نړۍ

د پاکستان شاهین الوتکي بیړنۍ ناستي ۱۰ مسافر ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د کراچي ښار څخه لاهور ته تلونکې الوتکه د لاهور په هوايي میدان کې بیړنۍ ناسته کړې، چې له کبله یې لس تنه سرسري ټپيان شوي دي.

د پاکستان د شاهین الوتکه هره ورځ د کراچي او لاهور تر منځ څلور داخلي پروازونه لري، چې په نني پرواز کې هم تر سل تنو زیات مسافر په کښي سپاره وه.

د مسافرو په وینا الوتکي د ناستي په وخت کې د ځغاست لیکي (رن وې) څخه واوښتل چې له کبله یې الوتکه زیانمه او لږ تر لږه لس تنه سرسري ټپيان شول.

د پاکستان رسنیو ویلي چې د الوتکي د کښته کېدو پر وخت پيلوټانو د هغه ګېر د خرابېدو خبر ورکړی وو، کوم چې د الوتکې د کوزېدو لپاره کارول کیږي، چې له کبله یې ځمکي ته د الوتکي د کښته کېدو پر وخت یوه پایه وچاودېده او الوتکه د ځغاست لیکي څخه واوښتل.

د کراچي او لاهور تر منځ د دغه پرواز لمبر وو، NL-142. مسافرو ویلي چې د پيښي پر مهال ددوی پر سرونو د لوړو خانو څخه بېګونه را وغورځېدل چې له کبله یې لږ تر لږه لس تنه مسافر سرسري ټپيان شول.

د پيښي له کبله د لاهور هوايي ډګر ته تلونکې الوتکي د ځنډ سره مخ شوي دي.

باید وویل شي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان د الوتکو تر ټول بده پيښه هغه وه، کله چې د کراچي څخه اسلام ته په لاره تلونکې د ایربلو الوتکه د اسلام باد په غرونو کې وغورځېده او په کښي سپاره ټول مسافر ووژل شول.

shaheen_airway2 shaheen_airway1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

گفتگو در چاینل اسرائیلی با داکتر اسرائیلی (مالحوم اخنوف) کسیکه “ستار اکادیمی”را ایجاد کرده. ● سوال اول: امروز چی احساس دارید از اینکه بزرگترین آرزویتان را که ستار اکادیمی است بر آورده کردید و آن هم در داخل دار الاسلام؟ جواب داد: احساسی که توصیف نمیشود، اما خیلی وقت ما راگرفت تا که به هدف ما رسیدیم. ●از او پرسید: منظور تان چیست از اینکه خیلی وقت تان را گرفت؟ گفت: بلی ما سالها مصروف این بودیم تا که این را قدم به قدم در ممالک غربی آوردیم و بعدا به ممالک عربی. و ما میدانستیم که این مفکوره موفقترین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x