Markgrossman

دامریکي خاص استاځي مارک ګروسمین له دندی څخه ګوښه کیږي

 (نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۲/۱۱۲۸) دیپلوماتیکي سرچینو خبرورکړي چي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکاي دمتحده ایالاتو دخاص نماینده ګروسمین دکارموده مخ په ختمیدوده، ګروسمین دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي دپخواني استاځي هولبکروک له ناڅاپه مرګ څخه وروسته دنوموړي پرځای ټاکل شوی وو،

داسي هم ویل کیږي چي ګروسمین دامریکي دبهرنیو چارو دوزیري هیلري کلنټن له لوري دغي دندي ته انتخاب شوی وو داج ګروسمین تیرکال دفبروري دمیاشتي پر ۲۲ تمه نیټه باندی دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا دخاص استاځي په توګه په دنده ګمارل شوی وو،داچي دهیلري کلنټن دکارموده مخ په ختمیدو ته له دي سرجوخت کیدای شي مارک ګروسمیمن هم نور له دندي څخه ګوښه کړل شي. ګروسمین به درواتلونکي میاشتي پر ۱۵ نیټه باندی له دندي لري اوپرځای به یی دامریکي دبهرنیو چارو دوزارت کارکونکي ډاویډ پیرس ترهغو پوري دنده په مخه بوزي ترڅو پوري په رسمي توګه دنوموړي پرځای کوم بل نمایند ټاکل کیږي، ډاويډ پیرس له دي څخه مخکي په کابل کی دامریکي دسفیر دمرستیال په توګه دنده اجراکړي ده او همدارنګه دالجریا هیواد لپاره دامریکي دمتحده ایالاتو سفیر هم پاته شوی دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د