له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مینه – لسمه (۱۰) برخه

لیکنه او ژباړنه: م. حمدالله (دانشمند) .

د نبوي میني ولولې الله پاک د څارویو، ځناورو په زړونو کې هم پنځولې، ټوکولې وې، چې له امله به یې هغه کار نه تر سره کاوه کوم چې د نبي علیه السلام د خفګان او کرکي لامل به کېده. هغه مبارک ته به یې د یو عاقل انسان په څېر احترام لاره.د مؤمنانو مور عائشه (صدیقه)- رضی الله عنها- روایت کوي، وایې: ( د نبي علیه السلام مبارک په کور کې یو وحشي څاروی وو، څنګه چې به مبارک علیه السلام له کور نه و ووت، په لوبو، منډو او ساتيري به یې پیل وکړ، مخته، شاته به کېده. کله چې به پوه شو چې هغه مبارک کور ته را د ننه شو، ارام به شو، بیا به یې حرکت نه کاوه، تر څو چې به هغه مبارک په کور کې قرار لاره، له دې کبله چې هغه مبارک ته به کوم ضرر و رسي. اخرجه احمد(۶/ ۱۳)، والبدایة و النهایة – ﺍﻟﺠﺰﺀ : ‏( 9 ‏) – ﺭﻗﻢ ﺍﻟﺼﻔﺤﺔ : ‏( 31).

دا چې د ځناورو هستوګنه په بېدیا او له ښاري سیمو لري سمڅو، غرونو کې وي، له انسانانو سره یې انوست، نږدیکت نه وي، د پوهي او ادراک نه کاملا بې برخې وي، بیا د مدني جانان(محمد[ص]) نوم په پوره فصاحت یادول، د هغه مبارک په اړه معلومات ورکول له هغه مبارک سره د رښتینې میني یو څرګنده نښه، نښانه ده!.

غوږ شه! یو وحشي “لیوه” و شپونکي ته څه وایې. له “ابو سعید الخدري(رضی الله عنه) نه روایت دی، وایې: (یو لیوه په یو څاروي حمله وکړه، ویې نیول. شپونکي یې لاره تعقیب کړه، څاروی یې له لیوه نه و ژغورل، لیوه نېغ په لکۍ کېناست، ویې ویل: ولې له الله(جل جلا له) نه نه وېرېږې؟ له مانه دي په خوله روزي- چې الله پاک را کړي وه- واخیسته؟. شپونکی(هک پک حیران شو) وایې: څه عجبه ده! لیوه را سره (په خلاصه ژبه) د یو انسان په څېر خبرې کوي!. لیوه ورته کړه: ایا تر دې لا په زیاته نادره، عجیبه دي خبر کړم؟ “محمد”(صلی الله علیه و سلم) په یثرب(مدینه) کې خلک د تېرو (امتونو) په (رښتینو) کیسو خبروي. یاد راوي وایې: (شپونکي خپل څاروي و مدینې منورې ته را وېسته، و یوې زاویې (کونج) ته یې د مدینې له زاویو نه دمه کړل، بیا راغلی نبي علیه السلام یې په تېره کیسه خبر کړل، هغه مبارک د لمانځه له پاره د اذان سپارښتنه وکړه، اذان و شو، لمونځ ادا کړل شو، هغه مبارک را و ووت، شپونکي ته یې وویل:(اوس خلکو ته تېره ماجری(کیسه) بیان کړه!). هغه نوموړې کیسه ور ته بیان کړه. نبي علیه السلام مبارک وویل: (رښتیا وایي، زما دي قسم په هغه ذات وي چې زما روح یې په ولکه کې دی، قیامت به تر هغه قائم نشي تر څو چې ځناور، درندګان له انسان سره خبرې و نه کړي، له سړي سره به د هغه د تازینې پاډه، او د پایزار تسمې(تڼۍ) خبرې کوي، یو څوک به خپل ورون د کور له واړه کړنو خبروي.  ﺍﺧﺮﺟﻪ ﺍﺣﻤﺪ ‏( 3/83 84- ‏) ﻭﺑﻌﻀﻪ ﻓﻲ ﺍﻟﺘﺮﻣﺬﻱ ﻓﻲ ﺍﻟﻔﺘﻦ ، ﻭﺭﻭﺍﻩ ﺍﻟﺒﻴﻬﻘﻲ فی الدلائل. که تېر په غَور و پلټو، دې نتیجې ته به و رسېږو چې لو ی څښتن په دې امت د پام وړ احسان کړی، چې د داسي پیغمبر د پیروي ویاړ  یې ور بښلی چې نه یواځې یې له رڼا نه انسانان برخمن دي، بلکې د ځلاند لمر په څېر یې هرشی له زرینو وړانګو پوره اغېزمن دی.

له لوی الله (جل جلا له) نه امید لرو، چې په خپل فضل مو د هغه مبارک له ځانګړي حوض نه سراب، او د خپل رحمت په څپو راته خپله رضا او خوښي را په برخه کړي.

نور بیا…

—————

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د