ادبي لیکني

ناچله ( لنډه کیسه)

شعیب شاهین
ګنه ګوڼه ډیره وه,موټر کرار روان ول.دسړک دڅنګ هغو ماشومانو چې په موټرو به یې صافي تیرولې او خلکو به بیا یوه دوه روپۍ په لاس کې ورته نیولې توجه دځان په واړوله. یو نوی ماډل موټر ګڼې ګوڼې ته نژدی شو, ماشوم ورمنډ کړه په ټول موټر راتاوو شو او یوه سپکه صافي یې پرې تیره کړه. او بیا یې وچې سترګې د موټر وان په لور چې دمنځنی عمر سړی و نیولې وې.
له شاتني سیټ نه یوی په عمر نسبتآ پخې ښخی غږ کړ. -څه وایې؟هسې روپۍ غواړې؟
-روپی… ته ودریږه چی زه روپی ورکړم. -هه دا ورکړه چی خوشاله شی. -څه دا پنځوس روپی… سړی په لاس کی ښکته او پورته کړې یو دم دواړه په خندا شول، پیسې یی د ماشوم په لور ونیوېی,ماشوم په بیړه لاس ور واچاوه او منډه یې کړه,له سړکه پورې تیر شو او څو نورو ماشومانو په ډله ورننوت. ای هغه موټر وینئ کنه, هغه یو پنځوس ګون راکړ, دغه ده وګوره. په دوی کی چی یو نسبتأ لږ لوی ښکاریده وویل ته کوم راوښایه. ماشوم زر جیب ته لاس کړ پنځوس ګون یی راوویست او خپل ملګری ته ونیو. والکه هسی ورته ټوپونه وهې دا خو ناچله ده, وګوری. -څه ناچله ده. -هو کنه نه یې وینې ټولو یو ځای په زوره وخندل,دماشوم په سترګو کی اوښکې ډنډ شوی,په ژړغوني غږ يې دشونډو په سر څه وویل. خپلې اوښکې یې په لمنه پاکې کړې. یو ملګری یې څنګ ته ورغی غم مکوه یاره ته یی په بل چا ووهه ,ماشوم د ځان سره موسکی شو خپله صافی یی راواخیسته او غلی دملګرو نه جدا شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x