نړۍ

د افغانستان څخه ور ګرځېدلي ۵۹ کاناډايي عسکرو ځان وژنه کړې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د کاناډا پوځي چارواکو وروسته تر ډیرو ناندریو د خپل هغو پوځیانو په اړه معلومات خپاره کړه، چې په افغانستان کې د دندي تر سره کولو وروسته یې په خپل هیواد کې ځان وژنه کړې.

د کاناډايي ځواکونو له خوا یوې رسنۍ ته په لیږل شوي معلوماتو کې د ۵۹ تنه هغه عسکرو معلومات را ټول شوي چې د دندې پر مهال یې د رواني ناروغیو له کبله ځانونه وژلي دي.

د کاناډايي رسنیو د خبر سره سم په دغه ۵۹ تنو کې ۵۳ تنه د ځان وژني پر مهال هم د پوځ په لیکو کې په دندو بوخت وه.
ددې تر مخه یوه کاناډایي خبري اژانس ګلوب اینډ مېل ویلي وه چې دوی ته د ۴ څلورو داسي عسکرو د ځان وژني معلومات شوي چې په روان کال کې د خپلو عسکري دندو پر مهال ځانونه وژلي.

کاناډايي ځواکونو د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۱۳ پوري د کندهار په ولایت کې دنده تر سره کړل، چې په دغه موده کې ددوی د رسمي احصائیې له مخي ۱۵۸ تنه عسکر ووژل شول، ویل کیږي دغه عسکر په افغانستان کې د سختو جګړو، د ملکي وکړو پر وژنه، د افغانستان د ماحول او خپل دښمن سره د نابلدتیا له کبله په رواني ناروغۍ اخته شوي.

باید وویل شي چې ډېر شنونکي او د پوځي چارو کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیانو د وژنو پر شمېر شکونه څرګندوي او زیاتوي چې په افغانستان کې د جګړې ټول ښکېل اړخونه د خپلو قربانیانو په شمېر کې د کمښت او خپل د مخالفینو د وژنو په شمېر کې د مبالغې څخه کار اخلي.

د ګلوب اینډ مېل خبري اژانس ویلي چې د کاناډا پوځي ادارې یوازي د هغو عسکرو د ځان وژنو شمېر له دوی سره شریک کړی، کوم چې د ځان وژني پر مهال ددوی سره د پوځ په لیکو کې په دندو بوخت دي، هغه عسکر چې له دندو څخه تقاعد شوي، شړل شوي یا یې په خپله خوښه خپل اړیکي د پوځ سره پرې کړي وي، د هغوی د ځان وژني شمېرې او نفسیاتي حالت په اړه معلومات نه دي را ټول شوي.

د رسمي معلوماتو سره سم په کاناډا کې هر کال ۳۵۰۰ کسان خپل ځانونه وژني.

په دغه هیواد کې ځان وژنه د نارینه وو په منځ کې د سرطان او نورو وژونکو ناروغیو په ترتیب کې د مرګ اوم لمبر علت بلل کیږي، د نارینه او ښځینه دواړو په منځ کې بیا پر لسم لمبر راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x