افغانستان

حنيف اتمر او حکمت کرزی هند ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی روانه اونۍ د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته په يو رسمي سفر ځي.

هندي رسنيو نن چهار شنبه د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير به روانه اونۍ هند کې له خپلو سيالانو او نورو لوړپوړ چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې اترې وکړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د افغان چارواکو د دغه سفر موخه هند سره د اړيکو د بيا تازه کولو او له دغه هېواده د نظامي مرستو په ځانګړې توګه د پوځي چورلکو غوښتنه ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته خپل لومړی سفر پاکستان ته وکړ او د هند په پرتله يې پاکستان سره اړيکې ډېرې خوږې کړې، چې دا کار يې د هند د ناخوښۍ لامل شو.
د پېښو څارونکي پر حکومتي چارواکو نيوکې کوي، چې سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر ځای د مرستو غوښتنه کوي، چې دا کار د هېواد لپاره په سياسي او ستراتيژيکه توګه زيان اړوي.
د څارونکو په اند که چارواکي امريکا او ناټو سره د امنيتي او دفاعي تړون ننګه کوي، نو بايد له ژمنو سره سم ترې د

نظامي مرستو غوښتنه هم وکړي او دوی بايد په اړه له امريکا او ناټو پرته له نورو هېوادونو مرستې ونه غواړي.
بل پلو د سيمه ييزو چارو کارپوهان وايي، چې ګډ حکومت د پاکستان او هند تر منځ د اړيکو په ساتلو کې توازن نه شي ساتلی او له همدې امله هند د اشرف غني له کړنو ناخوښه دی.

د څارونکو په اند ښاغلی اتمر او حکمت کرزی به د خپل دغه رسمي سفر په ترڅ کې هڅه وکړي، چې هند سره د افغانستان اړيکې يو ځل د باور کچې ته لوړې کړي او هندي چارواکو ته به ډاډ ورکړي، چې پاکستان سره د افغان حکومت اړيکې به هېڅکله د هند او افغانستان پر اړيکو اغېز ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د څومره ذلت سره الله ج مخ کړی ، همدی حالت ته اسفل سافلین وایی . که څوک څه نه لری او نه روپی لری چه څه پری واخلی د هغوی د کرغیړن ژوند او د هغو د کمزوریو په اړه د حیرانتیا اړه نه وی او نه ورباندی څوک د نه ګټلو او نه لرلو پړه اچوی . ولی دغه فاسده ، بی کفایته او غلامه اداره چه هر څه لری ( څه چه نه لری هغه ایمان او مورال دی ) او د ټولی کفری نړی له خوا د پیسو ، وسلو او وسیلو له مخی نازول کیدل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x