ولسمشر ډاکټر اشرف غني

حقوق پوهان: د ولسمشر ګڼ فرمانونه له اساسي قانون سره په ټکر کې دي

نن ټکی اسيا(چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): يو شمير حقوقپوهانو او د ولسي جرګې ځينو غړو د ولسمشر محمد اشرف غني ځينې فرمانونه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې بللي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپله ننۍ (لړم ۱۳) ګڼه کې د ولسي جرګې د ځينو غړو او حقوق پوهانو له قوله ليکلي چې دولسمشر اشرف غني ځينې فرمانونه له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د ولسي جرګې غړي وايي چې د ولسمشر ځينې فرمانونه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي خو کله چې ولسي جرګه ددغو فرمانونو پريکړې رد کړي نو نه پلي کيږي، چې دغه کار د مقننه قوې او ولسمشر تر منځ ستونزې نورې هم ډېروي.

ځينې سياسي شنونکو هم ويلي چې ولسمشر له اساسي قانون سره په ټکر کې د فرمانونو د صادرولو له امله لومړی خپل او بيا د ولسي جرګې حيثيت زيانمنوي.

حقوق پوهان د ولسمشر ځينې وروستۍ پريکړې چې په کې د مبايل کريډيټ د ماليې وضع کول، د اقتصادي سلاکار د اداري واحد په اړه فرمان، احمدضياء مسعود ته د مرستيالۍ په کچه امتيازات ورکول او يو شمير نور فرمانونه هغه څه دي چې د ولسي جرګې دغړو او حقوقپوهانو غبرګونونه يې راپارولي دي.

د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې ويل شوي چې په اصلاجاتو او ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار احمدضياء مسعود مياشتنی لګښت اويا ميليونه افغانۍ دی خو دلاسته راوړنو څرک يې نه تر سترګو کيږي.

د ولسي جرګې غړي محمد نعيم لالي حميدزي ويلي چې د ولسمشرڅلور فرمانونه د ولسې جرګې له خوا له دې امله رد شوي چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې و، همدا راز نوموړي ويلي چې نور هم ګڼ فرمانونه شته چې په کميسيونونو کې پرې بحثونه روان دي.

نوموړي وويل چې که کله ولسي جرګه رخصت وه تر هغې به په فرمان عمل نه کيږي ترڅو د ولسي جرګې غړي له رخصتۍ راستانه شي او په فرمانونو بحث وکړي.

حقوقي کارپوه نعيم لټون وايي چې که کله د ولسي جرګې د رخصتۍ پرمهال ولسمشر کوم تقنيني فرمان صادروي ، ولسي جرګه دې له رخصتيو وروسته د کار له پېل سره سم د فرمان په اړه پريکړه وکړي، نو که د ولسي جرګې له لوري فرمان رد شي بايد ولسمشر يې له تغيراتو وروسته بيا ولسي جرګې ته وليږي.

د سياسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقيار وايي چې ولسمشر رښتيا هم ځينې فرمانونه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې صادر کړي خو نه ورته حقوقي سلاکارانو کومې مشورې ورکړي او نه هم ده پرې فکر کړی دی.

د حقيار په وينا ولسمشر په ځينو مواردو کې سر زوري کوي په داسې حال کې چې له يوې خوا يې ټول حکومت له يوه لوري د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې جوړ کړ او اوس هم هره ورځ اساسي قانون ماتوي.

تر اوسه د رسنيو استازو دبيا بيا هڅو سره ددې موضوع په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر نه دی ترلاسه کړی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
البلاغ
میلمه
البلاغ

دا خو متفکر جهان دی هر څه چې کوي کولای یي سی په هر ځه پوهیږی په اسلام ، ډیموکراسی ، امپریالسټي ، کمونسټي او داسی نور قوانین دده په یو کوچني جیب کې دي یهودیت خو یي په هډو اخیستي دی نصرانیت يي ډیر خوښ دی – خذله الله تعالی خذلانا کبیرا