شعـــــرونه

(حق رحلت) او (بریا دي غواړم) د سید احسان الهام دوه نوي شعرونه

حق رحلت

چادپاک خداى راضاکړه خپله څـوک ناتوان پـاته شو
چاته بې شــمېرحــــرام دولـــت چـــاته ايمــــان پـاته شو

دمحـــــمـــــد عليه الســلام دحــق رحـــــلـــت نه روسـته
سپـوږ‌مۍ شــوه ډوبه رڼه ستــوري او آسمان پاته شـو

په کــم تـعداد چــي يــې دډيرو ورمېـــږونه مــات کـړل
بدري لښــــکــرونصـــــرتــونــــو ته حــــيــران پــاته شــو

چاتېري کړي ماشوم تـوب کي  داسي سخــتي شيبې
لکـه يـوســف چي په کــوهــي کي دکــنعـان پــاته شـــو

شکست يې وخوړ داحـــدپر سپــيــن ميـدان غــازيانو
ځکــــــه چي دوئ نه هــلـــته حکـــم دجــــانان پـاته شــو

دابـرهـــــه  ځـــيــګـــر ســـورى  کـــړ ابا بـيــــل  په کاڼـــو
دفــــدائي  وارته  بـــــد بخـــــتـــه  ناټـــويان  پـــاته  شــو

داځــــــل دي پاته لــــــه ناټــــودايـــتـــلاف کـــــــکــــــرې
تېرځـــل لـــه روس نه په مـــرگي افغــانستــان پاته شو

الهـــامــه واوره!  د ذلـــت  سيــــــلۍ  به  ولــې نـــه وړل
له قســـــم خــــــورورهـــبـــران چــــي قــــــــرآن پـــاته شــو

سيداحسان الله الهام2012/11/27

————————————————

بريا دي غواړم

په ژونداومـــرگ كي راســره لكـــه آشنادي غواړم
ترداره نه  شـيــرين  ايمـــانه  ترعقــبى دي غــواړم

څوک دي سنګرڅوک دي جومات څوک دي زندان كي څاركړي
أزادي راســه  شـنـه كــــوتـــره پــه هـــــوادي غــوارم

بيــادي راوستــي تورشپــې دتــوريرغــل تـروږمئ
اي دغيــرت غـشــتلي لمــره راشــه بيــادي غـوارم

غواړې له ځــان سره مــاهــم کـړې دشيطان پيروان
ورک شې تــورمخــې ظلمـکاره تل تبا دي غــواړم

ته مي قـبـــــــولې کــــړې زارئ دجهـــانـو مـــالـکـــه
دنعمتــونـــو شـــکـــرانه حــمـــــدو ثنـــادي غـــواړم

غـــازي ډاډه يمـــه چي ته يې دسنــګــــــرغـېـږه کي
رب ته سلـــګئ وهــم پريمـــانه چي بريادي غواړم

الهام دي جـــارشم قــدمـــونه زړه مي ستا سره ځي
فــدائي ګـــــران مـــخ راواړوه خــنـــداي دي غـواړم

سيد احسان الله الهام2012/11

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x