نظــر

ولي ځیني رسنیو ته ګواښونه

حاجي غلام محمد معصومي

د تیرو ۱۴ کلنو را هیسي په  افغانستان کی د بیان  آزادي په نا مه ډيري راډیو ګاني او تلویزیونونه جوړ سول، خو په سر کی باید دا ووایم چي د نوی ادارې سره ټول شیان جګړه ځپلي افغانانو ته نوي وو.

نظام، د بیا رغونی کارونه اوکه حکومتوالی وه، دا هر څه له سره، شروع سول په دې لړ کي دمطبوعاتو بازار هم ګرم سو،دلته هیڅ چا دا پوښتنه نه کول چي ایا دا راډیو یا تلویزیون په کوم معیار جوړیږي، خپروني د خلکو له کلتور سره برابري دي او ایا دا رسنۍ د خلکو ږغ په سم ډول منعکسولای سي؟

داراډیو تلویزیون او چاپي رسنۍ، چی مسلکی خلګو ته يې سخته اړتیا درلوده، نو ورځ تربلي يې خپروني یوازي د کمیت په لحاظ پرمختګ کاوه، خو د کیفیت په اړه يې چا سر نه ګرځاوی.

په هغو کلنو کي د رسنیو قانون لا توشیح سوی او د مسؤلینو په واک کی نه و ورکول سوی یوازي د ځینو باندنیو مؤسیساتو لخوا اماتور خبریالانو ته یو یادوه ورځني ورکشاپونه ورکول کیدل او په دې ورکشاپونو کی د ژورنالیزم اساسات تکرارېدل، چي چابه پرسرعت ټینګار کاوه او چابه بیا دقت ته په درنه سترګه کتل، خو د وخت په تیر یدو سره  ضرورت پیدا کیدی چی دبیان د ازادۍ اود رسنیو قانون  توشیح سی خو تر ډیرو جنجالونو  وروسته دواړه قانونونه د خلکو په لاس ورغلل.

له بده مرغه دا قانون  هم د نور قانونو په شان یوازی په الماری  کی بندي پاته سو نه خلګ په پوه سول او نه هم د مطبوعاتویوشمیر کارمندانو ځان په خبر کړ.

د مطلب خبره راڅخه پاته نه سي، زه بیرته له مقدمې څخه اصلي مطلب ته راګرځم  په دې وروستیو کي کندز ولایت د وسله والوطالبانو لخوا ونیول سو، بیابیرته د چاڼیزو پوځي عملیاتو پرمهال ددولت لخوا ونیول سو.

د کندوز ولایت د وروستیو ناامنیو له امله په سلهاوو هیوادوال ووژل سول، ټپیان سول او په میلونون امریکايي ډالر خلکو ته تاوان ورسید.
په تیرو وختونو کي زما ښه په یاد دی چی وسله  والو طالبانو  ما ته د خپلو سیمود لاسته راوړونو فلمونه رالیږل، په جګړو کي د توازن په موخه يې خپلي لاسته راوړنی له موږ سره شریکولې.

په خواشنۍ سره باید ووایم، چي اوس د رسنیو له زیاتیدو سره سره یوشمیر خبریالان هغه زده کړي اساسات ترپښو لاندي کوي، توازن ته دقت نه کوي او جګړه کي ټولي ښکېلي غاړي په سرعت سره له ځانه خوابدي کوي.

زما په نظر اوس چی رسنی د اقتصادی مشکلاتو سره مخا مخ  دی ډیری خبر یالانو په کمو معاش  کار کوی او دا سی خبر یالانو لاهم زه پیژنم چی  بېله تنخوا یوازي د رسنۍ سره خپله ورځ تیروي.

نو په دغسي وخت کي به خود یوشمیر وسله والي ډلي یا دولت تش په نامه خبریالانو ته غاښ چیچي او ګوتڅنډه به ورته کوي، ځکه دغسي مفت او وزګار خبریالان نه درسنۍ په کیسه کي دي او نه هم د ژورنالیزم.

په دغسي وخت کي رسنیو ته په کار ده، چي د خپلو اقتصادي مشکلاتو په پام کي نیولو د خپرونو تعداد او وخت راکم کړي، خو غیري مسلکي او په ناخبره کسان دي نه ګوماري، چي داسي کړني نه یوازي یوه رسنۍ بلکي د نورو رسنیو د کار او کارکوونکو مسلکي کړني هم ترپوښتنی لاندي راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x