نظــر

دپکتيا والي نصرت الله ارسلا ته پرانيستی ليک !!!

اسدالله غيرت

د پکتيا ولايت محترم والي صيب !
هيله ده روغ او جوړ به ياست

محترمآ تاسو ته بهتره معلومه ده چې د يوه هيواد پرمخيون د همغه هيواد په سالمه ښوونه او روزنه کې نغښتی ده .
محترمآ : د پکتيا ولايت د لرې پرتو ولسواليو د پوهنې دردونکی , له فساده ډک او تش په نوم بهير سړی سحت خپه کوي .

زه پوهيږم چې تاسو جناب څه موده وړاندې د پکتيا ځينو ولسواليو ته سفر درلود .
خو
متاسفانه چې سفر مو يوازې د ولسواليو تر ودانيو پورې محدود و
کاشکې ددې سفر په بهير کې مو د ولسواليو د بيلابيلو ښوونځيو د هغو ګرد وهلو کمکيو زده کوونکو احوال اخيستی وای , کوم چې د شنه اسمان لاندې په خړو خاورو د دولسم ټولګي څخه تش په نوم فارغ شوو استاذانو ته د يو ټکي د زده کولو په موخه ناست دي.

کاش د ولسواليو د پوهنې له فساد ډک مديريتونو ته ورغلی وای , تر څو درته د دوی تش په نوم ټولګي , د ګلاليو ماشومانو د قرطاسيې پلورلو او تش په نوم ښوونکو د مقررولو راز ښکاره شوای وای

جناب والي صيب !
ايا تاسو خبر ياست چې ستاسو تر واک لاندې پکتيا ولايت د پوهنې زيات شمير ښوونځي له هېواده بهر مسافر زده کوونکي هم فارغوي؟

ايا تاسو ته معلومه ده چې د پکتيا په يو شمير ولسواليو کې د پوهنې بهير هغه څوک پر مخ بيايي کوم چې املاء نشي ليکلی ?

زه د يو افغان او پکتياوال په توګه تاسو ته د زړه له درده پورته خبرې ليکم زه د پوهنې په برخه کې د پورتنيو نيمګړتياوو تر څنګ د سلګونو نورو نيمګړتياوو پر شتون سل فيصده باوري يم
او دغه هر څه مې په خپلو سترګو ليدلي دي .

جناب والي صيب !
هيله کوم چې زمونږ له راتلونکي سره روانې معاملې ته د پای ټکی کيږدئ
کنه زمونږ راتلونکې د تباهۍ او بربادۍ په لور روان دی
د پکتيا ميشتو پلرونو او ميندو په خپلو اولادونو پورې تړلې هيلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کيږي.

هغه څوک چې زمونږ له راتلونکي سره يې جفا کړيده او کوي يې بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي
تر څو پکتياوال د دوی له شر څخه په امان کې شي

محترم والي صيب !
بيا هم زه او ټول پکتياوال درڅخه هيله او غوښتنه کوو چې د پکتيا د پوهنې په برخه کې مثبت او کامل بدلون رامينځ ته کړی !

کنه د پکتيا د ګلاليو ماشومانو د بد راتلونکی پوښتنه به د قيامت په ورځ د ستاسو په شمول له ټولو مسوولو چارواکو څخه وشي.
هو
په دې باوري اوسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x