نظــر

محمد رسول له کوټي تر بکوا

لیکوال: صبغت الله صفت-

کله چې لوی ملاصاحب رحمه الله وفات شو او پر ځای يې منصورصاحب امیرالمؤمنين شو که څه هم د امارت ټول افراد يې په څنګ کې ودرېدل او په ډيره لېوالتيا سره يې له نوموړي سره خپل بیعت اعلان کړ خو له دې سره سره ځيني مغرض او نفاق غوښتونکي کسان هم را پيدا شول او غوښتل يې چې د امارت له نوي ټاکل شوي زعيم سره مخالفت وکړي د دوی په اند دوی کامياب وو او دا ځکه چې په هغه وخت کې د مرحوم کورنۍ لا خپل بیعت نه و اعلان کړی خو وروسته دوی د ناکامۍ ميدان هغه وخت لا ټېل وهل شول کله چې ملا یعقوب او ملامنان یعني اکا او وراره دواړو بیعت اعلان کړ .

ملا محمد رسول اخوند
ملا محمد رسول اخوند

محمدرسول چې تېره ورځ يې ځان په رسنيو کې د ناکامه مخالفينو مشر اعلان کړ او رسنيو هم له ده سره اوږه یوه کړه او خوندوره ډنډوره يې جوړه کړه چې محمدرسول مشر شو ، محمدرسول د طالبانو یو له بانفوذه کسانو څخه دی ، دمنصورصاحب له ډلي څخه به د محمدرسول ډلي ته ډیر طالبان ورشي او د منصور صاحب ټولۍ به کمه شي ، ها به وشي او دا به وشي او نور

دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو پېژندونکي اشخاص ورته انتظار دي او ګوري چې څه به کيږي …

ټول لر او بر بلخصوص افغانان دي پوه شي چې محمدرسول پخوا هم د لوی ملاصاحب په حیات کې لوی ملاصاحب ته ستونزي جوړولې او اوس د طالبانو له لوري شړل شوی او منفور کس دی ، د اسلامي امارت ټول طالبان محمدرسول د يوه نفاق غوښتونکي او ناکام شخص په صفت پېژني .

محمدرسول ، نیازی او باز محمد له کوټي ښار څخه د ګردجنګل پر لار ولاړه او د هلمند ولايت دېشو ولسوالۍ ته يې ځان سم کړ له هغه ځايه نيمروز ولايت ته داخل شوه او پر هغو لارو يې خاشرود ته ځان ورسوی پر کومه لار چې قاچاقبر مخدره مواد نقل کوي .

په خاشرود کې محمدرسول پاته شو ، دده دوه ملګري نیازی او بازمحمد يې فراه ته واستول او خپله محمد رسول دلته په مخالفت ، منافقت ، درغو او بهتان ویلو سره دعوت پيل کړ تر څو له ده سره ددې ولايت وګړي ملګري وکړي خو دداسي فتنو په وړاندي امارت لا پخوا علماء کرام لېږلي وو او دفاعي قوه تیاره وه نو ځکه د ده دا وړۍ شړۍ نه شوې او په سبا محمدرسول له نیمروز ولايت څخه پښې سپکي کړې ځان يې تر دوو ملګرو ورسوی .

دوی لومړۍ شپه د فراه ولايت بکوا ولسوالۍ په شاګۍ کې د ملا بازمحمد د يوه ملګري پر کور وکړه دا کوربه سیف الله نوميږي .

سبا غرمه د بکوا ولسوالۍ په جوی سفېد نومې سیمه کې د حاجي ظاهرخان په کور کې مېلمانه وه دلته يې هم خلګو ته د نفاق او نفرت خبري کولې او خپلي ډلي ته يې دعوت کاوه .

له هغه وروسته د عبدالله خان په کور کې مېلمانه شوه چې د بکوا په شنډ نومې سیمه کې دی غونډه يې درلوده او خلګ يې تفرقې ته هڅول . . .

زيات قومي مشرانو د ملا محمد رسول په غونډو کې له شرکت څخه ډډه وکړه
زيات قومي مشرانو د ملا محمد رسول په غونډو کې له شرکت څخه ډډه وکړه

لنډه دا چې دوی د بکوا ولسوالۍ پر هغو قومونو وګرځېدل چې دوی ورسره تړاو درلود لکه سالګزي ، بهادرزي او نور خو څه نتيجه یې ور نکړه او عيني شاهدان وايي چې ددوی له هري غونډي څخه به په زياته پيمانه قومي مشران ، سپين ږيري او د سيمي مخور چې دوی په یو او بل نوم خپلي غونډي ته راغوښتي وو ولاړېدل او غونډه به يې پر خپل حال پرېښوده .

زياتو مشرانو خو ددوی په غونډو کې له شرکت څخه ډډه وکړه او ویل يې چې موږ ستاسو په څېر نه يو او نه هم خپل ټاکل شوی امیرالمؤمنين تر قوم قربانوو .

د محمدرسول ډله زياته نشوه بلکه د کمېدا خواته روانه شوه هغه داسي چې دده په اصطلاح له تکړه قومندانانو لکه ملا بازمحمد ، مولوي ذاکر ، مسلم او نور څخه ډلي ډلي مجاهدين جلا او د فراه ولايت له نورو مخلصو مجاهدينو سره یو ځای شوه.

له مسلم څخه په لومړۍ ورځ ټول ملګري بېل شوه او له مولوي ذاکر څخه بیا دوهمه او دریمه ورځ هغه وخت ټول ملګري بېل شوه کله چې د منصور صاحب پر کاغذ لیکل شوی نوم يې څيري کړ . . .

دغونډي په پای کې کلیوالو ته ډوډۍ هم تیاره شوې وه
دغونډي په پای کې کلیوالو ته ډوډۍ هم تیاره شوې وه

محمدرسول اوس اوبو اخیستی دی او ځک ته هم لاس اچوي هغه داسي چې نوموړی هغه کسان چې لا تر اوسه د منصور صاحب سره يې د بیعت اعلان نه دی کړی ټول د ځان ملګري شميري او تل په رسنيو کې همدا ادعاوي کوي .

پرون د شهيد مولوي نصرالله منصورصاحب کورنۍ د محمدرسول د ګوند هغه څرګندوني چې ګواکي دوی له محمدرسول سره دي سوچ دروغ وبلل . . .

پاته دي نه وي چې محمدرسول اوس خپل ځان ته پنځه معاونین ټاکلي او هغه هر یو ننګيال ، ملا بازمحمد ، نيازی ،شیرمحمد منصور او منصور دادالله دي .

د محمدرسول له ملګرو څخه مولوي حبیب الله چې د خاشرود ولسوالۍ ملکي مسؤل وو نوموړي ته په کلکه او زغرده ځواب ورکړی دی او دده له ملګرۍ څخه يې ځان وایستی . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Assad Afghan

منصور امیر المومنین، مومینان یواځي په کوټه، واڼه، میرانشاه، پنجاب، کراچۍ، مانسره کي دي د نړۍ ټول مسلمانان درته بوتلان ښکاري، کاغذی لقبونه دي، په اسلامي مقدساتو تجارت او سوداګري، بازار ښه ګرم دی، د غریبانو د زامن په وړیا وینو ځان جوړونه!
لیکوال ښه لیکنه کړي، محمد رسول منفور کس دی، لږ پاته دی چي د مرتد او ملحد، منافق، کافر لقبونه ورته وکاروي، بل لورته به ښه رنګین رنګین لقبونه وکارول شي، د افغانستان غریب خلک به ۱۰۰ نور هم واجب القتل وي ځکه جنابان خپله خبره د مسلماني وروستی سرحد ګڼي!

khalid

اسد افغانه نور خلک به بوتلان وی یا به نه وی خو ته ډیر غټ ګنکپ او مداری او مړ ضمیره غرب ځپلی راته ښکاری چی غواړی پدی اوتو بوتو او هی خوا او دیخوا ځان ووهی او د هیواد د عامو مسلمانانو فکرونه داوسنی کفری او صلیبی اشغال او نورو سلهاو رزایلو او اخلاقی مفسداتو او نورو سلهاو مفسداتو چی سراسر له اسلام سره په ټکر کی دی او له اسلام نه بغاوت او په ښکاره ملنډی وهل دی مغشوش کړی محترم لیکوال صاحب مننه کوم له لیکنی نه مو واقعا چی د منافقینو او نفاق اچونکو چهره مو… نور لوستل »

نور محمد

محترم لیکوال صبغت الله صبغت صیب ډېره مننه. ډېره په زړه پورې او له حقیقت ډکه لیکنه وه، ځکه زه حالات ډیر له نژدې څارم بالکل همداسې دي. خو ما سره ځینې معلومات هم شته، کومو ته چې دروند لیکووال صبغت صیب اشاره نه ده کړې که اړتیا پېښه شوه نو حقایق به زه په یوه لیکنه کې راغونډ او نشر کړم ان شاء الله.

حافظ رحمت

صبغت صاحب وایی چا په ورا کی نه پرېښووی ده ویل زه ده ناوی سره سپرېږم محمد رسول ملاصاحب مرحوم په امارت نه پرېښووی دی وایی زه دهغه اصلی وارث یم. هغه د ملا صاحب خبره می په یاد ده چه محمد رسول ته یی ویل چه سم ښوره کنه تر غولو به دی بدتر کم. دغولوڅخه خو خلق یوکار اخلی خو ته دهغه کار هم نه یی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x