نظــر

که تا اعدام مونږ بي ټوټه ټوټه کړو

له هغه څخه وروسته چی دافغانستان دپخوانیو مجاهدینو دیوګوند مشر عبدالرب رسول سیاف دافغانستان داسلامی جمعیت ګوند دمشربرهان الدین رباني دوژني اولني تلین دلمانځلوپروخت وویل؛ کچیري دولت په رښتیا غواړي چي هیوادکی نوردمخالفو جنګیالیو له لوري دځان وژونکوبریدونو مخه ونیسي، نودکابل ټولو داخلي دروازو کی دي دځان وژونکو په تورنیول شوي جنګیالي یوپه بل پسي داولس په واړندي ځوړند کړي،

نومړي زیاته کړه زه ضمانب ورکوم چی نوربه هیڅ یوکس دي ته زړه ښه نه کړي چی بیا دارنګه بریدونوته مخه کړي.

دسیاف لالا دغه غوښتنه او وینا بیا څو څو ځلي په کابل کی دتش په نامه پارلمان دپلورل شويو غړوله لوري هم تکرارشوه اوله حکومت څخه یی په کلکه غوښتنه وکړه چي دسیاف وینا باید یواځي وینا پاتی نه شي بلکه دغي وینا ته دي عملي بڼه ورکول شي.

هغه وو چي په دي وروستیو کی دکابل په مرکزي زندان پلچرغي کی داعدامونولړي پيل شوه چي په اول قدم کي اته کسان اعدام اوپه دوهم قدم کی شپږکسه نور اعدام شول او حکومت وایی داعدامونو دغه لړي به نوره هم پسي وغزه وي.

په دغو اعدام شویوکسانو کي هغه سرتیري، په دین، هیواد اواسلام مین غازیان هم شامل وو چي ددغي پاکي خاوري دازادي لپاره یی خپلوسینو پوري بارود تړلي وو، ترڅوپردغه هیواد اوددغه هیواد داولس په دین اوناموس  تیری کونکو باندي استشهادي بریدونه وکړي خوداکسان په نامردي باندی دپردیو دغلامانو له لوري په داسي وخت کی ونیول شوو چی دوی فکرنه کاوو افغاني تالي څټي به دغه پرهیواد مین فدایان پری نږدي ترڅو بهرني وحشي یرغلګرپه نښه کړي، که څه هم  نن ددغو فداکارانو  هغه ابدي ارمان خو پوره شو کوم چي شهادت او جنت وو، خوهغه ارمان یی نیمګړي پاته شو چي غوښتویی بی شماره یرغلګر ترځانونو مخته اودجهنم کندوته کښته کړي.

دافغانستان دخلګو تش په نامه اولسمشره نن خو دي څوتنه افغاني باضمیره بااحساسه مجاهدین په ډیره نامردي ناځواني اودخپلو ناپاکو بادارانو دخوشحالولو لپاره شهیدان کړه.

ته څه فکرکوي چي ددغوفدایانو په شهادت سره به ته دبهرنیویرغلګرو اودهغوی دغلامانو په وړاندي روانه مبارزه کمزوري اویاختمه کړي، نه داسي نه ده سخت تیروتلی یی لږڅه فکروکړه ګمان کوم سردي په په فکرونونه بلکه په غاړه کي  دغلامي دزنجیرونو له کبله پک شوی دي، داخو هغه کسان وو چی ددین اوهیواد دساتلولپاره یی خپلو سینو پوری بمان تړلی وو، دغو غازیانو خو همدغه وخت ته شیبي شمارلي چی څه وخت به له دي پاني دنیا څخه په سرومخونو اوجګوغاړو ددایمي ژوند په لور ودرومي.

اوبل ددي هیواد هرفدایی اوپردین خاوره مین بچي چی ددي فاسدي اوغلامي اداري له لوري دخپلوبادارانو دخوند اوهوس  لپاره وژل کیږي دهرشهید شوی غازي په مقابل کی به زر فدایی بچیان دغه غیرتي خاوره زیږوي، څه ګمان کوي زما دغیرتي هیواد خاوره به دومره کمزوري وي چي دڅوتنو فدایی غازیانو دشهادت له کبله به خپل غرور له لاسه ورکړي زما دهیواد هرډبره دشهید په وینو سره ده دلته دبوټو اونباتاتو په جوړښت کی دشهیدانو وینه برخه لري ددغه هیواد په اوبو کی دشهیدانو وینه ګټه شوی ده زما دهیواد ۹۰ په سلوکي وګړي ددغه هیواد هغه غذا  خوري کوم چي دشهید په وینو خړوبه شويو نباتاتو څخه لاس ته راځي دبدن ټول رګونه یی دشهادت چیغي وهي ، پردغو څوتنو برګر، ککو اوپیزه خوړونکي باندی مه غولیږه دغه وطن ډیراصلي بچیان لري والله چي انتقام به درنه اخلي، که نن نه وي صبا اوکه صبا نه وي بل صبا به یی درڅخه اخلي خو اخلی به یی ضرور.

اولس خو سترګي په لاره وو چي کرزي لالا به راته زما دهغو مظلومو شهیدانو قاتل کوم چي دکندهارولایت دپنجوایی ولسوالي په (نجیبانو)دپنجوایی غمیزه کلي کی یی شپارس تنه بی ګناه معصوم اومظلوم افغانان په داسي وخت کی شهیدان کړه چي په نیمه شپه کي خپلو کورونو کی په خاوږه خوب ویده وو، نه جنګیالي اونه یی کومه بله غوښتنه درلوده واړه واړه ماشومان اودپښتني ټولني درني میرمني وي چي دخپل انګړنه یی دباندي د کورمخ هم سم نه وو لیدلی.

آه کرزیه والله که افغان راته ښکاري ګوره کومه بلا اوله کومي خواپرافغانانو تپل شوی یی، که لږ څه همت دي درلودي والله که دي داسي کړی وای، مونږ خو رسنیو کي داعدام خبري اوریدلي داوروزګان وګړي خو په هیله وو چي اولسمشره به اوس راته هغه قاتلان اعدام او را ځوړند کړي کوم چي دغه ولایت کی یی د۲۰۰۲ کال دجون په میاشت کی  دیوه واده مراسم په هیدره بدل کړه اوپه لسګونه بی ګناه ښځي ماشومان اوله پته ډک سپین ږري افغانان یی شهیدان کړل.

 دننګرهاروګړو هم ورته امیدونه درلودو ننګرهاریانو چی کله له خبري رسنیو څخه دکابل اداري له لوري داعدام اعدام خبري درغوږو کیدی یو ډول خوشحالی یی احساسوله چي اوس به کرزي زمونږ دهغو مظلومو شهیدانو قاتلین (ده بالا)ته راولي چیري چي د ۲۰۰۸ جولای دمیاشتي په شپږمه نیټه سهار اوه بجي اودیرش دقیقو باندي امریکایی ناترسه یرغلګرو دواده یوه (ورا) په نښه کړه چي دسترګوپه رپ کی یی دناوي په شمول کم وزیات ۵۰ تنه بی ګناه افغانان په داسي حال کي شهیدان کړه چي دناوي له کوره څخه دزوم دکورپه لور روان وو، زما هغه صحنه ښه یاده ده کله چي ددغي پیښی یوه ژوبل کس حاجی خان کاکا په داسي حال کي چي له سترګو څخه یی باران باران اوښکي تویی دلی داسي ویل، نور خبرنه یم واده وو ناوي مو راسپره کړي وه خوشحاله خوشحالي وه ما خپل کوچني لمسي ترلاس نیولی وو چي یو دم می اواز ترغوږ  اوسترګي می پټي شوي، دغه بابا وایی کله چي پرحال راغلم ګورم چي له خپله ځایه څخه څومتره لري پروت وم بابک وایی بیا هم خوشحاله وم چی دلمسی لاس می اوس هم په لاس کي ټینګ نیولای وو، خوچي کله می ورته سترګي راواړولي هغه یواځي لاس پاته وو نور جسد یی نادرکه او دنورو شهیدانو له غوښوسره ګډ وډ شوی وو.

اه تش په نامه اولسمشره دحاجی خان کاکو دلمسي قاتلان چیری دي، ولی یی نه دمحکمي اونه داعدام خبره کوي ته خو هغه ځلمي وژني څوک چی دحاجي خان کاکو دلمسي بدل اخلي.

  کندهاریانو خوبیا پوره تیاري کړی وه، چي صبا ته ددغه ښاپرډیرپيژندل شوی څلورلاري شهیدانو چوک باندی دپنجوایی دپیښی امریکایی بی رحمه وحشی قاتل(رابرټ بیلز) اعدامیږي دهیواد پیغلو هارونه جوړل چي ددغه ننګ اوغیرت په مقابل کی به داولسمشر غاړي ته رنګا رنګ هاروونه اچوي زما مهاجروهیواد والو خو په نورو هیوادونو کي داعدام اعدام خبري اوریدي اوانتظاریی باسلو چی کله به درسنیو له لوري دخپلو خوندو وریندارګانو اوبچیانو دقاتل مردارمړي دکندهارپه تاریخي ښارکی ځوړند وویني ترڅو ددغه کافر دوژني له کبله یی دخپلو هیواد والو دبدل اخیستلو تنده ماته شي.

های کرزیه ددي هیواد بچی خوخبرنه وو چي زمونږبی ننګه اولسمشربه دهیواد هغه ننګیالي ځلمیان اعداموي کوم چي دپنجوایی دشهیدانو دانتقام لپاره یی بارود سینو پوري تړلی اوددغي پیښي په قاتلینو پسي ګرځیدو، های تش په نامه اولسمشره تاخو ددغه هیواد له برمه اوغروره ډک تاریخ باندي تورداغ پریښودی.

اولس مشره داحمد شاه بابا اومیرویس خان له قبره څخه دانتقام انتقام ناري راپورته کیږي دغه غازیان خودپنجوایی پیښي دردولي دي کرزیه که دنیا کی بیرته ژوند وایی اودغه غازیان راپوته شوی وای، نو اول به یی ته او بیا به یی (رابرټ بیلز) اعدام کړی وای.

اولسمشره ستا څخه مونږ نه غواړو چی زمونږ دشهیدانو بدل واخله خو دخداي لپاره هغه غازیان هغه فدایان اوغیرتي افغانان پریږده  چاچي دهیواد دبچیانو خوندو اومندو دانتقام لپاره په ځانونو پوري بارود تړلي دخپلو هیوادوالو انتقام اوبدله اخلي.

ګرزیه تیره ورځ  مي واوریدو چی ته صبورجان هم شهیده وي ستا تش په نامه قضائیه قوي صبورجان هم مجرم ګڼلی اوتاته یی دهغه داعدام ورقي دتوشیح لپاره لیږلي، ایا هغه قانون چی ددغي یرغلګرو په موټوجوړشوي اوته یی دافغانستان نافذه اساسي قانون بولي که یی څوک سرغړوني وکړي هغه باغي اوسرکشه ګڼي ایا دغه قانون  تاته اجازه درکوي چي صبور جان مجرم او (رابرټ بیلز) بري کړي ستا قاضیان اودعلماء شورای بی ننګه عالمان څنګه نه شرمیږي چي دصبور دمرګ په باره کی یی دومره زرفتوای ګاني اوحکمونه صادرکړه، او د (رابرټ بیلز) په اړه بیا پټه خوله پاته دي والله ایمانونه مو خرڅ کړي، دخداي لپاره دغه څه ډول دعلماء شورای ده چي صبور اودصبور رنګه ځوانان چي بهرنیانو یرغلګرو باندی مخامخ بریدونه کوي دغه سپین سترګي اوبی شرمه یرغلګرو دوژلولپاره ځانونوپوري بارود تړي اوستا بی حیا اوپلورل شوي قاضیان اوتش په نامه دعلماءشورای بیا دغه له ننګه ډک بریدونه حرام بولي.

کرزیه دافغانستان ننګیالي اولس دپنجوایی دغمیزي انتقام غواړي دغه اولس انتظاردي چي څه وخت به دغه حیوان طبعیته قاتل په دار وویني کرزیه پریږده صبورجان افغاني اولس ته پریږده چي دغه اولس یی خپله دبرخه لیک په اړه پریکړه وکړي، کرزیه که ته نن هم زما له برمه ډک صبورجان پریږ دی اوهغه ته واک ورکړي هغه به په ورین تندي دا ومني چي زما هره هغه پریکړه قبلوده چي دافغانستان اولس یی زما په حق کی وړاندي کړي، اوزه ډاډه یم چي اولس په ددار دپړي پرځاي دصبورجان غاړي ته دننک هارونه واچوي ځکه زما صبورخو دکندهاریانوقاتلان وژلي زماصبورخو دنګرهاریانو، مزاریانو اوهراتیانو قاتلان وژلي زما صبورخو یرغلګر وژلي، صبورجان پردین، ایمان اوهیواد غیرت کړي دي،نوکوم با ضمیره اوبا ننګه افغان به دصبورلپاره دار غوره کړي.

اي زما پراولس باندی تپل شوی اولسمشره ته خپل مسؤلیت وپيژنه ورشه (رابرټ بیلز) اعدام کړه که اسلامي غیرت درسره نه وي دکندهاري اوپښتني ننګ له مخي یی ووژنه، ځکه (  رابرټ بیلز) کندهاریان وژلي (رابرټ بیلز) ستا تربرونه اوقریبان وژلي دي، پریږده صبورجان اولس ته پریږده که تا ( رابرټ بیلز) اعدام کړ اولس به صبور جان ټوټه ټوټه کړي! اولس به صبورجان ټوټه کړي! اولس به صبورجان ټوټه کړي!

لیکنه: امیرمهاجر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x