افغانستانخبرونه

د ننګرهار په شينوارو کې ۴۳ ښوونځي تړل شوي

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د ننګرهار د شينوارو په سيمو کې د ورستيو ناامنيو له امله ۴۳ ښوونځي تړل شوي چې له امله يې له ۲۰ زرو ډېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د ننګرهار د پوهني رييس وايي چې د روان کال له پيل راهيسې د شينوارو د زون د شپږو ولسواليو په ځينو سيمو کې د نويو وسله والو ډلو د رامنځته کېدو او په سيمه کې د ګواښونو له امله دغه ښوونځي تړل شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي رسنیو ته ويلي چې ددې ښوونځيو د بندېدو له امله دغو نا امنه سيمو ته څېرمه نور ښوونځي هم اغيزمن شوي دي.

نوموړي ويلي چې په کوټ ولسوالۍ کې ۱۱ بابه ښوونځي،په اچين ولسوالۍ کې ۷ بابه ښوونځي او په هسکه مينه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي چې شمېر يې ۲۵ ته رسيږي تړل شوي دي.

نوموړي وويل چې په دغو ښوونځيو کې شاوخوا زر تنو ښوونکو دندې ترسره کولې چې د ښوونځيو د بندېدو له امله هغوی هم په کور ناست دی، خو ويلي يې دي چې ددغو ښوونکو ټول حقوق خوندي دي چې د ښوونځيو له فعالېدو وروسته به ټول خپلو دندو ته راستنيږي.

د پوهنې رييس د سيمې په ولسي مشرانو غږ وکړ چې د ښوونځيو په بيا پرانستلو کې مرسته وکړي.
نوموړي په سيمه کې وسله والو ته په اشارې سره وويل چې معارف د ټولو مشترک کور دی او په وړاندې يې بايد ستونزې جوړې نه شي.

بل لور ته د ننګرهار د پوهنې د رياست وياند اصف ننګ ويلي چې په داسې حال کې چې په شينوارو کې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي خو لاهم په ښوونځیو کې ځينې وسايل، لابراتوارونه او درسي مواد شته خو دا ويره شته چې دغو ملي شتمنيو ته زیان ونه رسيږي.

د يادونې وړ ده چې به دې وروستيو کې د داعش په نامه وسله وال د ننګرهار په ځينو سيمو کې راپورته شوي چې له امله يې په دغه ولايت کې نا امني ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل رسنيو ته ويلي و چې په ننګرهار ولايت کې نږدې ۵۶ بابه ښوونځي د وروستيو نا امنیو له امله تړل شوي دي.

حقمل ويلي و چې دا په داسې حال کې چې په تېرو څوارلس کلونو کې يې په ننګرهار کې يو بند ښوونځی هم نه درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

داهم دهماغه منطقی د خلکو له لاسه چی د اسلام تر نامه لاندی د هر چا په غوړ او چرب شعار غولیږی په اړه یی ژر فیصله کوی چی بالاخره نتیجه او عواقب دغسی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x