اتريش دافغان پناه غوښتونکو له پاره قوانين سخت کړل

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): وروسته له هغې چې المان له خپل هېواد څخه د افغان پناه غوښتونکو بېرته خپلو هېوادونو ته د ستنولو اعلان وکړ، اتريش هم په خپل هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د مخنيوي له پاره ځينې نوي شرايط وضع کړي دي.

د اتريش هېواد پارلمان د يوې نوې کړنلارې پر اساس افغان پناه غوښتونکي دې ته مجبوروي تر څو دغه هېواد ته له افغانستان څخه د کورنۍ نور غړی ور ونه غواړي.

د نوې کړنلارې له مخې به اوس ټولو افغانانو ته په دغه هېواد کې د پناه ورکولو اسناد نه ورکول کيږي او د هغوی په اړه به ددوی دوسيو ته کتل کيږي تر څو هغه ډېر مهم چې په افغانستان کې له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ وي پناه ورکړي.

تر دې وړاندې هر پناه غوښتونکي ته وروسته له هغې چې د اتريش هېواد د اوسېدو قانوني اسناد ورکول يو کال وروسته به يې کولای شول د خپلې کورنۍ نور غړي دغه هېواد ته وغواړي.

خو د نوي قانون له مخې دغه د يوه کال موده اوس دريو کالونو ته وغځېده تر څو په افغانستان کې خپلو کورنيو او خلکو ته وښيي چې په اتريش کې د پناه غوښتونکو د اوسېدو شرايط سخت شوي چې له امله يې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو ورتګ کم شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې له افغانستان څخه ګڼ شمېر ځوانان لويديځو هېوادونو ته د پناه غوښتلو په نيت ځي چې له دومره ګڼ شمېر پناه غوښتونکو له ورتګ څخه اروپايي هېوادونه هم سرټکوي.

تېره اوونۍ المان هم اعلان وکړ چې نور دې افغان پناه غوښتونکي ددوی هېواد ته نه ورځي.

اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو په ليست کې افغانستان دوهم مقام لري چې په ډېر شمېر وګړي يې اروپايي هېودونو ته د پناه غوښتو له پاره ځي.

له افغانستان څخه وړاندې سوريه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې ډېر شمېر وګړي يې اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتلو له پاره ځي، همداراز عراق په دغه ليست کې دريم مقام لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د