افغانستان

منصور کورنۍ د ملا رسول د ګوند څرګندونې دروغ وبللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې جمعې په ورځ افغان اسلامي اژانس راپور ورکړ چې د طالبانو له نوي امیر ملا اختر محمد منصور سره مخالفین توانیدلي چې په فراه ولایت کې د ملا محمد رسول په مشرۍ نوی ګوند تاسیس کړي. یاد اژانس چې ادعا یې کوله «ډېرو باخبرو سرچینو» خبر ورکړی، زیاته کړې وه چې د طالبانو له لیکو شړل شوی پخوانی قومندان «منصور دادالله» د نوموړي ګوند د یو مرستیال او د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد پر مهال د یو پیژندل شوي جهادي مشر مولوي نصر الله منصور زوی «شیر محمد منصور» یې د بل مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

خو د مولوي نصر الله منصور کورنۍ له نن ټکی اسیا سره په اړیکه کې څرګنده کړې چې دغه خبر حقیقت نه لري او دوی یې په کلکه ردوي.

د مولوي نصر الله منصور زوی «عبد الرحمن منصور» نن ټکی اسیا ته وویل چې شیر محمد منصور هیڅکله فراه ولایت ته نه دی تللی او نه هم د ملا رسول د مرستیالۍ دنده په غاړه لري. نوموړی زیاتوي چې دوی له دغه جریان سره هیڅ ډول اړیکه نه لري او نه یې په اړه معلومات لري.

نوموړی د مولوی نصر الله منصور کورنۍ په استازیتوب وايي چې «مونږ د مجاهدینو ترمینځ په تفرق او د ډلو په کثرت عقیده نه لرو، د شهید امیر صاحب مولوي نصر الله منصور رحمه الله ټول عمر د مجاهدینو د وحدت په هڅو تیر شو مونږ هم د هغه مسیر ته ځان ژمن بولو او مجاهدین وروڼه د صف یووالي ته رابولو او هغه کوښښونه په کلکه ردوو چې په جهادي صف کی د انشقاق سبب ګرځی».

هېره دې نه وي چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو لوړپوړو مشرانو ملا اختر محمد منصور د نوموړي د ځایناستي او د نوي زعیم په توګه ټاکلی و، خو د ملا محمد عمر مړینه او د ملا اختر محمد منصور د ټاکنې خبر یې له رسنیو څخه دوه نیم کاله پټ وساتل. د طالبانو په لیکو کې یو شمېر کسانو له دوی څخه د دغه جریان په پټ ساتلو نیوکې وکړې او د اعتراض په دود یې له ملا اختر محمد منصور سره په مخالفت لاس پورې کړ.

خو د طالبانو د چارو شننونکو په باور، په دغو مخالفینو کې هیڅ یو یې په سیاسي او نظامي برخه کې د پام وړ ملاتړ نه لري.

تر اوسه دا نه ده معلومه ده چې د ملا رسول په مشرۍ د نوي ګوند د تاسیس راپورونه به څومره حقیقت ولري، خو د مولوي نصر الله منصور کورنۍ لخوا وروستی تردید په فراه ولایت کې د یادې غونډې ټول داستان تر پوښتنې لاندې راوستی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

دالله سبحان و تعالی بې شمېره رحمتونه دي دافغانستان د مؤمن اومجاهد اولس دجهاد دقافلې په سپيڅلي مشر او او سردار ( شهيد نصرالله ) او دده په مجاهده کورنۍ باندي وي. الله سبحان وتعالی دې په ريا او خودنمايي کي نه شماري.شهيد نصرالله منصور تر هرکس زه ښه پيژنم .اوهغه په دې چي کله هغه ( شهيد نصرالله منصور ) شمالي امريکا ته تشريف راوړ، په درست ډول يي نيټه راته ياد نه ده ، فکر کوم چي ۱۹۸۶ او يا ۱۹۸۷ زيږديز کلونه به وه.تر يوې هفتې زيات زما ميلمه وو. ضرور گڼم چي د شهيد مولوي نصرالله… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

مونږ هم داسی فکر کولو ، چه د مشر ملا صاحب د کورنی غړو خو د نوی امیر سره پخلاینه او بیعت اعلان کړو له بیعت کولو وروسته باغی کیدل بیا ولی وشول او د څه د پاره ، او بیا لکه تاسی چه د منصور مولوی صاحب یادونه کړی ، همدارنګه د مولوی داد الله اړه یو وخت له هغه څخه پوشتنه وشوه چه تاسی په کوم اړخ کی یاست هغه وویل چه مونږ د نوی امیر د قوماندی لاندی خپل جهاد ته ادامه ورکوو او ددغه دری واړو نومونه یاد شوی دا معنی چه دا ټول دروغ او… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

ان شاء الله عنقریب اداره دست نشانده صلیبی کابل نابود خواهد شد برای جلوگیری از کشتار مردم مظلوم ستمدیده افغانستان من به تمام مامورین اردو و پولیس توصیه میکنم که لطفاٌ به ملامحمد اختر منصور بیعت نمائید و مخصوصاٌ مامورین سفارتحانه ها راپور هایتان را به غازی ذبیح الله مجاهد صاحب یا دفتر سیاسی قطر ارسال بدارید بخاطریکه اداره دست نشانده اشرف غنی دیوانه آخرین رمق های خود را میکشد ارتباطات تان را با غلام بچه ها قطع نمائید با ملت و مقاومت ملی متحد شوید تشکر عبدالقدیر مهمند

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x