افغانستانخبرونه

بې پولي ډاکټران: د کندوز پر روغتون د بمبار څېړنه له پامه غورځول شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشره وايي چې نړيوالې ټولنې د کندز پر روغتون د بريد دبې پرې څېړنې او تحقيقاتو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشره وايي چې ښايي په کندز د امريکايي ځواکونو هوايي بريد يو جنګي جنايت وبلل شي خونړيوال يې د څېړنې په اړه تر اوسه چپه خوله دي.

د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشرې جيون ليو له رويټرز خبري اژانس سره د يوې تازه مرکې په ترڅ کې ويلي چې دوی له شاوخوا ۷۶ هېوادونو څخه وغوښتل چې د کندز د روغتون د پېښې پلټنه وکړي او د بې پولې ډاکټرانو ملاتړ وکړي خو نوموړې وویل چې (نړۍ ددوی غوښتنه له پامه غورځولې ده)

جيون ليو ويلي چې په دغه بريد کې چې تېره مياشت ترسره شو د دوی د ۱۳ تنو روغتيايي کارکوونکو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي وو.

نوموړې ويلي چې په دې اړه د نړېوالې ټولنې خاموشي له خجالت نه ډک عمل دی.

ميرمن جيون ويلي چې مونږ د روغتون په اړه ټولو اړخونو ته ويلي و اوهغوی خبر وو چې په دې سيمه کې روغتون دی او د هوايي بريد څخه د بچ کېدو له پاره مو د ياد روغتون په سر د بې سرحده ډاکټرانو ستره لوګو لګولې وه او دا په کندز ښار کې يوازينۍ ودانۍ وه چې برېښنا يې درلوده او رڼا په کې وه.

نوموړې وويل چې له لومړي بريد وروسته يې اړوندو مسؤلينو ته خبر ورکړ چې تاسو په روغتون بمونه غورځوئ او دا روغتون دی ستاسو کوردينات سم نه دي، تاسو د خپل بريد له پاره خپل سم هدف وټاکئ خو د ميرمن ليو په وينا بيا هم په روغتون بمباري روانه وه.

نوموړې دا خبره رد کړه چې کواګې په دغه روغتون کې د ې د ټپي طالبانو درملنه کېدله او يا دې هم هغوی ورڅخه د سنګر په توګه کار اخيسته.

د يادونې وړ ده چې د بې پولې داکټرانو د ټولنې په وار وار ددې پېښې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه په دې اړه اړوندو ادارو کوم ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x