نظــر

ولی د طارق مهنا بیانیی امریکایان وژړول

طارق مهنا

طارق مهنا یو 29 کلن ځوان ډاکټر دی، دده مور او پلار د پاکستان او مصر څخه امریکا ته هجرت کړی وو. طارق په امریکا کې زیږیدلی چې د زیږیدو څخه تراوسه هم هلته میشت دی. دی یو څو اونئ مخکی د امریکا دولت په دی تور محکمه کړ چې هغه به د انټرنیټ د لاری د نړیوالو مجاهدینو ملاتړ او مرسته کوله. کله چې قاضي دیته دده د جرم سزا ورکوله نو طارق په محکمی کې ناست خلکو ته یوه داسی بیانیه ورکړه چې خلک ورته حیران پاتی شول او دده دی زړه راښکونکی بیانیی په محکمی کې ناست ټول خلک وژړول. د بیانیی وروسته قاضي وویل چې محکمه صرف د قانون چوکاټ کې فیصله کوي او قانون جوړولی یا بدلولی نشی. د امریکا قانون وایی چې ته یو مجرم یې.

ما هم د یو مسلمان په صفت دا خپله ایمانی او انسانی وظیفه وبلله او ومی غوښتل چې دا کیسه ستاسو سره شریکه کړم. په لاندی لیکل شوی مقالی کې می هغه څه تحریر کړی کوم چې دی ځوان په ۱۲ د اپریل ۲۰۱۲ کال وروسته د محکمه کیدو کړی وه. طارق مهنا او داسی بی شمیره مسلمانان د حق ویلو په جرم نن د امریکا، اروپا او په نوم د مسلمان هیوادونو په محبسونو کې د هغه جرم سزا تیره وي کوم چې په حقیقت کې باید تحسین او وستایل شي.

د افغانستان خلک تراوسه د فیل په غوږ کې ویده پراته دی او په دی حقیقت نه پوهیږي چې د امریکا اسلام دښمنی دوئ نن تر افغانستان راورسول. ترسو د افغانستان مسلمان ولس څخه د اسلامي میراث څخه راپاتی لکه ننګ، غزت، غیرت، میړانه، خپلواکی او داسی نور ارزښتونه په بډه کړي او افغانستان د تل لپاره یو غلام او لاسپوسی هیواد وګرځوي.

د طارق مهنا بیانیه:

بسم الله الرحمن الرحیم

د نن څخه څلور کاله د مخه په همدی میاشت زه د روغتون څخه د کار خلاصولو وروسته د خپل موټر په لور روان وم چې زما مخی ته د امریکا حکومت دوه ایجنټان راغلل، هغوئ ما ته وویل چې ته د دوو لارو څخه ځان ته یوه غوره کړه. یوه لاره آسانه ده او بله ستونځمنه – آسانه لاره ددوئ په وینا دا وه چې زه دی د امریکا لپاره د مسلمانانو جاسوسی وکړم او په دی سره به زه هیڅ کله د محکمی او محبس مخ ونه ګورم. او ستونځمنه لاره یې نن تاسو په خپلو سترګو وینئ چې زه ستاسو مخی ته ولاړ یم. د ژوند دا څلور کاله ما په یووالی، تورو تیارو شپو کې په داسی حال کې تیری کړي چې زه دوئ په یو داسی ځای کې ساتلی وم چې حجم یې د یوی الماری په قدر وو. زه به دوئ په ورځ کې ۲۳ ساعته په دی ځای کې اچولم. د ایف بی ائ غړو، د هغوئ وکیلانو په ما ډیر زیات کوښښ وکړ ترسو زه په خپل جرم اعتراف وکړم او په دی لاره کې یې زه د بدنی او روانی زجر او شکنجی لاندی راوستم چې بالاخره یې ستاسو مخی ته ددی لپاره حاضر کړم ترسو د لا ډیر وخت لپاره په دی عذاب (محبس) کې پاتی شم. دوئ په دی لاره کې نه صرف زه شکنجه کړم بلکی ستاسو په سل ګونو زره د ټیکس او د مالیی پیسی هم مصرف کړی.

له دی نه مخکی چې زه محکمی ته راشم ما ته ډیرو خلکو بیلابیلی مشوری راکولی چې زه باید څه ووایم. بعضو ویل چې زه باید د عفؤ او یا د لږی سزا غوښتنه وکړم، بعضو ویل چې نه دا خبری هیڅ فائده نه لری او دوئ به سرانجام تا ته سخت ګوزار درکوي. خو زه نن غواړم چې د خپل ځان په هکله یو څه ووایم.

کله چې مې د دوئ لپاره د جاسوسی کولو وړاندیځ رد کړ نو د امریکا حکومت زه په دی جرم ونیولم چې ما ولی په اسلامي هیوادونو کې د غربی یرغل په مقابل کې د نړیوالو مجاهدینو ملاتړ او مرسته کوله، یا ددوئ په اصطلاح ولی می “د ترهګرو سره مرسته کوله”. زه په یو مسلمان هیواد کې نه یم زیږیدلی، زه په امریکا کې زیږیدلی او دلته غټ شوی یم نو ځکه خلک دلته ما ته دومره په غصه دي. هغوئ دا ګمان کوي چې اخر دا څنګه امکان لري چې زه دی یو امریکاېي وم او بیا هم ددوئ په مقابل کې یو داسی عقیده او دریځ غوره کړم. هر انسان د خپل چاپیریال یو جز ګرځي او د همغه څخه یې شخصیت جوړیږي او زه هم له چا څخه بیل نه یم. نو له یوی لاری نه تربلی که نن زه هر څه یم نو هغه د امریکا په وجه یم.

کله چې زه د شپږو کالو وم نو ما د یوشمیر کومیک کتابونو په راټولولو باندی شروع وکړه. بیټ مین زما یو ذهنیت جوړ کړاو ما ته یې د نړۍ د جوړښت هغه نمونه راوپیژنده او ما ته یې دا وښودله چې چرته ظالمان وي نو هلته مظلومین هم وي او تل د مظلوم څخه د دفاع لپاره یو څوک راپورته کیږي. بلااخر ما به هر یو کتاب ډیر په شوق سره لوستلو. په کوم کتاب کې چې به د کوم ظالم یا مظلوم کیسه نښلیدلی وه. د مثال په توګه د انکل ټامس کیبن، د ملکم ایکس په خپل لاس لیکلی سوانح او له اخلاقی نظره د کیچر این دي رائ کتابونه.

کوم وخت چې ما عالی لیسه پیل کړه او د تاریخ مضمون مطالعه می شروع کړه نو ما ته ددغه کتابونه هغه نمونی په ریښتینی ژوند کې رابرسیره شوی. زه په دی پوه شوم چې اروپایانو د کورني امریکایانو سره کوم ظلمونه کړي وو، ما ولوستل چې څنګه بیا کینګ جارج -۳د اروپایانو څخه غچ واخیست. ما د پال، ریور، ټام پین د تاریخ مطالعه وکړه او ومی لیدل چې څنګه امریکایانو د برتانیاوي ځواکونو په وړاندی قیام او مقاومت وکړل، هغه مقاومت او قیام چې نن موږ په امریکا کې ورته د ” امریکا انقلابی جنګ” نوم ورکړی. په کوم ځائ کې چې زه اوس ولاړ یم ددی ځائ څخه په لګ واټن کې د هریټ ټوبمن، نټ ټرنر، جان برون تاریخ لیکل شوی چې هغوئ څنګه د غلامي په وړاندی مبارزه وکړه. ما د ایما ګولډمن، ایجون ډیبس او د هغوئ د بې وزلو، د اتحادیو په لړ کې د کار موندل او مزدورانو طبقاتی فرق په اړه د هغوئ مبارره ولوستله. زه په دی پوه شوم چې څنګه اني فرنک او نازیانود اقلیتونو قتل عام وکړ او هغوئ یې بې ځائ بندی کول. ما د روسا پارک، ملکم ایکس، مارټین لوتر کینګ په اړه مالومات واخیستل چې هغه څنګه د خپلو مدني حقوقو لپاره مبارزه وکړه. ما ولوستل چې څنګه په ویتنام کې هو چې میچ او ویتنامیانو په لسیزو د خپلی ازادی لپاره مبارزه وکړه. ما د نیلسن مانډیله تاریخ ولوسته چې هغه څنګه په جنوبی افریقه د توکمنپالني او نسلی تعصب په ضد مبارزه وکړه.

هر څه چې ما لوستل او مطالعه کول د شپږو کالو په عمر کې نو ما به ولیدل چې د تاریخ په اوږدو کې تل مظلوم د ظالم په وړاندی مبارزه کړی او د خپلو حقوق څخه یې دفاع کړی. نو ما به له هغه وخت ځان د مظلوم طرفدادر ګڼه او تل به می مینه او احترام د هغو خلکو لپاره زیاتی ده چا چې به د ظالم په وړاندی مبارزه کوله. له دی پرته چې هغه د کوم قوم یا دین دی، ما به تل د خپل صنفونو په وخت کې هغه ټول نوټونه او یادښتونه ساتل چې اوس به هم زما د ګوټی په المارئ کې پراته وي.

هسې خو زه د ټولو تاریخي اشخاصو د سوانحو څخه خبر وم خو چا چې واقعآ زما زړه راښکلو هغه ملکم ایکس وو. د هغه د بدلون کیسه ډیره عجیبه ده زه د هغی د عقیدو څخه ډیر زیات متاثرهوم. که تاسو د هغې یو فلم چې د سپیک لي د ” ایکس” په نوم جوړ کړي لیدلی وي چې ټول ټال د ۳ نیم ساعته دی تاسو به وګوری چې د اول څخه تر اخره په ملکم ایکس کې څومره فرق راځي. هغه څنګه د یو بی سواده جنایت کاره، تر یو خاوند، پلار، یو مشر چې د خپلو خلکو د ملی پیوستون لپاره مبارزه کوي او بیا په اخر کې اسلام قبول کړي او د حج څخه وروسته شهید شي.

د ملکم ایکس ژوند دا ماته په ډاګه کړه چې اسلام یو میراثی دین نه دی، دا یو کلتور هم نه دی او نه یو خاص قوم یا ګروپ پوری تړلی دین دی. اسلام د ژوند کولو یوه لاره ده، اسلام یو داسی فکری حالت دی چې هر څوک چې په هر ځائ کې غټ شوی وينو خپلولی یې شي. دی خبری زه دیته اړ کړم چې اسلام له نږدي مطالعه کړم، ما اسلام ډیر ژور مطالعه کړل حال دا چې زه یو مسلمان ځوان وم. د اسلام سره زما د هر سوال ځواب وو د داسی سوالونو ځوابونه چې ډیر ستر سائنسی عالمان او پوهان ورته عاجز دی، د هغه سوالونو ځوابونه چې مالداره او مشهور خلک یې په نه پیدا کولو سره د مایوسئ او خپګان ښکار شوی او وخت ناوخت خپل ځانونه وژني. هغه سوالونه لکه د ژوند هدف څه دی؟ موږ ولی دی نړۍ ته راغلي یو؟ او ترټولو مهمه دا چې موږ په دی نړۍ که څنګه باید ژوند تیر کړو؟

بله دا چې په اسلام کې سلسله وار مراتب، غټ او وړوکی نشته او یا مجموعی خطابت نشته، هر کس دا حق لری چې قرآن او احادیث خپله مطالعه کړي. همدغه وه چې زه په اسلام کې د ژوری څیړنی لپاره ننوتلم. قرآن او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تعلیمات می وڅیړل او په دی پوه شوم چې اسلام د یو انسان په صفت زما لپاره څه راوړي او په انفرادي او ټولنیز شکل د خلکو څخه دڅه شی غوښتنه کوي. بلااخر ما اسلام د سره زرو په ارزښت وموند دا هغه وخت وو کله چې زه نوی ځوان وم. نن چې زه ستاسو په وړاندی تر دومره فشار لاندی یم خو بیا هم زه د مظلومیت او پیښمانی احساس نه کوم او په دی محکمی کې په ځان ویاړ یم او په خپل مسلماندو فخر کوم.

ددی ټولو شیانو وروسته زما پاملرنه د مسلمانانو او په نړئ کې د مسلمانانو د اوسنی حالت په باب راواوښته. او هر لور ته می چې مخ اړوو همدا به می کتل چې د هر وخت جابر او استعماری قوتونه هغه څه تباه کول له کوم سره چې ما مینه درلودله. ما ولیدل چې سره شوروي د افغانستان مسلمانانو سره څه وکړل. ما ولیدل چې سربیانو په بوسینیا کې د مسلمانانو سره څه وکړل. ما ولیدل چې روسیانو د شیشان مسلمانانو سره څه وکړل. ما ولیدل چې اسرائیل په لبنان کې څه وکړل او د امریکا په ملګرتیا او پوره تعاون اسرایئل په فلستین کې څه وکړل او تر نن ګورم چې امریکا په مسلمانانو څه حال نیښلولی.

ما ولیدل چې امریکا په خلیجي جنګ کې څنګه د عراق په مسلمانانو کیمیاوي بمونه استعمال کړل چې په نتیجه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر مسلمانان شهیدان شول. زه په دی پوه شوم چې څنګه امریکا قصدآ په عراق باندی غذائي او طبعی بندیز ولګوو چې په پیله کې یې څه د پاسه نیم ملیون ماشومان شهیدان شول. ما ولیدل چې څنګه په خپلو مرکو کې بعضی امریکایانو ددی پیښی په باب خپله خوښي څرګنده کړه.

همدغه وجه وه چې مسلمانانو ددی ټولو مظالمو د غچ اخیستلو په غبرګون کې د امریکا څخه الوتکی وتښتولی او وروسته یې بیا د امریکا د سترو ماڼیو سره وجنګولی، ترسو امریکایان دیته متوجع کړي چې مسلمانانو ته نور د امریکا ظلم د زغملو وړ نه دی.

وروسته ما ولیدل چې امریکا څنګه په کبر او غرور سره په افغانستان او عراق حمله وکړه. ما دا هر څه په خپلو سترګو ولیدل چې دوئ څنګه په مسلمانانو بمباری وکړه. ما ولیدل چې څنګه د عراق په حدیته ښار کې امریکایانو ۲۴ مسلمانان شهیدان کړل چې په هغوئ د ښځو او ماشومانو په ګډون یو ۷۲ کلن کس چې د مایوبانو په کرسی ناست شهید کړ. ما هغه ۱۴ کلنه عراقی خور هم وکتله چې څنګه پنځه وحشی امریکایی ځواکونو ورسره جنسي تیری وکړ او بیا له دی لپاره چې څوک یې څرک پیدا نه کړي په ‌ډزو وویشتله او د کورنۍ غړي یې ورسره ټول د یو سره شهیدان کړل.

د امریکا د ظلمونو او د استعماری بېلګو په هکله یو باب لیکل هم کافی نه دی. چې زه یې خولاصه کوم. ستاسو په سترګو کې زه یو ترهګر یم، او دلته زه یواځې په نارنجي جامو کې ولاړ یم. خو وخت او خلک به یو ورځ ددی وخت شاهدی وایی چې زه دلته ولی ولاړ یم. دوئ به په دی حقیقت اخر پوه شی چې څنګه امریکایی ځواکونو د زرهاوو مسلمانان بی ګناه وینه تویه کړه. بیا هم د هغوئ په جرم زه نن نیولی کیږم. زما ګناه دومره ده چې زه د هغو مجاهدینو ملاتړ کوم چې د امریکا د اشغال او ظلم په وړاندی حقیقی مبارزه (جهاد) کوي. د امریکا دولت وایی چې زه یو بنیادګر، چې د امریکا ورانولو ته می بډی وهلی دي او د امریکایانو د وژلو لپاره تر د جنون حده رسیدلی یم چې د یو مسلمان په صفت ددی څخه د ستر دروغ زه فکر او ګمان هم نشم کولئ.

طارق مهنا
۴/۱۲/۱۲

د طارق مهنا اخری شرحه:
“[T]his trial was not about my position on Muslims killing American civilians. It was about my position on Americans killing Muslim civilians, which is that Muslims should defend their lands from foreign invaders — Soviets, Americans, or Martians. This is what I believe. It’s what I’ve always believed, and what I will always believe. This is not terrorism, and it’s not extremism. It’s the simple logic of self-defense.

ژباړه:
ابو انس مجاهد
ماخذ:
http://www.andyworthington.co.uk/2012/04/14/tarek-mehannas-powerful-statement-as-he-received-a-17-year-sentence-despite-having-harmed-no-one/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x