
غزل – جمال ثاقب
جمال ثاقب
ژوند ته د سندرو سراب راوله
مینه په سپېڅلي عذاب راوله
اوښکې دې په سترګو کې ایسارې دي
راشه! د دردونو سېلاب راوله
دا ځلې په تلو-تلو کې راوګوره!
دا ځلې یو بل انقلاب راوله
سوال مې له مودو پر ژبه پاتې دی
نن خو دې پر شونډو ځواب راوله
ځه! د خپل جمال رنګونه واړوه
ځه شاکره! هغه جناب راوله
————
جمال ثاقب
ننګرهار، جلالکوټ