نظــر

عسکري څپېړه

 

دعسکري څپیړې اصطلاح خو به مو اوریدلي وې ، کلیوالو به معمولا هغه څپېړه عسکري بلله ، چې په مخ به بالمطابقة ولګېدله ، په غوږو کې به یې ازانګه پیداکړه او په سترګو به یې تیاره راوسته ، دری څلور لسیزې وړاندې په افغانستان کې عسکر یا ( ماسل ) خورا ستر نوم درلود چې کلي ته به یې جلب راووړ نو ټول اولس به ګبڼۍ نیولی وو ، له خلکو به یې ځان ته دخوراک لپاره کوچ ، دکورني چرګ ښوروا او داسې نور نایاب خوراکونه غوښت او یابو ته به یې په دې ورځ د اوربشو خوش خمیرې ورکولې ، خوکه به یې چا دا غوښتنې ونه منلې نو بیا یې درنې څپیړې په نصیب وې چې خلکو به عسکري څپیړې بللې .

دا اصطلاح مې دا ډیر وخت نه وه اوریدلې مګر څه موده وړاندې خبر شوم چې دافغانستان په یوه شمالي ولایت کې یوځل بیا دعسکري څپیړې یاد راتازه شوی دی ، خو داځل دعسکر څپیړه دافغان اولس په مخ نه ده حواله شوې ، بلکې عسکر په یوه کومندان خپله څپیړه ازمایلې ده چې جریان یې په قرار ذیل توګه لوستلی شئ .

وایي دفاریاب دمیمنې ښار دافغانستان غوندې په وچه کې راګیر او یوبې اوبو ښار دی ، په پسرلي کې د ورښت له امله یوڅه اوبه پیدا کیږي ، خو په اوړي او مني کې داوبو بیخي کاختي شي ، په دې وخت کې دمیمنې خلک دڅښاک اوبو له هغو څاګانو څخه وړي چې دمیمنې ښار په بیلابیلو سیمو کې له ډیر پخوا څخه کیندل شوي دي ، ددې څاګانو له جملې یوه څاه دمیمنې هوايي ډګر ته څیرمه پرته ده ، کله چې څو کاله وړاندې دناروې هیواد مرستندویو یرغلګرو دمیمنې ښار اشغال کړ ، نو یوه قرارګاه یې دمیمنې په هوایي ډګر کې جوړه کړه ، دوی چې خپلو بوتلي اوبو ورته کفایت نه کاوو ، نو یې هوایي ډګر ته نږدې څاه هم په خپل قلمرور کې راایساره کړه ، دغه راز یې په څاه باندې نور کار هم وکړ ، ترڅو اوبه یې دوه چنده شوې ، چې نه یوازې نارویژي عسکرو ترې استفاده کوله ، بلکې شاوخوا نږدې خلکو هم ترې دضرورت په وخت کې کورونو ته چلولې .

هغه وخت نړیوالو مطبوعاتو او دبشري حقوقو ادارو دنارویژیانو لخوا ددې څاه له سره کیندل ، یو ستر بشري خدمت ، صدقه جاریه او دافغانستان په اوږو دناروې هیواد یودروندنه هیردونکی احسان بللی وو.

خو دوه میاشتې وړاندې د۲۰۱۲ کال دسبتمپر په ۱۲ مه چې کله نارويژي ځواکونه له میمنې څخه بیرته وتل ، نو دغه کیندلې څاه یې لومړی دخپلې قرارګاه له ډيران او خرڅوړو ډکه کړه ، او وروسته یې درنې ډبرې او سیمټي مساله ( خلطه ) ورتویې کړه ، او په داسې اساسي او فني ډول یې بنده کړه ، چې بیا به په عمر هم څوک ترې اوبه ونه څښي .

دفاریاب امنیه قومندان عبدالخالق اقسای چې دخپلو نارویژي ملګرو دې لیوني کار ته ډیر فکرمند شوی وو له میمنې څخه دهغوی درخصتولو په مهال یې یوه نارویژي عسکر ته ګیله کړې وه ، چې که هغه دهوایي ډګر څاه مو نه وای بنده کړې نو ډیر به ښه وای ، خو ددې خبرې په کولو سره کبرجن او مرور نارويژي عسکر بې پوښتنې له قومندان سره څپیړه خیر کړې وه ، او سم کتابي تڼ یې ترې ایستلی وو ، دغه راز یې په ډير عصبانیت ورته ویلي وو چې تاسو خوموږ تباه کړو ، زموږ نازولي پوځیان ستاسو په مخ کې مړه او ټپیان شول ، زموږ داقتصاد ملا مو راماته کړه ، زموږ غرور مو دټولې دنیا دخندا کړ ، او اوس لا دا خبرې او غوښتنې هم کوئ .

عبدالخالق اقسای چې دکرزي صاحب دنورو امنیه قومندانانو غوندې هرسهار ږیره په پڅه چاړه خریې ، ویل کیږي چې نارویژۍ عسکري څپیړه یې په لغړ مخ ډیره ښه لګیدلې ، او بیا یې سپڼ هم له خولې نه دی وتلی .

اوس چې بهرني مرستندویان کډې باروي او په مېله اور لګوي ، نوځکه دا امکان ډیر لیدل کیده ، چې دمیلمنو او میزبانانو ترمنځ به داډول نزاکتونه رامنځته شي ، خو څرنګه چې په یوه څپيړه سل مخه خوږیږي دغه رنګه دملاصاحبانو په اصطلاح ( الضرب للصبیان کالماء للبوستان ) داقسای له ډب څخه دنوموړي ټولو ملګرو او همسنګرو پوره ادب اخیستی ، نوځکه دکډه په شاه میلمنو لخوا که په میله اور لګول کیږي هم میزبانان ورته ډیر څه نه وایي .

له همدې امله خوچې روزانه دافغانستان په لراوبر کې امریکایان خپلو پرونیو د اوسیدو تاسیساتو ته اورونه وراچوي په بمونو یې الوزوي ، څاګانې او برمې یې له خاورو ډکوي ، او دافغانانو ښمر ته یې نه پریږدي نو داخلي میلمه پالان یې دعسکري څپیړو له ډاره په پټه خوله ننداره کوي .

په دې لړ کې مې واوریدل چې امریکایان چې کله دمیدان وردګو له جغتو ولسوالۍ څخه وتل ، نو دې ولسوالۍ ته ورکړې خپله ایف ایم راډیو یې هم بیرته ورسره بار کړه ، او خبریالان عاجزان یې په ډاګ پریښول .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x