نادري ناولده

د سعودي باچا ملک فهد پخوانۍ میرمني ۱۵ ملیونه پونډه وګټل

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د سعودي پاچا ملک فهد یوې برتانوۍ میرمني د سعودي د شاهي کورنۍ څخه ۱۵ ملیونه پونډه او په لندن کې دوه کورونه وګټل.

د ملک فهد دغه میرمن «جنان حرب» چې په اصل کې د فلسطین ده، د یوې نصرانۍ کورنۍ سره یې تعلق درلود، په لندن کې اوسیده، د ملک فهد سره یې په پټه هغه وخت واده کړی وو کله چې ملک فهد د سعودي د کورنیو چارو وزیر وو.

جنان حرب چې اوس د برتانیې تابعیت لري، وايي چې د واده تر مخه یې اسلام قبول کړی و.

دغه میرمن وايي ۱۹ کلنه وه، کله چې ملک فهد په کال ۱۹۶۸ کې واده ورسره وکړ.

عبد العزیز د ملک فهد زوی
عبد العزیز د ملک فهد زوی

ملک فهد په کال ۱۹۸۲ د سعودي باچا سو، او په کال ۲۰۰۵م کې د اګست په میاشت وفات سو.

نوموړي خپلو بچیانو ته وصیت کړی وو چې تر مرګ وروسته یې د میرمني خیال باید وساتل شي.

جنان حرب چې د خپلو حقوقو لپاره یې د لندن په یوه محکمه کې قضیه پرانیستلې وه، تیره ورځ یې وویل چې د ملک فهد زوی عبد العزیز بن فهد څخه یې محکمه وګټل، قاضي ددې په حق کې پریکړه کړې، چې په ۲۸ ورځو کې دننه به ۱۵ ملیونه برتانوي پونډه او په لندن کې دوه کورونه ورکول کیږي.

ویل کیږي چې د ملک فهد زوی بیا هم اراده لري چې ددغي پریکړي په خلاف لومړي محکمې ته مراجعه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ته وګوره د هغه حال ده د ټولو اسلامی جکومتونو د حکامو دوی هم دعوه کوله چی مونږ اسلامی او شرعی نظام غواړو او داده اسلامی اجکام تطبیقوو ولی خپل ځان ته یی پام نده چی څه کوی او بی خبره او بی علمه مسلمانان په دوی هم سرونه ماتوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x