نظــر

په سرو وينو لړلو افغان مړو ذمه واران څوک دي؟

سحربهار

په جنګ کي شکيل دواړه اړخونه (خکومت+طالبان) ظاهرا و سولي ته ځان ژمن څرګندوي, ان طالبانو خو په دا وروستيو کي په خپله اونيزه اعلاميه کي داسپ هم وويل,
” اسلامي امارت باور لري چې د افغانستان مسئله یوازې نظامي حل نه لري، د ظلم، اشغال او تېري دوام د هیچا په ګټه نه دی، جګړه او زورګويي له ویرانۍ او د افغان ولس له ځورونې پرته بله ثمره نه لري، د جګړې اور مظلومان او ظالمان دواړه سوځوي، زمونږ په باور سالم فکر او عقل، عدالت او انسانیت ته رجوع د حل یوازینۍ لاره ده، ”
ولس دلته حيران پاته شي چي دواړه ځانونه د سولي سپيني کوتري هم ګڼی او جنګ د حل لار هم نه ګڼي خو بيا هم مونږ ولس يوه نيمه لسيزه وروسته د جنګ په اور کي سوځو او د سپيڅلی سولی ارمان مو لا هم په زړه پاته دي.
قدرمنو لوستونکو!
نن د ويرجن افغانستان په دا اوږد مهاله ناورين يو سرسريزه نظر کوو ترڅو مالوم کړو چي د افغان د جګړي او ټولو ستونزو لامل او ذمه وار څوک دي.
د دوزره څوارلسم د ديارلسم اکتوبر په ورځ مي د خبرو لوستلو لپاره يو څو انترنيټی خبري ويب سايټونه خلاص کړل چي په يوه دردمن او غمجن خبر مي نظر ولګيد.
• ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۴: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د نیازیو کلا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷ تنه عام وګړي ووژل شول. په وژل شوو کې یو سپین ږیری او یو ماشوم شامل و.
د سوچونو دغي لړي د لسم جولاي 2002م و هغي دردونکي پيښي ته ورسولم چي په روزګان کې ۴۷ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې امریکايي الوتکو په واده بمباري وکړه.
همداراز مي د غمځپلي ولس څو نوري خواښنونکي او دردونکي پيښی را په ياد شوي,
۲۷، ۲۹ اپریل ۲۰۰۷: امریکايي الوتکو د هرات ښار ته څېرمه په زیرکوه سیمه دوه ورځې بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دغې بمبارۍ کې ۱۰۰ کورونه هم ونړیدل.
• ۱۷ جون ۲۰۰۷: د هلمند په حیدراباد کلي امریکا هوايي برید وکړ او ۴۵ ملکي وګړي یې ووژل.
• ۷ جولای ۲۰۰۷: د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په څانگار کلي کې د امریکايي ځواکونو په دوه جلا جلا بمباریو کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول. خلکو د ۱۰ وژل شوو ولسي کسانو مړي ښخول چې پر جنازه بيا بمباري وشوه او شاوخوا ۲۵ کسان پکې مړه شول.
• ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول، چې یوازې ۱۱ تنه له یوې کورنۍ څخه وو.
• ۶ جولای ۲۰۰۸: د ننګرهار په شینوارو سیمه کې د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو د واده مراسم په نښه کړل او ۴۷ ملکي خلک یې ووژل، چې اکثریت یې ښځه او ماشومان وو.
• ۱۴ جولای ۲۰۰۸: امریکايي ځواکونو د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ مرکز ته نږدې کلی بمبار کړ، لږ تر لږه ۳۰ ولسي خلک یې ووژل او ۲۵ کورونه او دوکانونه یې ونړول.
• ۲۲ اګست ۲۰۰۸: ناټو ځواکونو د هرات ولایت د شینډنډ په عزیزاباد سیمه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي د هوايي برید په پایله کې ووژل، چې یوازې ۵۰ تنه یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه هم ونړیدل.
• ۶ نومبر ۲۰۰۸: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د واده په کور بمباري وکړه چې له کبله یې ۴۰ تنه مړه کړل.
• ۵ می ۲۰۰۹: په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې تر ۱۴۰ زیاتو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په وژل شوو کې ډیری ښځې او ماشومان وو.
• ۴ سپتمبر ۲۰۰۹: جرمني ځواکونو په کندز کې د طالبانو له لوري په يرغمل شوو دوو ټانکرو هوايي برید وکړ او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې ووژل، په وژل شوو کسانو کې ۷۰ تنه ولسي خلک وو.
• ۱۸ سپتمبر ۲۰۰۹: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه دوه عام وګړي ووژل.
• ۱ مارچ ۲۰۱۱: د کنړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ننګلام تنګي کې بهرنیو ځواکونو بمباري وکړه او ۹ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د سون توکي (خس او خاشاک) یې راټولول.
• ۲۲ اپریل ۲۰۱۱: د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د سړک جوړونې په یو شرکت هوايي برد وکړ او د دې شرکت ۳ ساتونکي یې ووژل.
• ۲۷ می ۲۰۱۱: د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې بمباري وکړه او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.
• ۲۱ جون ۲۰۱۱: امریکایانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کې بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
• ۲۸ جون ۲۰۱۱: د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مزراباد سیمه کې امریکایانو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې ۶ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.
• ۲۵ جولای ۲۰۱۱: د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ایساف چورلکې ۲ ماشومان او یو ملا امام په ډزو ووژل.
• ۱۳ می ۲۰۱۲: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې په نتیجه کې يې له ۹ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست. په وژل شوو کې ۵ ښځې وې.
• ۶ جون ۲۰۱۲: امریکايي ځواکونو په لوګر کې هوايي برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ ولسي وګړي یې ووژل.
• ۱۵ سپتمبر ۲۰۱۲: د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۸ تنه ميرمنې چې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې، ووژل شوې.
• ۱۳ جنوري ۲۰۱۳: د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۱۶ ملکې وګړي د سهار لمانځه پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول.
د غمجنو پيښو لړي خو اوږده ده خو د ليکني د نه اوږديدو له کبله اکتفاء پري کوم.
ياده دي وي چي د هغي سر شميرني له مخي چې په دې وروستیو کې د واټسن موسسې لخوا ترسره شوې، راغلي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره ملکي افغانان وژل شوي.
قدرمنو لوستونکو!
ايا تاسو د روزګان په څلور لاري کي د حکومت د خوا جوړي شوي وړي مناري په بدل کي د روزګان د ودونو شهيدان هيروي?
ايا تاسو د کابل او کندهار د سرک په بدل کي د امريکا له خوا يوازي په بمباري کي ولسي شهيدان هيروي?
بالاخر ايا تاسو د روغتون د وداني د جوړښت په بدل کي په روغتون کي د امريکايي بمبارد لامله شهيد شوي ډاکټران او ولسي مريضان هيروي? ( کندوز)
پوهيږم چي تاسو افغانان ياست د افغانانو په درد دردمن ياست او ځواب مو نا دي خو راځئ د ولسمشر په ځواب هم ځان خبر کړو,
پورتني تفصيل او ټولي پوښتني د افغانستان پخواني وزير خارجه وکيل احمد متوکل له ولسمشر څخه په يوه جمله کي پوښتلي دي,
د سبا فکر په پنځمه غونډه کي سابق وزير خارجه وويل.
” اشرف غني ته مي وويل چي جنګ له پيسو سره ده او سوله له فقر سره ده, ته کوم يو غوره کوي, ولسمشر صادقانه وويل چي مونږ ته پيسي مهمي دي. ”
مطلب ولسمشر په روان لوي ناورين او ټولو سرو وينو لړلو مړو خوښ او راضي ده خو چي د امريکي ډالري مرسته و نه دريږي او نوموړي د ولسمشر په نوم ياد او پاته شي.
همداراز متوکل صاحب زياته کړه, ” ما اشرف غني ته د سولي په اړه يوه طرحه ورکړه، چې خلاصه يې دا وه چې منځګړتوب بايد وشي، ځکه مخامخ سوله مشکله ده. همدا طرحه مې طالبانو ته هم ولېږله. انتظار مې دا و، چې د غني ځواب به ژر راشي. د طالبانو نظر څو هفتې وروسته راغی، نيمه مثبت و. هغوی ویلي وو، تر اوسه د سولې کار نه دی شروع شوی، چې شروع شي له دغو اشخاصو څخه استفاده کوو، چې تاسې ورته اشاره کړې. د غني ځواب وځنډېدی، د قیوم کوچي له خوا مې استطلاع وکړه، ځواب منفي وو. هغه راته وویل، چې يا به سوله مخامخ کېږي، او يا دا چې نه يې کوو. پاکستان مجبوروو، چې طالبان راسره کینوي. هماغه وو په مري کې يې د طالبانو د صحت مسول سياسي خبرو ته کيناوه، دغه حالت ته په پام سره، جنګونو شدت پیداکړی، ماته سوله نژدې نه ښکاري)). ښاغلی متوکل د سولې په لار کې له یو شمېر نورو خنډونو څخه هم یادونه کوي او وايي، د سولې دوه نور عمده موانع، د بهرنيو اشغالګرو موجوديت او بل انانيت او ټول غوښتنه يا ځانغوښتنه ده.
قدرمنو لوستونکو!
د دي پوښتني ځواب يي اوس په تاسو چي په سرو وينو لړلو افغان مړو ذمه واران څوک دي.
که لاسونه سره ورکړو او زړونه سره يو کړو,
دا بوټی به لونګ شی او دا کاڼی لعلونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x