نظــر

استراتيژيک تړون د ډانګ او پاڼ په منځ کې

کرزی او اوباما

له نظامې يرغل (رسمي اشغال) څخه پرته د يو هيواد د اشغال لپاره استراتيژيک تړون (غير رسمي اشغال) يوه ډيره په زړه پوري بهانه ده، طاغوتي ځواکونه تل په دې هڅه کې وي چې د استراتيژيک تړون څخه په استفادې يو هيواد اشغال، خپله مستعمره وګرځوي او خپلي ګټي خوندي کړي، په همداسي توګه د طاغوتي ځواکونو لاسپوڅي او غلامان هم د عام ولس د مخالفت، مبارزې او غبرګون له ويرې خپل بادار ته د استراتيژيک تړون له مخې نظامې اډې ورکوي، تر څو له يو لوري خپل بادار خوشحاله کړي، له بل لوري خپل ولس او نړيوالو ته خپل حکومت يو ازاد او مستقل حکومت وروپيژني. په همداسي توګه يو هيواد د اوږد مهال لپاره په غير مرئي ناليدلي توګه مستعمره وګرځي.

نزدې پنځوسو هيوادونو د امريکا په مشري په افغانستان نظامي يرغل وکړو، دوى فکر کول، چې زموږ زياتوالى، نوې ټيکنالوژي، پياوړى اقتصاد او د افغاني ګوډاګيانو مرستي د کاميابي او بري ضمانت ورکوي، نو ځکه دوى نه د روسي جنرالانو په مشورو سر وګرول، نه يې د نوري نړۍ د ماهرينو وړانديزونو ته چندان اهميت ورکړو، او نه يې د اميرالمؤمنين مجاهد ملا محمد عمر په هغه ناصحانه اختار غوږونه څک کړل، چې داسي يې ورته وويل: نوې پرمختللي اسلحې مرګونه کولاى شي، خو له مرګه څوک نشي ژغورلاى.

رښتيا هم د اميرالمؤمنين له وينا سره سم د دوى پر مختلليو اسلحو، نظامي امکاناتو زيات مرګونه وکړو، په ټول هيواد کې يې د قتل، قتال او وژني بازارونه ګرم وساتل، خو دوى يې هم له مرګ څخه ونه ژغورل، هغه مظلومو او له نړيوالي ټيکنالوژي څخه بې برخې خلکو (چې په پيل کې ورته همدا متکبرين د بشر په حقوقو هم قائل نه وو، دوى چې په غرب کې حيوان ته کوم حقوق ورکوي، دلته يې مسلمانانو ته هغه حقوق هم ورنکړو، دوى يواځي وژنه او بندي کيدنه پېژنده او په بس) په دوى داسي تندريز ګزارونه وکړو، چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتي شوه، صليبيان د درنې مرګ ژوبلي له ليدو څخه وروسته په خپله غلطي پوه شوو، خو اوبه له ورخه تيري وې، صليبيان اړ شوو چې له جګړې څخه ځان وباسي او بديله لار ورته په داسي توګه پيدا کړي، چې د دوى ټنډه د شکست په داغ داغداره نشي، نو لومړى يې له بيلابېلو لارو څخه په طالبانو کې د بيلتون او نفاق او د مذاکراتو هڅه وکړه، تر څو له دې لاري طالبان ضعيفه او اختلافات پکښې پيدا کړي، ولې د طالبانو د واضح ، واحد موقف او واحد مقام څخه پرته بل څه يې ونه موندل، بيا يې د اربکيانو او په وروستي وخت کې د ملي پاڅون په نوم د ځينو پخواني مجاهدينو په مرسته د طالبانو د له منځه وړلو په دسيسه لاس پوري کړو، خو دا ټولي دسيسې له ناکامۍ سره مخ شوې. صليبيان له سياسي ډګر څخه تر نظامي ډګر پوري، د جګړې له ميدان څخه د مطبوعاتو او رسنيو تر ميدان پوري په بشپړه توګه له شکست سره مخ شوو.

په دې وخت کې صليبيانو ته د وروستي څرک او اميد په توګه استراتيژيک تړون ورپه ياد شو، چې د نړۍ د نورو مسلمان هيوادونو په څېر له يو لوري په افغانستان کې خپل موجوديت برقرار وساتي او له بل لوري د مرګ ژوبلي او د شکست له بدنامي څخه ځان وژغوري، نو صليبيانو هڅه وکړه، په خورا زيات لګښت، رشوتونو او د خپلو لاسپوڅو په ځانګړو منډو يې د ولسي جرګې د هغه مسلمانانو له لوري، چې له ځان څخه پرته ورته څوک مسلمانان نه ښکاره کيږي، استراتيژيک تړون منظور کړو، د افغانستان په پاکه خاوره يې د صليبيانو ناپاکه قدمونو ته په رسمي توګه د نظامي شتون په مخه د نظامي اډو او کوټونو اجازه ورکړه.

امريکا په استراتيژيک تړون ځکه خوشحاله شوه، چې له مرګونو او تلفاتو څخه وژغورل شوه، نو ځکه يې په ګړندي توګه د قدرت د انتقال لړۍ پيل کړه، په ګڼو ولايتونو کې يې واک ملې اردو ته وسپارلو، تر څو ځان تر خپلو اډو او کوټونو پوري محدود کړي، له بل لوري څخه د موجوده حکومت چارواکې هم خوشحاله شوو، ځکه دوى له طالبانو څخه په ډار کې دي، دوى فکر کوي، که چيرته د طالبانو زور زيات شي، نو د امريکايانو له اډو او کوټونو څخه ورته په ګړندۍ توګه هوايي او که ضرورت وو زميني مرسته رسيداى شي، داخلې چارواکې پوهيږي، چې د امريکايانو د بشپړي وتلو په صورت کې کيداى شي دوى د طالبانو د ګړندۍ او ځپونکو حملو له کبله د بل سهار لمر ونه ويني.

خو په اصل کې هغه څه پيښيږي، چې د الله تعالى اراده وي، طالبانو په تيرو څلورو مياشتو کې د دوى د ځانګړو اډو په خلاف سخت عمليات تر سره کړو، لومړى يې د خوست د صحرا باغ په هوايې ډګر (ساليرنو) ډله ايز فدايې يرغل وکړو، چې په سلګونو خارجي عسکر يې پکښي ووژل، زياته مالي خساره يې ورته واړوله، صليبيانو پوره هڅه وکړه چې نړيوال له دې پېښې څخه ناخبره وساتي، خو لله الحمد نړۍ په دې پوه شوه چې هلته څه تر سره شوو، او څومره مرګ ژوبله ورته واوښته.

دوهمه حمله د بګرام په منځ کې د امريکا د لوى درسيتزانو د مشر په الوتکې تر سره شوه، چې هغه خپله لږ څه کې بچ شو، خو الوتکه يې له منځه لاړه.

درېمه حمله د هلمند په ولايت کې د شوراب په فوځي اډه چيرته چې له اته ويشت زره څخه زيات يرغلګر فوځيان ژوند کوي تر سره شوه، دا ډله ايزه فدايې حمله د تيرو کلونو تر ټولو حملو سخته او تندريزه وه، دښمن ترې تر هغه مهال نا خبره وو، تر څو فدايان د دوى استوګنې سيمي ته ورسيدو او خپله حمله يې پېل کړه، بيس ته يې داسې اور ورته کړو، چې تر څلورويشت څخه د زياتو ساعتونو لپاره بليدو، په دې حمله کې په لسګونو خارجيان مړه او په زيات شمير الوتکې له منځه لاړې. امريکايانو په خپله ومنله چې دوه سوه ميلونه ډالره نقصان ورته اوښتى، ولې زموږ له اټکل سره د دوى تاوان له اته سوه ميلونه څخه هم زيات شوى دى. د برتانيې شهزاده هيري چې په خپل اولس کې د ناوړه کارونو په تر سره کولو او لغړ انځورونو په نشر بدنام شوى وو، د خپل تور مخ د سپيانوي په موخه د شوراب لوري ته مخه کړي وه، تر څو ځان خپل ملت ته اتل معرفي کړي، خو فدايانو داسي منډه ورکړه چې د مخ له سپينيدو څخه مخکې په خپل تور مخ بېرته وتښتېدو.

په زرمت کې له تعمير سره نزدې په امريکايې کمپاين داسي سخته حمله ترسره شوه چې د چاودنې اواز هر لوري ته تر لسو کلومترونو پوري واوريدل شو او يرغلګرو ته زياته مرګ ژوبله او تاوانونه واوښتو.

په همداسي توګه په تيرو دوه مياشتو کې د وردګو په ولايت کې په دښمن ډيرې زياتې خطرناکې طوفاني حملې تر سره شوې، چې د سيد آباد حمله په ځانګړي توګه د يادونې وړ ده، چې په غټه کچه مالي او ځاني تاوانونه يې ورته واړول.

همداسي په ټول افغانستان کې زياتي حملې تر سره شوي دي، دې تندريزو حملو امريکايان له سختو اندېښنو او وارخطايي سره مخ کړي، امريکايان فکر کوي، چې نن زموږ ځواکونه د افغانستان په ولايتونو کې موجود او فعال دي، ملې اردو او پوليس هم د دوى په خدمت کې ولاړ دي، لويې لاري هم د دوى په اختيار کې دي، خو له دې ټولو امنيتي کړيو او امکاناتو سره سره بيا هم په لږ وخت کې په دوى داسي سختي مرګوني حملې تر سره شوي، نو امريکايان وايې که چيرته موږ له ولايتونو څخه په څټ شو او په بشپړه توګه واک ملې اردو ته وسپارو او يواځي تر خپلو اډو او کوټونو پوري محدود شو، او د طالبانو مخه د پخوا په نسبت خلاصه شي، ملې اردو هم د پخوا په نسبت خپل اعتبار له لاسه ورکړى او طالبانو په پکښي خپل کسان ځاى په ځاى کړي، نو بيا د هغوى له فدايانو او تندريز ګزارونو څخه به موږ څوک ژغوري؟

نو ځکه دوى د ډانګ او پاڼ په منځ کې ګير دي، يا به د استراتيژيک تړون سره سم په خپلو اډو او نورو سيمو کې د طالبانو ډانګ او کوتک ته ځان (ک) ټينګوي او يا به له پاڼ څخه ښکته غورځيږي، يعني يا به د طالبانو تندريزو حملو او فدايانو ته ځان ټينګوي او يا به د شکست ټاپه په خپل تندي مني او د کنداريانو په اصطلاح خپله ماتي به مني. او که خپله ماتي نه مني زموږ پرې څه نه دې مني، انګريزانو او شورويانو هم خپله ماتې نه منله خو هله يې په خپله ماتي اعتراف وکړو، چې پراخه امپراتورياني يې له منځه لاړې، د افغاني مسلمانانو د ګزار په پايله کې ګن هيوادونه د انګريزانو له واک څخه ووتو او تر يو وړوکې هيواد پوري محدود پاتي شو، او شوروي له يو درځن څخه په زياتو هيوادونو تقسيم شو.

په پاى کې امريکايانو ته زموږ توصيه ده، چې افغانستان کې له خپل تير لنډ ماضي او د افغانستان له تاريخ څخه عبرت واخلي، نور دي ځان پرې نه خرابوي، خپل هيواد ته دې نور تابوتونه نه نقل کوي، خپل اقتصاد دي نور ويلي کوي، خپل ځان دي په نړۍ کي نور نه بې قدره کوي، په خپل ځان دي رحم وکړي، د استراتيژيک تړون او له نظامي اډو څخه دي لاس په سر شي، افغانستان دي خپلو اصيلو بچيانو ته پرېږدي او د متقابل احترام په بنسټ دي ورسره دوستانه اړيکې پېل کړي. ځکه افغانان لوږي تندي او هر قسم تکليفونه زغملاى شي، د شهادت د مرګ مبارکياني يو بل ته ورکوي، او تاسو خو د نوي ټيکنالوژي پيداوار ياست، نه مو تکليف ليدلى نه يې زغملاى شئ، ستاسو له ژوند سره داسي مينه ده، لکه د طالبانو او په ځانګړي توګه د فدايانو چې له مرګ سره ده. د دې هيواد په تاريخ کې يرغلګرو ښه ورځ نه ده ليدلي او دې هيواد ته د يرغلګرو قبرستان ويل کيږي:

محمد وزیر حیدری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x