ورزش

انضمام الحق به د دوه کلونو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې روزونکی وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): پخواني پاکستاني وتلي کرکټ لوبغاړي انضمام الحق تایید کړې چې د افغان کرکټ بورډ سره يې د روزنکي په توګه د دوه کلونو لپاره قرارداد لاسلیک کړی دی.

انضمام الحق د زمبابوۍ سره د سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې موقتي روزونکی ټاکل شوی و. افغان لوبډلې ددغو سیالیو په دواړو شل اوریزو او یو ورځينۍ لوبو کې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې تاریخ جوړ کړ. د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی وار و چې دوه درجه لوبډله دې د لوبو لړۍ له لومړۍ درجه لوبډلې څخه وګټي.

تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسیم دانش هم تایید کړې وه چې د انضمام الحق سره د قرارداد په مادو جوړ راغلي او نېږدې وخت کې به د یوه خبري کنفرانس له لارې په کابل کې ورسره قرارداد لاسلیک کړي.

کریک انفو مشهورې ورځپاڼې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني روزونکي کبیر خان له قوله لیکلي: «ما انضمام الحق سره خبرې وکړې، هغه د افغانستان کرکټ لوبډلې سره دوه کاله قرارداد کړی دی چې د افغان لوبډلې لپاره ډير ښه دی».

هغه زیاته کړې: «انضمام الحق د زمبابوۍ سره د لوبو لیدو وروسته د افغان لوبډلې له کارکردګۍ مطمین او په دې باور و چې افغان کرکټ لوبډله کې وړتیا شته او کولای شي مخکې ولاړ شي».

کبیرخان له قوله انضمام الحق د افغان لوبډلې سره له لومړۍ دورې څخع خوښ و او د نوموړي تجربه او ځېرکتیا به دغې لوبډلې سره په توپوهنه کې مرسته وکړي. «انضمام یو وتلی کرکټ لوبغاړی دی او هغه کولای شي چې د افغانستان بیټنګ ډير قوي کړي».

انضمام الحق د پاکستان په استازیتوب ۱۲۰ ټیسټ او ۳۸۸ یو ورځینۍ لوبې کړي دي، هغه ته په ۲۰۱۳ز کال کې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ورته د روزونکي په حیث د کار کولو غوښتنه وشوه خو نوموړي رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x