اقتصاد

د سمارټ سیټي په نامه د نوي ښارګوټي بنسټ ډبره کښېښودل شوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښار جوړوني او پراختیا وزیر سید سعادت نادري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوه ښارګوټي د بنسټ ډبره کښېښوده.

په دغه مراسمو کې د اصلاحاتو او ښه حکومتدارۍ لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیاء مسعود په ګډون یو شمېرو جګپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

سعادت نادري په دغه مناسبت وویل چې د مرستندویه هیوادونو تر څنګ یو شمېر لوی تعمیراتي شرکتونه هم دلچسپي لري چې د تعمیراتي په دغه سي پروژو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل چې دغه ښار به د ۶۰۰ څخه بیا تر ۹۰۰ ملیونو په تخمیني بودیجه په څلورو کلونو کې جوړ شي، چې څلویښت بلاکونه به لري، او په دغه پروژه کې به ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه مساعده سي.

دغه ښار د کابل په سړک چهل متره باندي د فرودګاه په سیمه کې جوړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
معاذ الله موحد

بد کوي، خوشهال خان شهرک نیمه کاره پروت دی خواجه رواش شهرک نیمه کاره پروت دی امارت شهرک نیمه کاره پروت دی رحمان مینی شهرک نیمه کاره پروت دی نساجی شهرک نیمه کاره پروت دی دشت بنړوله شهرک نیمه کاره پروت دایی هغه بیلګی دی چی ماته معلومی دی چی له خلکو نه یی مکمل قستونه زینی اخیستی او کا یی ناتمامه پاتی داهغه پروژی دی چی په۹۱نه تر۹۲کاله پوری یی باید تسلیمی کړی وای مګر تر اوسه یی کارونه نیمه پاتی دی دایو حقیقت ده مبالغه می پکی نده کړی رښتیا دی

حبیب ګنډاپور

دا زاړه ښارونه دي جوړ کړي نورته ضرورت نسته

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x