fbpx

انډيپينډينټ: افغان ځواکونه ولې د طالبانو مقابله نه شي کولای؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): له لندنه خپرېدونکې برتانوي ورځپاڼې «انډيپينډينټ» په خپله تازه ګڼه کې د کندز د وروستيو پېښو په اړه يو څېړنيز راپور خپور کړی دی.

راپور کې راغلي، چې طالبانو خو کندز ښار د دوو اونيو لپاره نيولی و، مګر د طالبانو دغې لنډمهالې بريا د امنيتي ځواکونو ځواک او قوت د تل لپاره بې باوره کړ.

د راپور ليکلوال بلال سروري د کندز ښار د اوسېدونکو له قوله وايي، سره له دې، چې امنيتي ځواکونو دغه ښار په بشپړه توګه نيولی، مګر دوی سره اوس هم دا وېره شته، چې کېدای شي طالبان يو ځل بيا د کندز پر ښار ستر ډله ييز بريد وکړي او دغه ښار يو ځل بيا ونيسي.

د کندز ښار کې خلک خوراکي توکي او د ژمي له سړو د ځان ژغورنې وسايل، لکه تېل، زغال او لرګي پلوري، مګر په ټول ښار يو ډول وېره خپره ده، چې کېدای شي طالبان يو ځل بيا دغه ښار ونيسي او له همدې امله خلک د ژوند اړين توکي په ګدامونو کې ساتي.

بلال سروري د ځايي خلکو له قوله ليکلي؛ دوی ګوري، چې زرګونو امنيتي او کومانډويي ځواکونه د کندز ښار ژغورنې لپاره په مورچو کې ناست دي، مګر، هغه صحنه هم د دوی په سترګو کې ده، چې سلګونو طالبانو پر کندز ښار بريد وکړ او دغو زرګونو امنيتي ځواکونو ورته ښار په ډېره اسانۍ پرېښود او له ښاره ووتل.

د ليکوال په وينا هغه مهال امنيتي ځواکونو او استخباراتي ادارې چېرته وې او د کندز د سقوط مسووليت د چا پر غاړه دی؟

د کندز د بيا نيولو پر مهال د واټونو او کوڅو جګړو له امله کندز په کنډواله بدل شو او طالبانو هم کندز د ننوتلو پر مهال مهمې دولتي ودانۍ، د ان جي او ګانو دفترونه او نور مهم ځايونه په نښه کړي وو.

انډيپينډينټ د کندز ښار د يو اوسېدونکي سيد رحيم له قوله ليکلي، چې حکومت د تېرو څو کلنو په ترڅ کې يو شمېر ودانۍ جوړې کړې، طالبانو د څو ورځو په ترڅ کې دغه ودانۍ ونړولې او دا بيا کلونو وخت ونيسي، چې دا ودانۍ له سره بيا رغول کيږي.

د کندز ښار يو ملکي مامور د نوم نه ښودلو په شرط انډيپينډينټ ته ويلي، چې طالبانو د دوی کمپيوټرونه، مهم دولتي اسناد او نور اړين دفتري کاغذونه سوځولي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د کندز ښار نږدې پرتې ګڼې سيمې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او امنيتي ځواکونه په دغو سيمو کې عمليات کوي، مګر د دوی برياوې هسې سمبوليکې دي او په عملي توګه داسې څه نه تر سترګو کيږي.

تېره اونۍ امنيتي ځواکونو د توپونو، نظامي چورلکو او درنو وسلو په مټ دشت ارچي ولسوالۍ ونيوله، مګر د ولسوالۍ په نورو سيمو کې اوس هم درنې جګړې روانې دي. دشت ارچي کندز لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالسلام پلرنی ټاټوبی دی.

د بلال سروري په وينا د دشت ارچي اوسېدونکو د بمبار، توپونو او درنو وسلو له وېرې خپل کورونه پرېښي او نورو ځايونو ته نقل شوي دي.

ورځپاڼه د ځايي خلکو له قوله ليکي، چې کندز د افغانستان کندو بلل کيږي او د جګړو له امله يې ټول زراعت په کښتونو کې تباه شو.

د دشت ارچي يو اوسيدونکي خالد بای انډيپينډينټ ته ويلي، چې طالبان ورځ تر بلې قوي کيږي، د خپل واک او ځواک سيمه يې نوره پراخيږي او ځايي اوسېدونکو لپاره د طالبانو فعاليتونه د خوښۍ وړ دي.

انډيپينډينټ د دشت ارچي د اوسېدونکو له قوله وايي، چې طالبان په سيمه کې پراخ او قوي حاکميت لري، خپل قاضيان او محکمه لري، خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي او له هغوی يې د حل و فصل غوښتنه کوي او په دغسې حالت کې خلک په تمه دي، چې حکومت د خپلو خلکو لپاره څه کولای شي؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د دی لیکنی عنوان می یوه ورځ ولید ، چه [ انډيپينډينټ: افغان ځواکونه ولې د طالبانو مقابله نه شي کولای؟ ] زړه می وو چه په اړه یی څه ولیکم ، له بده مرغه په څه چارو کی مصروف پاتی او د ا تبصره می هیره شوه : لمړی د افغان فوځونو یا د ملی ملی اردو سپځلی کلیمی د غلامانو او بادارانود میديا په واسطه د خلکو په خولی په زوره ټومبل شوی چه ټول مظلوم اولس هم ورته دغه کلیمی کاروی ، دوهم د سرتیرو خبره څومره بی معنی خبره ده ، چه زه دی د غریبی… نور لوستل »