افغانستان

اجرائیه ریاست: د ګډ حکومت د راپرځولو هڅې کېږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت اجرایوي رئیس وايي چې د یو شمېر کسانو له خوا د اوسني حکومت د سقوط او ړنګولو هڅې روانې دي.

ډاکټر عبد الله د چا نوم وانخیست خو ویې ویل پر وسلوالو مخالفینو سربېره نور داسې کسان شته چې یو مهال په سیاست کې برخوال وو خو اوس د حکومت د راپرځولو لپاره هلې ځلې کوي.

ډاکټر عبد الله زیاته کړه چې د دې خبرې د ثبوت لپاره شواهد او دلایل هم په لاس کې لري.

نوموړي دا څرګندونې نن په سپېدار ماڼۍ کې له مدني او فرهنګي فعالانو سره په ناسته کې وکړې.

اجرایوي رئیس وویل:

«ښايي د ملي یووالي حکومت د راپرځولو هڅې د شخصي عقدو پر اساس وي، او یا له دې کبله دغه کوښښونه کېږي چې نن ورځ د دوی له لاسه پخواني امتیازات وتلي او دغه امتیازات د نورو په لاسو کې دي».

که څه هم ډاکټر عبد الله په نامه باندې څوک مشخص نه کړل خو ویل کېږي چې ممکن د نوموړي اشاره پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه پلویانو ته وي.

اجرایوي رئیس اندېښنه وښوده چې د اوسني حکومت سقوط به په هیواد کې د «مطلقې نا امنۍ» لامل وګرځي.

عبد الله عبد الله په واضحه توګه ونه ویل چې هغه کومې هڅې دي چې دی یې د ګډ حکومت د سقوط لپاره بولي، خو څرګنده یې کړه چې په ټاکنیزو کمیسونو او انتخاباتي قانون کې د تغیر په موخه په اساسي قانون کې د وړاندیز شوې لویې جرګې پرته د بل هر ډول جرګې جوړیدل ورته د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګډ حکومت سیاسي مخالفین د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي او د دوی په اند په دې جرګه کې باید واک یو موقت حکومت ته وسپارل شي.

دوی وايي چې ګډ حکومت د ښې حکومتولۍ په برخه کې پاتې راغلی، ځکه خو باید د یوې لويې جرګې له لارې واک موقت حکومت ته وسپاري.

ياده دې وي چې د لویې جرګې له لارې د موقت حکومت جوړیدو په پلویانو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کسان، پخواني مجاهدین او ځینې نورې مطرحې څېرې شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

په پښتو کی یو متل وایی ( د ټيزن د ټيزنو بهانه روټه ده ا ) ، اوربشینی ډوډی ته روټّه وایی ، چه له خوړلو څخه یی خیټه کی ډير باد جوړیږی . او ټیزن ته فارسی کی ګوزن وایی .عبدالله هماغه ټیزن ( ګوزن ) دی . دا چه خیالی دنیا په ړنګیدو او د غلامی دوره یی په ختمیدو ده ، د دغه ډنګیدو او ختمیدو پړه په ڼورو یا پخوانو غلامانو ورتپی ، په دی معنی که زمونږ د پاچاهی ړنګیده رامنځته کیږی د اسلامی مقاومت لهپ پیاوړتیا وو او پرله پسی بریاوو له خوا نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx