افغانستان

کابل پوهنتون لا هم رخصت دی

کابل پوهنتون

په داسې حال کې چې محصلین او زدکړیالان په نوره نړۍ کې د هر ډول ګوندي او مذهبي شخړو څخه ګوښه ساتل کیږي ترڅو په یوه سالمه او د هر راز اسانتیاوو نه په برخمنه فضا کې خپلې زده کړې او تحصیل په هوسا ډول سرته ورسوي، د کابل پوهنتون محصلین د مذهبي شخړو په ټس کې خپلې درسي ورځې په کور تیروي.

څو ورځې وړاندې په کابل پوهنتون کې د سني او شیعه محصلینو ترمنځ سخت اخ و ډب رامنځته شو.

د کابل پوهنتون محصلین وايي چې د عاشورا له مراسو څو ورځې وړاندې د حامد کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي په خپلو هزاره پلویانو وسلې ویشلې وې ترڅو د لیلیې په مسجد کې د مذهبي مراسمو د لمانځنې پرمهال د ممکنه مخالفت په وړاندې غبرګون وښيي. د راپورونو له مخې د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ هغه وخت اخ وډب رامنځته شو چې د مرستیال رئیس جمهور د توقع سره سم کله چې دغو مسلحو شیعه محصلینو د پوهنتون د لیلیې په مسجد کې د عاشورا مراسم لمانځل غوښتل د نورو محصلینو له خوا د ممانعت سره مخامخ شول.

له دې پیښې سمدستي وروسته د کابل حکومت د محصلینو لپاره لس ورځې رخصتي اعلان کړه، خو د عالي تحصیلاتو د وزارت چارواکي وايي چې ددې رخصتۍ هدف د شخړو د ادامې مخنیوی او د پیښې په اړه تحقیقات کول دي.

د یو شمیر افغانانو له خوا د کابل حکومت ته ګوته نیول کیږي چې په لوی لاس افغان محصلین په ورته شخړو کې ښکیلول غواړي.

د کابل پوهنتون زیات محصلین په دې نظر دي چې د امریکایان د یوې پلان شوې توطئې له مخې د محصلینو په منځ کې د ګوندي او مذهبي شخړو اور بلول غواړي او د رئیس جمهور کرزي اداره ددې پلان د پلي کوونکي رول په غاړه لري.

څو میاشتې وړاندې د رئیس جمهور حامد کرزي په فرمان د تعلیم او تربیې پوهنتون نوم د هیواد په سیاسي تاریخ کې د یوې لانجمنې څیرې (پروفیسر برهان الدین رباني) په نامه واړول شو، چې د محصلینو سخته غوصه ئې راوپاروله او هغوی دا هم یوه پلان شوې دسیسه وبلله او بیا ئې د دولت ددې ګام په وړاندې سخت اعتراضونه وکړل او تر ډیره وخته محصلین له زده کړو پاتې، او په مظاهرو بوخت وو.

کله چې طالبان په افغانستان واکمن ول د شیعه او سني مذهبو پر سر شخړو او جګړو بیلګې په نشت حساب وې، د دې تاوتریخوالو او جګړو اور له هغه وخت بل شو چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو د طالبانو امارت ونړاوه او په افغانستان کې ئې د ځان لپاره د پل ایښودو ځای پیدا او د حامد کرزي حکومت تشکیل کړ.

پروسږکال د کابل د ابوالفضل په زیارت کې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو د لمانځنې په ترڅ کې یوه درنه چاودنه وشوه چې په لسګونو کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې وه. که څه هم ځینو غربي رسنیو دا یوه سرښندونکې چاودنه وبلله او پړه ئې په طالبانو واچوله خو د کتونکو قاطع اکثریت په دې نظر وه چې دغسې چاودنې هغه څوک کوي چې غواړي په هیواد کې شیعه ګان او سنیان یو د بل په مقابل کې ودروي او په خړو اوبو کې خپل ماهیان ونیسي.

د کابل پوهنتون یو شمیر محصلینو د نوم د نه خپرولو په شرط نن ټکی آسیا ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د وروستیو شخړو تر شا د کابل حکومت قوي لاس لري او حتی د پوهنتون بعضې اداري چارواکي د حکومت په اشاره کوشش کوي د محصلینو په منځ کې د سیاسي، ګوندي، او مذهبي دښمنۍ تخم وشیندي.

ویل کیږي چې امریکایانو په عراق کې هم د عین توطئو څخه کار اخیست او تر ډیره حده په خپل هدف کې بریالي شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x