افغانستان

اربکیانو یو بل ملا امام په لوګر کې شهید کړ

اربکیان

د راپورونو له مخې اربکیانو، چې رسمي نوم ئې سیمه ئیز پولیس دي، د سه شنبې په شپه ۹ بجې د لوګر ولایت د کمال خیل په سیمه کې د کلي د یو ملا امام (بشیر) کور په راکټ وویشت.

د هغې خبرپاڼې په حواله چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته رالیږلې، د سهار له لمانځه وروسته بیا اربکیان په همدې سیمه کې یو مسجد ته ورغلل، او د مسجد ملا امام (عبدالاحد) ئې په خورا بې رحمۍ سره له مسجد نه وایستلو او د وهلو او شکنجه کولو په نتیجه کې ئې په شهادت ورساوه.

نږدې لس ورځې مخکې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې هم اربکیانو د کلي د مسجد یو ملا امام په خورا بې رحمۍ او وحشیانه ډول سره په شهادت رسولی وه، چې د هغې پیښې خبر هم نن ټکی اسیا په خپل وخت خپور کړی وه.

که څه هم په افغانستان کې د لس کلنې دیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ خبرې کیږي خو بیا هم د دولتي یا نیمه دولتي خبري رسنیو لپاره ډیره ستونزمنه وي چې د حکومتي کړیو د وحشتونو، ظلمونو، او هم په جګړییزو پیښو کې د هغوی تلفاتو په اړه د یو راپور خپرولو اجازه ترلاسه کړي.

اربکیان چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آي ای) د مستعفي مشر ډیویډ پټرایوس په ابتکار رامنځته شوي د کابل حکومت ئې د خلکو د امنیت د خوندي توب ضامنین بولي. خو عام افغانان وايي چې د اربکیزم په پروسه کې هغه خلک بیرته وسلوال شوي چې پخوا ترې د امنیت د خوندي توب په نامه وسلې ټولې شوې وې، او یا هم هغو رټل شوو ځوانانو ته وسلې ورکول شوي چې د بداخلاقۍ له وجې نه چا په کور کې پریښودل او نه په کلي کې. دا هغه څه دي چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ د تروریزم آمر سمونمل ګل محمد ئې هم په خواشینۍ سره تاییدوي. نوموړي د ځینو خبري سرچینو سره په مرکه کې په څرګند ډول ویلي چې دغه اربکیان ټول پخواني داړه ماران او بې بنده باره خلک دي، د هغه په وینا داسې ورځ نشته چې دوی ته د اربکیانو درې یا څلور دوسيې نه ورځي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې، د سیمې د اوسیدونکو په وینا، اربکیانو یو غریب مزدورکار سړی د خپل کور په مخکې وواژه او بیا ئې د مړي سره د طالبانو له خوا یو جعلي لیک پریښود چې ګواکی نوموړی د جاسوسۍ په تور وژل شوی.

تیر کال د بشري حقوقو د څار ادارې (هیومن رایټس واچ) هم په خپل یو راپور کې وویل چې اربکیان د عامو خلکو په وژنو، د خلکو په عزت او آبرو تجاوز کولو، او د خلکو په نیولو او شکنجه کولو کې ککړ دي. خو ډیویډ پټرایوس، چې د اربکیانو معنوي پلار هم ورته ویل کیږي، د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو په بریالیتوب کې د اربکیانو رول ډیر مهم بولي.

ملا امامان چې په اسلامي ټولنو او خاصه توګه افغاني عنعناتو کې د ډیر احترام، درناوي او تقدیر مقام لري، په دې وروستیو کې ئې د کابل حکومت د اربکیانو له خوا ژوند ته سخت تهدیدونه او ګواښونه متوجه دي.

د قیام الدین کشاف په مشرۍ د علماوو سرتاسري شوری چې د ورته پیښو بر رسي خپل مسئولیت ګڼي، تراوسه پورې د اربکیانو له خوا د ملا امامانو ددغو شکنجو او شهیدانولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x