نړۍ

د روسیې یوه بله الوتکه غورځېدلی، ۴۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د جنوبي سوډان ځايي چارواکي وايي، د روسیې یوه بار وړونکې پوځي الوتکه چې ۴۰ کسه سپرلي هم په کښي سپاره وه، را غورځېدلې او سپرلي یې ټول وژل شوي دي.

د الوتکې په اړه ویل کیږی چې نوعیت یې «انتونوف ۱۲ دی، د جنوبي سوډان په پلازمنیه جوبا کې په «نیل ویاله» کې غورځېدلې. دغه الوتکه روسي پوځي ځواکونه د خپلو پوځي وسایطو او افرادو د انتقال لپاره کاروي.

په جنوبي سوډان کې د الجزیرې خبریال ویلي چې دغه الوتکه که څه هم بار وړونکې ده، خو ویل کیږي چې ۴۰ کسه په کښي سپاره وه چې د هغوی څخه ۲ تنه ژغورل شوي، نور ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر اوسه د وژل شویو او ژوندو پاته شویو کسانو په اړه کره معلومات نسته، ځیني سرچیني وايي ۳ تنه ژوندي پاته شوي دي، تر اوسه ددغه الوتکي د قربانیانو د هویت په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

لومړنیو معلوماتو پر اساس ویل شوي وه چې الوتکه د اوکراین ده، خو وروسته د روسیې خبري اژانسونو راپورونه ورکړل چې الوتکه د روسیې ده.

ویل کیږي، دغه الوتکه د جنوبي سوډان د پلازمیني جوبا څخه په همدې هیواد کې د «فلج» په نامه ښار ته روانه وه، چې په نيل کې را وغورځېده.

باید وویل شي چې پنځه ورځي وړاندي د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه هم د مصر په سیناء کې غورځېدلې وه چې له کبله کبله یې د عملې په شمول ۲۲۴ تنه وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x