افغانستان

طالبان وايي دوی سره ۴۴۷ دولتي منسوبین یو ځای شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): طالبانو ویلي چې ددوی سره یوازي په تیره میلادي میاشت اکتوبر کې ۴۴۷ تنه دولتي منسوبین یو ځای شوي دي.

د طالبانو پر ویب پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی دعوت او ارشاد کمیسون توانېدلی چې په تیر اکتوبر میاشت کې د کابل د ادارې اړوند د بېلا بېلو ارګانونو څخه دغه شمېر خلک خپل لیکو ته را جلب کړي.

او زیاته کړې چې دغه کسانو له خپل ځان سره مختلفي درنې او سپکې وسلې، مخابرې، وسایط او یو شمېر نور مهمات د غنیمت په توګه له ځانه سره راوړي دي.

طالبانو ادعا کړې چې دغه کسانو ته یې د خپل کمیسون د جذب او جلب له لاري هرکلی ویلی، انعامونه او جایزې یې ورکړي، او د هغوی د دولت څخه د جلا کېدو اقدام یې ستایلی.

طالبان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نامه کمیسون له لاري د هغو کسانو سره اړیکي نیسي، چې د دولت سره په مختلفو ادارو کې کار کوي، او هغوی ته دعوت ورکوي چې دولت سره کار پریږدي او ددوی لیکو ته ننوزي.

که څه هم د طالبانو دغه کمیسون هره میاشت ورته راپور د رسنیو له لاري نشر ته سپاري، خو تر اوسه په دې اړه دولت رسما څه نه دي ویلي، خو بل اړخ ته نړیوالي څیړنیزي ادارې وايي د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او نورو دولتي ادارو څخه تر اوسه په زرګونو کارکوونکي تښتېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور محمد

د طالبانو دغه کار د رښتینې سولې په راتلو کې مثبت رول ادا کولی شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x