افغانستانخبرونه

په غور ولايت کې غير مسؤل وسله والو يو ښوونکی وژلی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): په غور ولايت کې يو تن سپين ږيری ښوونکی د غير مسؤل وسله والو د يوه قومندان له لوري وژل شوی دی.

د غور ولايت د معارف رياست اداري معين عبدالحکيم غفوري وويل چې دغور ولايت د شهرک ولسوالۍ د کمنيج د ليسې ښوونکی نذير احمد تېره شپه له د سيدمحسن په نامه يوه سيمه ييز قومندان له خپل کور څخه ويستلی و.

نوموړی له کور څخه له ويستل کېدو وروسته د قومندان د کور تر څنګ زندۍ شوی او جسد يې په يوه شاړه کې غورځولی دی.

غفوري رسنيو ته وويل چې سيد محسن د روان کال تر پسرلي پورې د شهرک ولسوالۍ د معارف د مدير په توګه کاوه خو هغه مهال د معارف له رياست څخه لرې کړی شو کله چې د نوموړي يو ځوی ووژل شو او هغه يې په تور درې تنه په صحرايي محکمه کې اعدام کړل او له هغې وروسته يې يو غير قانوني وسله وال ګروپ رامنځته کړ.

د غور ولايت امنيت امر سمونوال محمد زمان عظيمي وويل چې معلم نذير د سيد محسن د پلويانو او ځامنو له لوري وژل شوی دی.

عظيمي وويل چې معلم نذير چې ټول عمر يې په ښوونه او روزنه کې تېر کړی تر اوسه يې د وژنې د لامل په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي خو عظيمي د ځينو خلکو له قوله وايي چې معلم نذير د سيد محسن د ځوی د وژنې په تور وژل شوی دی.

عظيمي د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پوليسو د معلم نذير قاتلين ونه نيول وويل: په سيمه کې د سيد محسن د پلويانو واک دی او پوليسو نه شوای کولای چې تورن کسان ونيسي ځکه چې له امله يې د جګړې د رامنځته کېدو وېره وه.

.د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ویلي چې معلم نذير د ښوونې او روزنې غړی و او سر وکار يې له ښوونې او روزنې سره و خو په سيمه کې يې غير مسؤل وسله وال نه خوښول،دغه کس وايي چې خبر شو چې معلم نذير وژل شوی په ونه کې زندۍ شوی نو د سيمې خلک ډېر خواشيني شول.

دغه عيني شاهد وايي چې دلته هرڅه د زور واکو په اختيار کې دي که چېرې معلم نذير زور واکی وی نن به نه وژل کېده، ددغه عيني شاهد په وينا دلته داسې ډېرې پېښې کيږي خو دولت يې په لومړيو کې د څېړنو خبره وکړي چې بيا ورو ورو د څېړنې درک ورک شي او د معلم نذير د وژنې کيسه به هم همداسې غلې پاتې شي.

د غور د معارف رياست ادراي معاون د معلم نذير د وژنې د غندلو ترڅنګ وويل چې د پېښې عاملين به ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

معلم نذير چې نږدې ۶۰ کلن و له ۳۸ کالو راهيسې يې په غور ولايت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کاوه.

د غور ولايت اوسېدونکي وايي چې نږدې ۴۵۰۰ تنه غير قانوني وسله په شاوخوا ۱۰۰ ډلو په دغه ولايت کې فعال دي چې له امله يې ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه د غير مسؤله وسله والو د شتون او د ولسي خلکو د ځورونې او وژنې خبرونه ورکړل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

مصلحت مصلحت بیاهم مصلحت!

له غني خان او عبدالله خان څخه نیولې تر عادې افسر او پولیس پورې ټول د ډارن زامن او بې ناموسه دي، له دې ډاره چې جګره رامنځته نشي نو هر جاني آزاد ګرځي او څوک ورته څه نشي ویلای. اوس به ووینو چې غني خان په جیونده خان باندې څه چونګښې نیسي.

Musliha

به گفته بعضی مردم بیغرت وبی ضمیر که اگر نتجه انتخابات اعلان میشد مملکت به بحران میرفت امروز اگر دولت قاتلین ومفسدین را محاکمه میکند مملکت به بحران میرود چراکه تمام شان در قتل وقتال دخیل است

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x