خبرونهنړۍ

پاکستان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو يو خبريال وژل شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ټانک ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو يو سيمه يیز خبريال په ډزو وژلی.

د ټانک ولسوالۍ امنيتي مسؤلينو ويلي چې زمان محسود د سه شنبې په ورځ له خپل کور څخه د دندې په لور روان و چې د نامعلومو موټر سايکل سپرو پرې ډزې وکړې چې له امله يې نوموړی ټپي شو خو د سختو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.

زمان محسود په سيمه کې يو ازاد خبريال و چې له بېلابېلو ورځپاڼو، تلويزيوني کانالانو او د پاکستان د بشري حقوقو د ټولنې (ار سي پي) سره يې کار کاوه.

محسود له ټپي کېدو وروسته د ډيره اسماعيل خان روغتون ته ولېږدول شو.

د ټانک پوليسو ويلي چې خبريال زمان محسود هيڅ ډول شخصي دښمني نه لرله نو له امله د نوموړي د مرګ دوسيه د نامعلومو کسانو په نامه ثبت شوې ده.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې د نوموړي په مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده او د پاکستان له حکومت څخه يې د نوموړي د قاتلينو د نیولو غوښتنه کړې، يادې ادارې په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې محسود د دوی يو ډير فعال ، هدفمند او متحرک همکار و.

په جنوبي وزيرستان کې هم د خبريالانو اتحاديې د نوموړي وژنه غندلې د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې کړې.

۳۵ کلن زمان محسود له نږدې ۱۳ کالونو راهيسې په ژورناليزم کې کار کړی او د پاکستان د امت، نئ بات ورځپاڼو او ځينو تلويزيوني کانالونو سره يې کار کړی ، له دې پرته يې په جنوبي وزيرستان کې د بشري حقونو د ټولنې د غړي په حيث يې هم دنده درلوده.

زمان محسود د جنوبي وزيرستان د لدها د سيمې د مانتوې د کلي اوسېدونکی و.

له نوموړي څخه وروسته يوه ميرمن، دوه زامن او درې لورګانې پاتې شوې.

تېره ورځ دملګرو ملتونو د خبريالانو نړيواله ورځ ولمانځله او په هغه غونډه کې يې هغه هيوادونه ياد کړل چې د خبريالانو له پاره له خطره ډک دی چې د هغوی له جملې څخه يو هم پاکستان ښودل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x