نظــر

کرزیه اربکیه ! لاس دې مات شه

اربکیانله نن څخه کابو څوارلس کاله وړاندې ، هغه مهال چې لا دماشومانو له کتاره نه وم وتلی ، دغزني دشلګر په تاریخي مدرسه نورالمدارس الفاروقیه کې مې دقرانکریم حفظ کاوو ، ما ډیرې مدرسې لیدلي دي خو دې مدرسې یو ځانګړی کیف درلود ، دا مدرسه چې دبنسټ ډبره یې نږدې اتیا کاله وړاندې  دشوربازار دحضرت نورالمشائخ  فضل عمر مجددي په لاس ایښودل شوي ده ، دافغانستان دمدارسو په تاریخ  کې یو بېل او امتیازي مقام لري  .

اوس چې دهماغه مهال په نورالمدارس کې د شپو تیرولو خاطرې راپه زړه کوم ، نو داسې فکر کوم لکه کوم خوندور خوب چې وینم ، سهار به چې په ملااذان را ویښ شوې ،

او د اوداسه په موخه به دحوض به خوا روان وې نو دمدرسې دانګړ په ونو کې به مرغیو  داسې شور جوړ کړی وو چې بل هیڅ غږ به نه اوریدل کیده ، ماد مرغانو داسې خوږ او موزون  غالمغال بل ځای کله هم نه دی اوریدلی ، که به مسجد ته ورغلې نو د سپین قاري صاحب ( مرحوم قاري عبدالفتاح ) په امامت به جماعت ولاړ وو ، قاري عبدالفتاح  دغزني داسپندې هغه سپین روبی قاري چې له دې مدرسې څه په عمر دوه لسیزې مشر وو  او دمرګ تر ورځې  یې دهمدې مدرسې دجومات ( نورالمساجد ) امامت وپاله

قاري عبدالفتاح به  طوال المفصل سورتونه دسهار په لمانځه کې ویل ، په تپه تیاره به یې  جماعت وداروو  او تر هغو به  یې تلاوت کاوو چې رڼا به شوه او دواړه مساجد به له  طالبانو ډک شول .

دورځې به په مسجد کې دقرانکریم دحفظ دشاګردانوملکوتي انګازې وې  ، او په صنفونو کې به درسونه روان وو ماسپښین به دمدرسې په انګړ او شاوخوا کې تکرارونه  ، ګردانونه  او مطالعې روانې وې ، مازدیګر به یوبل هیښوونکی او له هیجانه ډک ساعت وو ، یوډله طالبان به  دمدرسې په شاوخوا کې په فوټ بال ، والي بال یا بله  سپورتي لوبه بوخت وو ، څوک به په مسجد کې په خواجه ختم  وظیفو او مراقبو بوخت وو ، او نورو ډیرو به په  دښته کې هاخوا دېخوا قدم واهه ، او وطن به یې ښایسته کړی وو .

دنورالمدارس د طالبانو په منځ کې ما ډیر داسې متقي او کمالداره طالبان ولیدل چې دولایت او روحاني نبوغ  علامې په کې روښانه اوله ورایه ځلیدلې  ، دهغوی له جملې یو دغزني دقره باغ دباران کلا عبدالرؤف وو ، چې په عمر کشر خود تصوف خورا اوږده مدارج یې طی کړي وو ، عبدالرؤف په ښه غږ ، ښه صورت او ښه سیرت سربیره یو لایق طالب هم وو چې په دې کال دشپږم صنف په اول نمره مشهور وو ، دعبدالرؤف کشر عمر ، عالي صفات او استعداد چې ما لید نو ددین او وطن دراتلونکې ستره سرمایه مې باله ، خو څه خبر چې داسې اوښتون به راځي چې زموږ ډیر درنې سرمایې به په بې توبیره توګه رژوي ، عبدالرؤف له تیرو شپږو کلونو راهیسې دپل چرخي په زندان کې بندي دی ، او دری کاله وړاندې یې دکابل رژیم دپولیسو دګازي  برید له امله دواړه سترګې هم له لاسه ورکړې ، خو خدای تعالی دانازولی او پرهیزګار  بنده په داسې حال کې چې دواړه سترګې یې له لاسه ورکړې لاهم  دبشر دمدعیانو په محکمه کې  دبښنې وړ نه دی ، نو ځکه ترنامعلومې نیټه  زندان ته اچول شوی دی .

دنورالمدارس  یو بل طالب  چې په هغه کال د یوولسم صنف دوهم نمره یادیده ، ملا اسحاق داندړو اوسیدونکی وو رینګړۍ ږیره  اوږدې څڼې او غلی طبیعت مې یې اوس هم نه دی  هېر ، دملا اسحاق په اړه مې بیا واوریدل چې دامریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې یې دشهادت جام نوش جان کړ .

خو یو بل طالب چې زه یې فراق ددې کرښو لیکلو ته اړ ایستم  ملاذبیح الله زهیر  وو ، دماښام له لمانځه وروسته به چې موږ  دنورالمدارس په مسجد کې دقرانکریم دحفظ په نیت قران کریمونه راواخیستل ، نو یوطالب چې اکثره وخت به یې توره پګړۍ تړلې وه ترډیره به دلمانځه په ځای مراقبه ناست وو ، وروسته  به یې له سره پټو ایسته کړ ،  د روښانه تندي خولې به د مسجد دبرق رڼا ته وځلېدې ، او په آهسته ګامونو به د دروازې به خوا روان شو، ملا ذبیح الله چې همدا یې دفراغت کال وو  په خپل صنف  دولسم کې  دوهم نمره وو ، نه یوازې یې علمي نبوغ او ذکاوت درلود بلکې دسیرت ښکلا او باطني کمال یې هم درلود ، له وچو هډوکو جوړ دا سپین پوستی طالب به زموږ اطاق ډیر راته زموږ داطاق یو طالب دنوموړي همدرسه او خوږ ملګری وو ، د ده  خوږ مجلس  او دټیټ غږ خبرې  زما اوس هم په زړه دي  ، ملاذبیح الله دغزني داندړو ولسوالۍ دمرکز  میري اوسیدونکی وو ، چې الله تعالی پرې د ظاهري او باطني ښګیڼو باران په شیبوشیبو ورولی وو .

لوړ علمي استعداد ، ژور باطني نبوغ ، ښایسته اخلاق ، عجز ، درنښت  او تر وروستۍ کچې تقوی دملا ذبیح الله هغه صفات وو چې  نوموړی یې په ډیرو زړونو منلی وو .

په هغه ورځ چې ملا ذبیح الله  زهیر دنورالمدارس مدرسې څخه د دولسم صنف  دفراغت سند ترلاسه کاوو ، او لویه جلسه رابلل شوې وه، نوموړي له دې سره چې دفارغینو په کتار کې وو او  دفراغت چپنه یې اغوستې او پګړۍ یې ترسر وه دجلسې  دانانس دنده یې هم پرمخ وړه ، دنوموړي شاعرانه او ادبي استعداد مې په همدې ورځ ولید کله یې چې په مسلکي ویاندۍ او في البدیهه شاعرۍ سره دسټیج نظامت دندې ته په زړه پورې رنګیني وربښلې وه .

دخدای تعالی په دې رښتني او تقوا داربنده  باندې مې وروستی ځل سترګې په هماغه ورځ خوږې شوې ، ملاذبیح الله زهیر له دیني فنونو دفراغت دستار ترسر کړ ، وروسته مې له لرې لرې دنوموړي پوښتنه کوله ، چې اوریدل مې ښه دی  او په تعلیم او تعلم بوخت دی ، وروستی ځل مې واورېدل چې ملا ذبیح الله زهیر له خپل کلي میري څخه تللی او دګیرو ولسوالۍ دشیلې په کلي کې یې امامت نیولی او یوه کلیواله مدرسه یې هم جوړه کړې چې ډیر طالبان ورسره دیني کتابونه وایي .
څو ورځې وړاندې مې په نن ټکی اسیا ویب پاڼه کې ولوستل چې په ګیرو کې دشلګر اربکیانو دملا ذبیح الله په نامه یو دیني عالم له  خپلو څو طالبانو سره شهید کړی دی ، مګر نن راته چا وویل چې شهید شوی تن هماغه مولوي ذبیح الله زهیر دی .

ددې خبرې په اوریدو مې باور وکړه زړه داسې درد وکړ ، لکه  دځمکې په سر مې چې ترټولو سکه قریب  چا وژلی وي ، څو شیبې ددې  سپیڅلي طالب په تیرو یادونو کې ډوب شوم او وروسته مې پوښتنه وکړه چې  دا دخدای تعالی رښتینی دوست کومو ظالمانو شهید کړ او په څه ګناه ؟؟

د اوریدو له قراره کیسه داسې وه چې د  ۲۰۱۲ کال دنومبر په ۱۸ نیټه یو ډله دشلګر اربکیان دامریکایي ټانګونو سره یوځای  په شپه کې دګیرو ولسوالۍ دشیلې کلي ته ورغلي دي ، سهار مولوي صاحب ذبیح الله له کوره مسجد ته راغلی چې کلیوالو ته دسهار دلمانځه  امامت وکړي ، کله چې مولوي ذبیح الله  دلمانځه تکبیر ویلی په داسې حال کې چې دسهار لمونځ یې پای ته نه دی رسولی یو ډله اربکیان په مسجد ورننوتي او په مولوي ذبیح الله یې دلمانځه په مابین کې برید کړی ، نوموړی یې نیولی لاسونه یې ورتړلي او له څو طالبانو او کلیوالو سره یې یوځای  له ځانه سره بیولی دی ، څنګه چې له امریکایانو پرته اربکیان  په دې سیمه کې ګوزاره نه شي کولای نو دامریکایي قواوو له تګ سره اربکیان هم له سیمې تللي دي ، او له دې پیښې دوه ورځې وروسته دمولوي ذبیح الله زهیر شهید  جسد دشلګر داربکیانو په یوه کلي ابراهیم خیلو کې په داسې مهال موندل شوی ، چې لاسونه او دبدن هډوکي یې دوهلو له امله مات شوي  ، په مخ  او سترګو په مرمیو ویشتل شوی او په سخته بي دردۍ  په شهادت رسول شوی دی  ( انا لله وانا الیه راجعون )

لوستونکو !  تاسو به هغه حدیث قدسي اوریدلی وي چې الله تعالی فرمایي (من عادا لي ولیا فقد آذنته بالحرب )( څوک چې زما له ولي سره دښمني وکړي ، نو زما لخوا ورته جنګ اعلان دی )
زه قسم درته کوم چې ملا ذبیح الله نه په نسب راشریک دی ، نه په قوم راګډدی  نه په ولایت یا ولسوالۍ راګډ دی او نه یې په ټول عمر دیوې تسپې دنیوي ګټه رارسیدلې ده ، خو خاص دهغه ذات په خاطر وایم چې شهید ملا ذبیح الله زهیر یې  بندګي قبوله کړې وه او په زړه کې یې ورسره محبت ساته ، چې  دخدای تعالی دغه پاک بنده له سوچه ( ولی الله )  پرته بل څه نه وو ، ددې خبرې دثبوت لپاره دا کافي ده چې دنوموړې  دڅيرې په لیدلو به الله تعالی دریادیده ، او باطني پاکوالي یې په هر مجلس کوونکي داسې اثر ښنده چې په سترګو به لیدل کیده .

مګر نن په خاک پاک اولیاء ( غزني ) یا ټول افغانستان کې حالات دې ته ورسیدل چې دخدای تعالی داسې سپیڅلي بندګان  ترټولو داشد مجازات او بوږنوونکي قتل لائق بلل کیږي .

زه دلته دا بحث نه راسپړم چې دمولوي ذبیح الله  قراني سینه چا په مرمیو غلبېل کړه او په دې وحشي جنایت کې مباشر لاس دچا وو ، خبره  دا کوم چې چا حالات تردې سرحده ورسول چې دانسان په بڼه یو وحشي ځناور  راولاړیږي ، او دځمکې دسر په ترټولو سپیڅلي زړه  وارونه کوي .

زه چې دشلګریاټول افغانستان خلک پیژنم دوی دبل هرچا په نسبت دعالم  ، امام او هرمسلمان او متدین قدر او منزلت ښه پیژني ، مګر نن چې په همدې خاوره کې دهمدې سیمې  یو ترټولو پاک ، مسلمان او متدین بچی په سپینه ورځ  دالهي مناجات له منځه  راپورته کیږي ، او بې له پوښتنې وهل کیږي ، تعذیبیږي او له ایمانه ډکه سینه یې په مرمیو غلبېل کیږي ، او دومره څوک نشته چې پوښتنه یې  وکړي ، چې ولې ، چا او په کوم جرم ؟؟؟  آیا دا دتأمل وړ نه ده .

دشهید ملاذبیح الله زهیر په اړه کره معلومات دادي چې دشلګر اربکیانو په شهادت ورساوو ، اربکیان دپیټراییس دپروګرام له مخې دکابل رژیم  لخوا دپخوانیو جګړه مارانو په ملاتړ رامنځته شول ، اربکیان زیاتره هغه لاابالي ټوپکمار دي چې په بحث او خبرو نه ارزي ، نوځکه زما خبرې هغو ته راجع دي ، چې داربکیانو ، امریکایي یرغل او په ټوله کې دکرزي داربکي رژیم اخلاقي ملاتړ کوي او په یوه قسم داقسامو یې تنخوا خوري او ورته خدمت کوي .

دوی که  پوهان دي یا ناپوهان ، که لیکوالان  دي که شاعران ، که عالمان دي او که امیان ، که د مدرسې فارغین دي که دپوهنتون ، که ځان غرب پال بولي که اسلامپال او یا که بل هرڅوک دي ، باید په دې پوه شي چې دداسې ورځنیو جنایاتو له  دنیاوي ، تاریخي او اخروي مواخذې څخه کله هم په دې ځان نشي خلاصولی چې دوی په دې ورځنیو جنایاتو کې مباشر لاس نه لري .

دغه دمغزو خاوندان چې ځان ته خورا درنې ډبرې ږدي او هره ورځ د ( تو مرا ملا بګو مه تو را حاجي ) په دود یو بل لمانځي  او په ټولنیز حیثیت کې یې له ځانه  دپاچا خوسکیان جوړ کړي دي ، خو بیغمه داربکي رژیم تنخواګانې هضموي ، او د دې ظالمانه رژیم  د ماشین دپرزو رول ادا کوي ، کله به هم دمظلوم ذبیح الله غوندې  دزرګونو افغانانو د وینو له پور څخه ځان خلاص نه کړای شي ، دوی که هرڅو خپلې لمنې سپینې بولي مګر ددوی لمنې زموږ دهر شهید په وینو سرې دي ، دوی زموږ دهرې کونډې په ځور ، زموږ دهریتیم په کړیکو او دهرشهید په شهادت کې لاس لري .

په پای کې به داربکي رژیم او صلیبي یرغل ټولو سیده او ناسیده ملاتړو ته ووایم چې تاسو دملا ذبیح الله زهیر غوندې  دالله تعالی دیوه رښتیني دوست په شهادت رسولو سره په مستقیم یا نامستقیم ډول دومره ستر قتل ،داسې لویه ګناه او دومره  ظالمانه جنایت کړی ، چې که الله تعالی ته رجوع ونه کړئ او توبه ونه باسئ نو دټولو جهنم ته دغورځیدلو لپاره کافي دی ، ځکه الله تعالی ته ددرستې نړۍ پناه کیدل دومره اهمیت نلري لکه دیوه مظلوم دوینې ناحقه تویول .

که غواړئ چې له ابدي هلاکت  او دغو ورځنیو مظالمو کې له شرکت څخه ځان خلاص کړئ ، باید چې له کفارو او اجیرانو سره یې پریکون وکړئ ، او که  بیا هم په دې اتڼ کې پاته کیږئ ، نو باخبر چې جنایات او قتلونه به اربکیان کوي مګر دصف دملګرتیا له امله به تاسو هم په کې ککړ او مسؤل یاست  .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x