افغانستاناقتصاد

چين له افغانستان سره درې بېلابېل تړونونه لاسليک کړل

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل):  د چين د ولس مشر مرستيال له افغانستان سره د اړيکو د ټينګښت په خاطر افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغلی.

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او يو شمير نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره وليدل او په ځينو مسايلو يې خبري وکړي.

د چين او افغانستان دوستي وروسته له هغې د پخېدو او پراخېدو په حال کې ده چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په تګلاره کار کيږي.

په دغه سفر کې د چين د ولس مشر مرستيال (لي يون چو) له افغانستان سره ځينې تړونونه لاسليک کړي دي چې په اړه يې لي يون چو وويل چې ((چين د افغانستان يو ښه همکار دی او کوم تړونونه چې د افغانستان او چين تر منځ لاسليک شول د يوې ژورې دوستۍ څرګندونه کوي))

د چين د ولسمشر مرستيال وويل چې چين د افغانستان په بيارغونه، امنيت او پرمختګ کې د همکارۍ کولو هيله مند دی.

د چين او افغانستان د دغو نويو تړونونو له مخې به چين په امنيت، کور جوړونې او د تعليمي بوروسونو په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.

د امنيت په برخه کې به چين د کابل په دروازو کې امنيتي سکينرونه لګوي ترڅو کابل ته په تلونکو موټرونو کې چاودېدونکي توکې د کابل ښار ته ونه لېږدول شي.

د کورجوړونې په برخه کې چين په کابل کې لس زره کورونه جوړوي تر څو اړو خلکو ته د اوسېدو له پاره ورکړل شي.

په دغو کورنو به ۵۰۰ ميليونه يوان چې نږدې ۸۰ ميليونه امريکايي ډالره کيږي لګښت راځي . او همدا راز يې په تعليمي برخه کې هر کال د ۵۰ نورو بورسونو ورکول منلي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم چين ۳۰۰۰ تعليمي بورسونه افغان محصلينو ته ورکړي دي.

چين په خپل هېواد او ګاونډيو هېوادونو له پاره د (یوې لارې) تر عنوان لاندې يوه تګلاره په کار اچولې چې له مخې به يې په چين او ګاونډيو هېوادونو کې د بيا رغونې،اقتصادي پرمختګ او تعليمي برخه کې چين او نورو هېوادونو ته کار وکړي.

ولسمشر غني له افغانستان سره د چين د مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان او چين تر منځ دوستي به هميشنۍ وي او د چين د نوې لارې سياست د ستاينې وړ دی ځکه چې دا دسيمې د هېوادونو له پاره د یوه کمر بند حيثيت لري تر څو ټول هېوادونه په هر لحاظ خوندي او پرمختللي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x