افغانستان

هلمند: طالبانو مارجه کې ګڼې سيمې نيولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ کې طالبانو ګڼې سيمې نيولي او دمګړۍ د ولسوالۍ مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د مارجې امنيتي سرچينو رسنيو سره په خپلو خبرو کې منلې، چې طالبانو د پرله پسې جګړو په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ سيستاني، بلاک پنج، سفيند او ګڼې نورې سيمې نيولي او د ولسوالۍ مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د هلمند والي ښاغلی رحيمي، د ولايت وياند عمر ځواک او امنيه قوماندان د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي او د پېښې شوې مرګ ژوبلې او د جګړې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

افغان اسلامي اژانس د ځايي خلکو له قوله وايي، چې طالبانو د مارجې ولسوالۍ د اربکيانو د مشر حاجي مټوخان حوزه نيولې او د هغه کور يې سوځولی دی.

يادې سرچينې ګواښ کړی، که تازه دمي ځواکونه د جګړې سيمې ته راونه لېږل شي، نو کېدای شي، نن شپه مارجه ولسوالۍ په مکمله توګه سقوط وکړي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو په دوو جلا جلا ويناپاڼو کې څرګنده کړې چې د دوی جنګياليو نن مارجه ولسوالۍ کې دوه مهمې قرارګاوې او ګڼې امنيتي پوستې نيولي دي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د قاري احمدي په وينا چور چاراهي، ملا دوست محمد چاراهي، کرو چاراهي، شورشورک او ګڼې نورې سيمې د دوی ملګرو نيولي او د ولسوالۍ مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو وياند زياتوي، چې په نننۍ جګړه کې يې پنځلس عرادې موټر او نور نظامي وسايط نيولي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم تر لاسه کړي دي.

تېره ورځ د هلمند ولايتي شورا مشر کريم خان اتل يو خصوصي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې طالبانو مارجه ولسوالۍ کې سخت بريدونه پيل کړي، امنيتي ځواکونه ګړۍ په ګړۍ خپلې پوستې طالبانو ته پرېږدي او که دغې سيمې ته بېړنۍ مرستې راونه لېږل شي، نو طالبان به ډېر ژر دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيسي.
ښاغلي اتل پر دفاع وزارت هم تور ولګاو، چې د خپلو امنيتي ځواکونو او اربکيانو غم نه کوي او نه تازه دمي عسکر ورته رالېږي.

د کريم خان اتل په وينا د دفاع وزارت لوړپوړي جنرالان نه په خپله جګړه کوي او نه هم امنيتي ځواکونو ته د جګړې ډاډ ورکوي او امنيتي ځواکونه يوازې په دفاعي حالت کې دي.

د ولايتي شورا رييس ګواښ وکړ، که مارجه سقوط وکړي، نو د ولايت مرکز لښکرګاه سقوط هم ورسره تړلی دی.

ښاغلي اتل د ملي اردو د جنرالانو په اړه هم وويل، چې د ذوالفقار په نوم عملياتو نمايشي صحنه يې عکاسي کړه، رسنۍ يې راغوښتې وې، انځورونه يې واخيستل، بېرته ولاړل او هېڅ عملي جګړه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x