلمند ولایتي شورا مشر: کریم اتل

نوموړي وویل چې د تیري شپې راهیسي د مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې طالبانو پرمختګ کړی، اته پوستې یې نیولي دي، ډیرو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې، د ملي اردو عسکرو خپلي پوستې بې له مقاومته طالبانو ته تسلیموي، خپل مهمات او موټر طالبانو ته پریږدي، چې هغوی بیا په همدې وسلو او مهماتو پولیس وژني.

ویل کیږی چې تیره شپه د ملي پولیسو لس تنه عسکر وژل شوي دي.

نوموړي وویل، که د مارجې ولسوالۍ ته عاجل نوي ځواکونه ونه رسیږي، دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي او بیابه طالبان ډېر په اسانۍ سره د هلمند مرکز لښکرګاه هم ونیسي.

نوموړي همداراز وویل چې طالبان اوس هم د لښکرګاه پر څلورمه ناحیه واکمن دي، دولتي ځواکونه تر اوسه هم نه دي توانېدلي چې پرمختګ وکړي.

نوموړي وویل چې د ملي اردو عسکر نه سي کولای، پرمختګ وکړي، ځکه چې طالبانو خپل تر کنټرول لاندي سیمي ټولي مای کاري کړي.

نوموړي وویل چې څو ورځي مخکي په یوه چاودنه کې د ملي اردو ۳ تنه عسکر مړه او ۴ نور ټپیان شول، چې له کبله یې دغه ځواکونه بیرته پر شا شول.

هغه زیاته کړه، د ملي اردو ځواکونه جګړه نه کوي، په دفاعي حالت کې قرار دی، ددوی رهبري د جګړې امر نه ورته کوي، بلکي د ځان ساتني او دفاع حالت سپارښتنه ورته کوي، هغه په دفاع وزیر تور ولګوی چې د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه یې ځان بی تفاوته اچولی، دلته پولیس او اربکیان وژل کیږي، خو دومره څوک نسته چې غم یې وخوري..

کریم اتل زیاته کړه چې اوس هم د نوزاد ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده، د موسی قلعه ولسوالۍ یوازي دولتي تعمیرونه ددوی په لاس کې دي، او همداسي د کجکي ولسوالي ۲۰ سلنه د دولت او پاته سیمه د طالبانو په لاس کې ده.

نوموړي وویل چې اوس د مارجې ولسوالۍ په اطرافو کې شدیده جګړه روانه ده چې اته پوستو سقوط کړی او جګړه لا دوام لري، که مارجه سقوط وکړي، د لښکرګاه سقوط به دومره وخت وانه خلي.

هغه وویل چې مخکې په هلمند ولایت کې د ذولفقار په نامه عملیات وسول، جګپوړي چارواکي له ځانه سره رسنۍ را ولي، د جګړې په ساحه کې انځورونه واخلي، په ملیونو پیسې مصرف کړي، او بیا ولاړ سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

به غلام بچه های صلیبی توصیه میکنم تا دیر نشده به مقاومت ملی مجاهدین/طالبان بیعت نمائید و هم تشویش نکنید ان شاء الله عنقریب کابل و اسلام آباد هم بخیر تق تق چپه میشود .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x