ادبي لیکني

د شیخ سعدي رحمه الله یوه خاطره‎

ژباړه: حمدالله حلمیار

لنډکۍ کیسه:

شیخ سعدي رحمه الله دخپلو خاطراتو په کتاب ګلستان کې ډیرې خوندورې خاطرې او کیسې را یوځای کړې دي، چي یوه یې نن له تاسو سره شریکوم.

ـ ښه مې په یاد دي، په ماشومتوب کې مې د عبادت کولو سخت شوق درلود. دشپې به تهجدو ته را پاڅیدم، ډیره مې له تقوا او پرهیزګاري سره جوړه وه.

یوه شپه چې له خپل پلار محترم سره یوځای په عبادت بوخت وم، ټوله شپه مې قرانکریم په غیږه کي وو، او تلاوت مې کاوو. په دې وخت کې مي د کورنۍ نورو کسانو ته فکر شو چي زموږ شاوخوا ته بېغمه او له هرڅه ناخبره ویده دي، پلار ته مې وویل: دوی ته وګوره! یوه یې هم سر راجګ نکړ، چي یو دوه رکاته لمونځ وکړي، ټول داسي غافله ویده دي ته به وایي چي مړه دي…

پلار مي راته وویل: که ته هم ددوی په څیر ویده شوی وای؛ نو تر دې بیداري به درته ډیره ښه وه چې ته د نورو خلګو عیبونه بیان کړې او  پخپل عبادت دي وویاړې…
ــــــــــــــ

پاموړ ټکي:

•هیڅکله د نورو خلګو عیبونه مه بیانوه.

• هیڅکله پخپل عبادت فخر وه کوه، ځکه چې دا ریا ده او ریا عمل سوځوی.

• تل هڅه وکړه چې د شپې یوه برخه د الله په عبادت تیره کړې.

ژباړه: حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x