افغانستانخبرونه

کونړ: د پخواني کمونیستي رژیم د یوه قومندان د اعدام غوښتنه وشوه

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د کونړ ولايت يو شمېر اوسېدونکو په کونړ کې د سلګونو افغانانو په وژنو تورن صديق عالميار د اعدام غوښتنه وکړه.

د کونړ ولايت مرکز اسعد اباد کې سلګونه تنه ددې له پاره راټول شوي وو او د صديق عالميار د اعدام غوښتنه يې کوله، لاريوون کوونکو وويل چې صديق عالميار په ۱۳۵۸ لمريز کال چې نوموړی د کمونستي رژيم د ۴۴۴ قطعې قوماندان و د ۱۲۶۰ تنو افغانانو په ډله ييزه وژنه کې نيغ په نيغه لاس درلود او له وژنې وروسته يې د بلډوزرونو په وسيله په ډله ييزه توګه په دوه قبرونو کې خښ کړي وو.

په کابل کې د هالينډ سفارت ويلي چې صديق عالميار يې د روان کال د اکتوبر په ۲۷ مه نېټه په هالينډ کې د هالينډي پوليسو له لوري نيول شوی.

د سفارت په خبر پاڼه کې راغلي چې عالميار په ۱۳۵۸ لمريز کال د وري په ۳۱ مه نېټه د کونړ ولايت د کرهالې او دم په کليو کې د ۱۲۶۰ تنه بې ګناه افغانان وژلي دي.

د هالينډ محکمې او څارنوالۍ ويلي چې د پېښې عيني شاهدان دې له دوی سره په دې اړه معلومات شريک کړي.

دخاور په نامه د پېښې يو عيني شاهد رسنیو ته ويلي چې ((د کمونستي رژيم د حکومت عسکر د کرهالې او دم کليو ته راغلل دکلي خلکو ته يې وويل چې د دولت استازي درسره خبرې کوي، د ښځې ، ماشومان او سړي يې ټول ديو جومات مخې ته په يوه ميدان کې راټول کړل او هلته يې پرې ناڅاپه ډزې وکړې او ټول يې له مخې ووژل او وروسته يې په بلډوزرو کندې ورته وويستې او ټول يې په کې ښخ کړل))

خاور وويل چې په دغه پېښه کې دده د کورنۍ هم پنځه غړي وژل شوي دي،نوموړي د هالېنډ له حکومت څخه غوښتي چې صادق عالميار ددغې پېښې مسئول دی او بايد اعدام شي.

د مولوي عبدالله بهاري په نامه يو بل تن هم وويل چې د کرهالې په ټول وژنه کې دده پلار،څلور ترونه او دماماګانو د کورنۍ ۲۶ تنه د صديق عالمیار په امر چې د کومانډو ځواکونو مشر و، وژل شوي دي

مولوي عبدالله ويلي چې د کرهالي په کلي کې يوازي هغه څوک ژوندي پاتې و چې په دې ورځ په کلې کې نه و موجود او چېرته په سفر وتلي وو.

مولوي بهار وويل چې د کرهالې په ټول وژنه کې د کمونستي رژيم شل تنه لوړ پوړي چارواکي لاس لري چې ځينې يې مړه او ځينې يې ژوندي دي او لاهم په افغانستان او ځينې نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

نوموړي ددې سترې فاجعې د قاتلينو په نيول کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې که ددغې سترې فاجعې عاملين محاکمه نه شي دا به له دې شهيدانو او د دوی له کورنيو سره ستره جفا وي.

د يادونې وړ ده چې د کمونستي رژيم د واکمنۍ پر مهال دا ډول ډېرې پېښې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوي چې نمونې په بېلابېلو سيمو کې موجودې دي چې اوس هم کله ناکله د ځينو کېندنو او يادښتونو پرمټ ځينې قبرونه او شواهد موندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

صدیق عالمیار څه کوی چی په ضد مظاهره کوی او په ځان ملنډی وهی هغه خو یو ترینه لیری او بل په خارجی هیواد کی بندی ده چی لاسرسی یی ورته ناممکن ده ددا اوسنی لاسپوڅی امریکایی جکومت اکثره لوړ پوړی چارواکی هماغه پخوانی جنایتکاره کمونست جنرالان دی ددوی په ضد او دهاغه چا په ضد چی افغانان یی د اسلام او جهاد تر نامه لاندی له دوی سره مبارزی ته هڅول او اوس ورسره دبل کفر ترچتر لاندی په یوه چوکی ناست دی باید مظاهره وکړی او د اعدام غوښتنه یی باید وکړی ددوی هم د هر یو لاس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x